د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

هغه ځوان وپېژنئ چې غواړي د افغانستان ولسمشر شي!


په نننۍ تاندې څانګې کې د یوه افغان ځوانان د ژوند د لوړو ژورو کیسه اورئ چې په قاچاقي یا غیرقانوني لارو يې اروپا ته په رسيدو کې مرګ هغه د چا خبره په خپلو سترګو لیدلی، خو اوس دې موقف ته د رسيدو په تکل کې دی چې د افغانستان راتلوونکی ولسمشر شي. دغه ځوان څوک دی؟ څنګه اروپا ته ورسېد؟ او هلته يې په نړيوالو ځان څنګه ومانه؟ د دې اوونۍ په خپرونه کې يې اورئ.

ګل ولي پسرلی د ننګرهار دی، ۱۲ کلن، ۱۳ کلن به و چې نږدې نهه کاله مخکې د ځينو امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله په قاچاقي یا غیرقانوني لاره لندن ته د تلو په تکل له کوره ووت.

برتانيې ته په لاره يې لوږې، تندې، پرځيدل، پورته کيدل او ډول ډول شکنجې وليدې، د ده په وینا مرګ يې پخپلو سترګو ولید او پښېمانه به شو چې ولې يې داسې مرګوني سفر ته زړه ښه کړی. په ځينو هيوادونو کې څو ځلې ونیول شو، بېرته راوګرځول شو خو بیا يې هم لندن ته د رسيدو هیله له زړه ونه غورځېده. سفر يې کابو یو کال ونیو چې برتانيې ته ورسيږي.

خو داسې نه وه چې رسيدو سره به په ګلونو او غوړو، زېړو واوړي، بلکې پنځه کاله يې نوره هم سرګرداني ولیده، ده سره مې د ټلیفون له لارې خبرې کړي، ښاغلی پسرلی وايي چې سفر يې له ډېرو ستونزو او ستړو ډک و، څو کاله يې زحمت وویست او د برتانيې په دولت يې دا ومنله چې دی د یوه افغان مهاجر په حېث ومني. دی وايي چې د زده کړو تر څنګ مې کار هم کاوه چې کورنۍ سره مرسته وکړم.

په یوه نااشنا هيواد کې له نااشنا خلکو او چاپيریال سره تر یو څه بلدیدو څخه څه موده وروسته ګل ولي پسرلي د خپلو زده کړو تر څنګ ځينې ټولنيز فعالیتونه هم پېل کړل او یو وخت داسې راورسيد چې دی د مهاجرینو د مشکلاتو د څېړلو او د هغوی د حلولو په برخه کې د برتانیې حکومت د وزیرانو په شورا کې د مشاور په حيث همکار شي.

ښاغلی پسرلی وايي چې دا زما لپاره افتخار و او یو بل افتخار چې دی وايي، هيڅ کله به مې هير نشي، هغه په لندن کې په ۲۰۱۲ کال کې د ترسره کیدونکو المپيک سیالیو د څراغ وړل وو چې د اته زره کسانو تر منځ د دغه څراخ د لېږد لپاره دی انتخاب شوی و. دی وايي چې دغه څراغ تر اوسه راسره دی او که د خدای رضا وه نو افغانستان ته به يې راوړم او د افغانستان موزیم ته به یې سپارم، ځکه چې دا زم او زما د وطن لپاره لوی افتخار دی.

The lightless skyیا (بې رڼا آسمان )، د هغه کتاب نوم دی چې ګل ولي پسرلي برتانيې ته د خپل ستړي سفر په اړه لیکلی او په دې وروستیو کې په هغه هيواد کې چاپ شوی دی؛ ښاغلی پسرلی د دغه کتاب چاپ هم خپله یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي او د یوه (ایوارډ) یا جایزه یادونه هم کوي چې د ده په نوم نومول شوې، یاني د (ګل ولي پسرلي ایوارډ) او دا جایزه به هر کال هغه چا ته ورکول کیږي چې د ده په څير یې د ستونزو له ګاللو وروسته ځان يوه ښه موقف ته رسولی وي.

دی وايي چې زما لپاره دا ډيره جالبه وه چې د لومړي ځل لپاره د دې جایزې د ورکوونکي مکتب د ادارې لخوا زه پخپله ټاکل شوی وم چې دا زما په نوم نومول شوې جایزه يوې داسې افریقايۍ زحمت کښه نجلۍ ته ورکړم، چې هغې هم ډير مشکلات ګاللي وو او ښې لاس ته راوړنې يې لرلې.

ما فکر هم نه و کړی چې زه به د نړۍ په یوه معتبر پوهنتون (مانچسټر) کې سیاسي علوم لولم. دا خبره هم ښاغلی پسرلی کوي او زیاتوي چې زه غواړم له خپلو زده کړو وروسته خپل هېواد ته ستون شم او د خپلو خلکو لپاره کار وکړم.

ما ویل د تاسې په اړه په نړيوالو رسنیو کې هم ویل شوي چې غواړئ د افغانستان راتلوونکی ولسمشر شئ، ريښتیا؟ د ګل ولي پسرلي ځواب و چې زما لپاره دا مهمه نده چې زه د افغانستان ولسمشر شم بلکې دا زما لپاره ډيره مهمه ده چې د خپل هيواد لپاره یو څه وکړای شم، که هغه د ولسمشر په حېث وي او که د یوه عادي مامور په حېث. ښاغلی پسرلی همدا راز وايي چې زه پخپل ژوند کې داسې څه کول غواړم چې تر مرګه وروسته مې هم خلک یاد کړي نو د دې لپاره چې څوک به غواړي ډاکټر، انجینر یا سیاستمدار شي نو زه غواړم چې ولسمشر شم.

ښاغلي پسرلي په اروپا کې د افغان او نورو مهاجرو ژوند له نږدې لیدلی، دی وايي چې په قاچاقي سفرونو تګ مرګ ته ځان ورکول دي او زیاتوي چې ما دلته د افغانو مهاجرو ژوند لیدلی چې څومره له کړاوه ډک دی او زه پخپله هم له دوزخه راتېر شوی یم.

د ښاغلي پسرلي په قول قاچاقبران خلکو ته د لندن کیسې کوي او اکثره ريښتیا نه ورته وايي، یاني پر قاچاقي لارو د تګ له ګواښونو او مشکلاتو يې نه خبروي، نو زموږ خلک هم د دوی په دروغجنو خبرو باور کوي او زړه ښه کوي چې په دغو خطرناکو لارو اروپا ته راشي.

دی وايي چې لومړی خو يې دلته ژوندي رارسېدل سخت دي، بیا که راوهم رسيږي نو قبولي يې ډېره سخته ده او ډېر وخت يې نیسي. ښاغلی پسرلی زیاتوي چې داسې ډير کسان پېژني چې نږدې لس کاله کیږي راغلي دي خو قبولي نده ورکړل شوې، سرنوشت يې ندی معلوم او اوس له شرمه خپلو کورونو ته زنګ حتی نشي وهلی.

ګل ولي پسرلی بیا هم د افغانو ځوانانو هلې ځلې ستايي او راتلوونکي ته يې خوشبینه دی. دی وايي چې داسې ډير تکړه افغان ځوانان شته چې د نړیوالو په ذهنونو کې يې د افغانستان په اړه د جنګ او جګړو تصویر له منځه وړی دی، خو نور هم کار کول په کار دي. دی وايي چې باید د یوه بل له پښو کاڼي ونه باسو بلکې یوه بل ته لاس سره ورکړو او دا وطن پخپله جوړ کړو.

ګل ولي پسرلی وايي چې که موږ ځوانان په ګډه او صادقانه د خپل وطن لپاره کار وکړو نو یو وخت به داسې راشي چې موږ به نورو هيوادونو ته نه بلکې نور به زموږ هېواد ته په کارونو او د ښه ژوند په موندلو پسې راځي.

د ښاغلي پسرلي په دې هیله دې زموږ هم آمین وي او په دې تمه چې د ده دغه ارمان یوه ورځ رنګ راوړي، ننۍ تاندې څانګې پای ته رسوو. دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ:

facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:www.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: shafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG