د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

په واده کې بې ځایه لګښتونه او د نجلۍ په راتلونکي ژوند یې ناوړه اغیزې


په روانه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې ځینې کورنۍ مخکې له دې چې له یوې کورنۍ سره خېښي وکړي د هلک له کورنۍ سره ډیره ښه رویه کوي؛ خو چې څنګه دسمال ورکړي نو بیا د دوی غوښتنې شروع شي چې دا کار بیا په آینده کې نجلۍ ته ګڼې ستونزې راولاړوي؛ وروسته بیا کله چې نجلۍ د خسر کورته ځي؛ هغوی هم ټوله غوصه له نجلۍ نه باسي چې د دغه ناوړه دود په خاطر د نجلۍ ژوند د خسر په کاله له ربړو او مشکلاتو سره مخ کیږي.

کله کله ځینې کورنۍ مخکې له دې نه چې لور یې د یوې کورنۍ زوی ته ورکړي هغې کورنۍ سره ډیره ښه رویه کوي، خو کله چې یې لور د هغه هلک په نوم شوه نو بیا د لور له خسرګنۍ څخهرنګارنګ غوښتنې کوي د ولور په نوم ډیرې پیسې ترې اخلي، ډیره طلا پرې ږدي او کله کله آن د لور لپاره د مستقل کور غوښتنه هم کوي.

دوی دې خبرې ته هیڅ پام نه کوي چې مقابل لوری د دوی د ټولو غوښتنو د پوره کولو توان لري او کنه او تر ټولو مهمه خبره دا چې دوی د خپلې لور راتلونکې ژوند په نظر کې نه نیسي او همدا علت دی چې بیا په کورنیو کې تاوتریخوالی پیدا کیږي اوله نوې واده شوې ناوې سره په دې خاطر چې پلار یې ورسره د واده پر مهال ښه نه و کړي ښه رویه نه کوي، کله چې نجلۍ خپل نوي کور ته راځي نو سم دستي ورته پیغورونه ورکوي چې پلار دې له موږ نه ډیرې پیسې واخستې، ته یې په موږ خرڅه کړې یې او دې ته ورته خبرې چې نجلۍ د خپلې کورنۍ په خاطر زغمي او په ځینو حالاتو کې آن ټول هغه شیان هم ترې اخلي چې د واده پر مهال ورته اخستل شوي وي.

د کابل اوسیدونکې نسرین وایي ځینې کورنۍ داسې دي چې کله یی یوه کورنۍ خوښه شي نو په لومړیو کې د هلک له کورنۍ سره ښه رویه کوي او ورته وایي چې موږ په تاسې هیڅ مصرف نه کوو خو کله چې نجلۍ ورسره نامزد شي نو بیا یې غوښتنې ډیرې شي او د هلک په کورنۍ رنګارګ فرمایشونه ږدي چې په نتیجه کې نجلۍ ضرر ویني.

دیني عالم محمدالله سید زاده وایي کله چې یوه کورنۍ له بلې سره دوستي کوي نو ډیر کوښښ دې په دې وشي چې لګښتونه ډیر کم وي او د نجلۍ کورنۍ دې هم داسې نه کوي چې په مختلفو بهانو د هلک په کورنۍ مصارف ډیر کړي چې دا یو ناورا کار دی

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG