د افغانستان په شمال ختيځ زون کې د پوليسو عمومي قوماندان وايي، په کندز ولايت کې به د بهرنيو جنګياليو پرضد په څو پړاوونو کې پراخ پوځي عمليات وشي.
شېر عزيز کامه وال ازادي راډيو ته وويل، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ تر پوځي عملياتو وروسته ګڼ سخت دريځي وسله وال د افغانستان شمال ته لاړل او هلته ځاى پر ځاى شول.
تر دې مخکې د کندز د امام صاحب ولسوال امام الدين قريشي اندېښنه څرګنده کړې وه چې په دې ولسوالۍ کې د تاجکستان او نورو هېوادونو ګڼ سخت دريځي وسله وال حضور لري.
صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې په شمال ختيځ کې زون کې د پوليسو د ٨٠٨ زون له قوماندان لوى پاسوال شېر عزيز کاموال نه د پوښتنه وکړه چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د بهرنيو جنګياليو پرضد تر اوسه څه اقدامات شوي دي؟