د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

که پخپله مونوګراف وليکئ، څه ګټه به وکړئ!؟


وايي ځيني محصلان د خپلې تحصيلي دورې مونوګراف یا پای لیک په خپله نه لیکي بلکې يا يې په پيسو اخلي او یا يې په بل چا لیکي. که مونو ګراف په خپله ولیکئ نو څه ګټه کولی شئ او که په بل چا يې ولیکئ یا يې په پېسو واخلئ څه تاوان؟... په دې تاندې څانګې کې پرې غږېدلي یو.

مونوګراف یا د تحصیلي دورې پای لیک هغه تحقيقي لیکنه ده چې د پوهنتون محصلان يې د خپل پوهنځي په وروستي کال پخپله څانګه پورې اړوند موضوع باندې لیکي. مونوګراف معمولاً ترمقالو اوږده او تر کتابونو واړه وي او په یوه واحده او ځانګړې موضوع داسې لیکل کیږي چې موضوع پکې بشپړه او نتیجې ته رسېدلي وي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې ځوان استاد اجمل ښکلی وايي چې مونوګراف لیکل که یو خوا د یوه محصل ارزونه ده چې پخپله څلورکلنه تحصیلي دوره کې يې څومره څه زده کړي نو بلخوا د سند د اخيستلو لپاره هم یو حتمي شرط بلل کیږي.

خو لکه ځينې چې یوازې د سند د اخیستلو غم وړي وي او د څه زده کولو په کیسه کې نه وي چې مونوګراف یا په پيسو اخلي او یا یې په بل چا لیکي، دغه ځوانان عبدالله، اکرام الله اسرار او مصطفی باور چې ځينې محصلان ځان نه په تکلیفوي او د بل چا لیکل شوي مونوګراف ته یوازې عنوان او یا د سر پاڼې وربدلوي، پخپل نوم کوي يې او په اسانۍ سره د فراغت سند پرې اخلي، د دوی تر منځ يوه پېغله مژده وايي:

((ځيني کسان شته چې خپل مونوګرافونه په ډېر مشکل سره لیکي، څېړنه ورته کوي او بشپړوي يې، لکه زه، زه زحمت ګالم او په ډېره خوارۍ خپل مونوګراف لیکم خو یو بل ټولګیوال مې- چې پېسې لري- ورځي او په پېسو يې اخلي. باید د دغه کار مخه ونیول شي.))

ښايي ځيني ځوانان به په خپل کړي کار شرمېدل او یا به ځان ورته ښه نه ښکارېده چې راته ویلي يې وای، هو ما هم مونوګراف په پيسو اخیستی او یا بل چا راته لیکلی، ځکه يې خبرې راسره ونه کړې او دغه راز يې راسره شریک نه کړ. خو د کابل پوهنتون یو محصل بشير دريځ د یو چا کیسه کوي چې ورته ویل يې (څوک راګوره چې مونوګراف پرې خرڅ کړو) او یو بل محصل عبدالله ته يې د عمه زوی ویلي وو چې ما سره وخت کم دی یاني پخپله د مونوګراف پر ليکلو وخت نشم ضایع (!) کولی، مرسته راسره وکړه چې کوم چا نه يې راته پېدا کړې.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محمداجان حقپال هم د مونوګرافونو د خرڅون او جعل خبره مني خو وايي چې له ځينو لارو چارو د جعلي، د نورو په لاس لیکل شوي، په پېسو اخیستل شوي یا په اصطلاح کاپي پیست شوي مونوګرافونه پېژندل کېدای شي.

لاهم ګڼې افغانې کورنۍ شته چې په کانکور ازموینه کې په خپلو اولادونو فشار راوړي چې طب، انجینري او یا بل هغه پوهنځی خوښ کړي چې د کورنۍ يې خوښ وي، دوی د پوهنځي په ټاکلو کې د محصل خوښې، علاقې او شوق ته ارزښت نه ورکوي، ښايي همدا علت وي چې د داسې کورنیو اولادونو باندې د تحصیل دغه څلورکلنه دوره پيټی وي، د څه زده کولو په کیسه کې نه بلکې زر تر زره ترې د ځان د خلاصون لپاره اسانه لارې چارې ګوري. دې ته ورته خبرې افغان لیکوال او شاعر ډاکټر احسان الله درمل کوي.

که د مونوګراف د خرڅون له خبرې نور راتېر شو دې ته چې که یو محصل ځوان په خپله مونوګراف ولیکي څه ګټه کولی شي او که په بل چا یې ولیکي او یا يې په پېسو واخلي څه تاوان کولی شي؟

دا پوښتنه ډاکټر احسان الله درمل ځواب کړې، درمل وايي چې د مونوګراف د لیکلو پرمهال موږ مجبوريږو چې د موضوع په اړه ډير فکر، پلټنه او تحقیق وکړو، نو ځکه ما هم د خپل مونوګراف د ليکلو پر مهال هغه څه زده کړل چې په خپله څو کلنه تحصیلي دوره کې مې نه وو زده کړي.

((هغه محصلان چې په خپله مونوګراف نه لیکي یا يې په پېسو اخلي او یا يې په بل چا ليکي تل به د یوه شرم او ناراحتۍ احساس ورسره مل وي.))

د بل چا مونوګراف په خپل نوم کول ادبي سرقت یا د چا د فکرغلا ګڼل کیږي او دا غلاهماغومره بده ګڼل کیږي لکه څومره چې د چا مال او درايي څوک غلا کوي. ځکه خو استاد اجمل ښکلی د هغو محصلانو په اړه چې مونوګراف پخپله نه لیکي، وايي چې دوی سره به تل د یوه شرم او ناراحتۍ احساس مل وي.

د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو ريئس او ویاند صفي الله جلالزی وايي چې دوی پر داسې يوې تګلارې کار کول غواړي چې په مرسته به يې جعلي او تکرار یا په اصطلاح کاپي پېسټ مونوګرافونو په اسانۍ سره وپېژندل شي:

((د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت او د لوړو زده کړو وزارت تر منځ یو داسې هوکړه لیک لاسلیک شوی دی، چې په مرسته به يې د مرکز او ولایتونو پوهنتونونه د یوه ډېټابېس په شکل سره وتړل شي، کله چې دا پروسه بشپړ شي نو بیا به هيڅ محصل د بل چا مونوګراف پخپل نوم او یا په اصلاح د نورو څېړنې ځان ته په اصطلاح کاپي او پېسټ نه کړای شي. که څوک داسې کوي نو د هماغه سيستم لخوا به رديږي او یا به پېژندل کیږي، موږ به ډېر ژر دغه ستونزې حل کړو.))

خو ویل کیږي چې د پوهنتون په اکثره پوهنځيوکې د مونوګراف د دفاع پروسه نشته، ځکه محصلان په ډاډه زړه د نورو لیکل شوي مونوګرافونه اخلي او پخپل نوم يې تېروي.

افغان لیکوال او شاعر ډاکټر احسان الله درمل وايي چې که چېرې په پوهنځيو کې د مونوګرافونو د دفاع پروسه شفافه او د راهنما استادانو جديت واوسي نو محصلان به مجبوره شي چې پخپله مونوګراف یا د تحصیلي دورې پای لیک وليکي.

که یو محصل د ادبي غلا پر ځای پخپله خپل مونوګراف ولیکي نو هم به يې سبا چاپولی شي او هم يې نورو محصلانو یا خپلې ټولنې ته د یوه نوي څېړنیز اثر په توګه وړاندې کولی شي. چې شخصیت يې ورسره لوړيږي.

تاندې څانګې پر فېسبوک پېدا کړئ، پته ده:

http://Facebook.com/tandysangyپر دې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:

http://www.azadiradio.orgاو د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG