د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د لوګر یوه اوسیدونکي یوه غرنۍ پیشوکابل ژوبڼ ته ډالۍ کړه


د لوګر یوه اوسیدونکي یوه غرنۍ پیشوکابل ژوبڼ ته ډالۍ کړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لوګر ولایت یوه اوسیدونکي یوه غرنۍ پیشوکابل ژوبڼ ته ډالۍ کړه. دغه پيشو د نوموړي کس په غوښتنه د ازادۍ راډیوپه همکارۍ کابل ژوبڼ ته وسپارل شوه. د کابل ژوبڼ مسوولین وايي، دا ډول پیشوګانې په افغانستان کې لږ دي او د منځه تللوپه حالت کې دي. حبیب الرحمن د لوګر ولایت د مس عینک کان د سیمې اوسیدونکې دی. حبیب الرحمن له ازادی راډیو سره په ټيلیفوني تماس کې وغوښتل چې د ده په وسیله نیول شوې غرنۍ پیشو دې د راډیو په همکارۍ کابل ژوبڼ ته وسپارل شي. دغه غرنی پیشوچې ساری یې په کابل ژوبڼ کې نشته د چهارشنبې په ورځ له لوګر ولایت څخه په یوه قفس کې کابل ته راوړل شوه.

XS
SM
MD
LG