په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر اصغرخان اڅکزي د پاکستاني پوځ هغه ادعاوې بېځايه بللې چې وايي په شمالي وزيرستان کې يې د ضربِ عزب په عملياتو کې ترهګر په بشپړه توګه ځپلي دي.
نوموړى وايي، ترهګر هم چې هر چېرې وغواړي حملې کوي.
اصغر اڅکزى وايي، په کوټه او چارسده کې د ترهګرۍ وروستۍ حملې پر غربي لوري د ګوادر- کاشغر اقتصادي لارې د جوړېدو د مخنيوي دسيسه ده.
له اصغرخان اڅکزي سره په کوټه کې د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده: