د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ ښوونځي تړل شوي


د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ ښوونځي تړل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00

د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ ښوونکو د اعتراض په ډول د دې ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي او وايي؛ د دوی دغه اعتراض به ترهغه وخته پورې دوام وکړي ترڅو يې ځمکې له غاصبینو نه وي خلاصې شوي. د دې ولسوالۍ یو شمېرښوونکو د پنجشنبې په ورځ د خپلې اعتراضيه غونډې پر مهال ازادۍ راډیو سره په مرکو کې وویل چې دوی ته د پخواني ولسمشر په فرمان په دې ولسوالۍ کې دوه ښارګوټي منظورشوي و چې اوس غاصبینو له خوا لاندې شوي. دوی په دې برخه کې سیمه ييزچارواکي هم پړه وګڼل او وويل چې د غاصبینو د نیونې پرځای د هغوی څخه حمایت کوي: "زه زيارت ګل د شګې ښوونځي معلم یم موږ دغه اعتراضيه غونډه چې کړې ده ترهغې پورې به دا اعتراض دوام لري چې د غاصبینو مخنیوی نه وي شوی. زما په نظر دلته د معلم غږ نه اوریدل کیږي او د غاصبینو سره مراعت کیږي دوی ورسره لاس لري. زما نوم معلم عبدالاحد دی ما دوه ویشت کاله خدمت کړی دی،موږ ته د ولسمشر فرمان په اساس نومورې راکړې اوس چارواکي او غاصبين سره ملګري شوي زموږ حقوق نه راکول کيږي معلمانو ته بد او رد ویل کیږي. ښوونکی: دلته معلم لاړ شي چې خپله نومره واخلي هلته غاصب ولاړ وي معلم ته کنځلې کوي او پولیس ولاړ وي څه نه ورته وايي بیا پړه هم موږ یو." د دې ولسوالۍ د ښوونکو اتحادیه مسول نوراني خاورين ازادۍ راډيو ته وویل چې ددې ولسوالۍ مسولین د غاصبینو مخه نه نيسي.

XS
SM
MD
LG