د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

په ننګرهار کې ۱۶۹ میله وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې


په ننګرهار کې ۱۶۹ میله وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

افغان ګډو او امنيتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د امنیه قومندانۍ په انګړکې په لسګونو میله درنې اوس سپکې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې. په دې مراسمو کې د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وویل چې دا وسلې د تیرو دوومیاشتو په موده کې په چاڼيزو او جنګي عملياتو کې نیولې وې چې اوس يې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې: ((سږکال په تیرو دوومیاشتو جریان کې تاسې وینئ چې یو سلونهه شپیته میله وسلې چې په دې کې کلاشینکوفونه، تفنګچې، راکټ انداز او پیکا وسلې شامل دي، دا د ډایاک پروګرام ته تسلیموو، کله چې په ننګرهارکې وسله راټوله شوه، په هغه سیمه کې به امن هم راځي.)) بل خوا په ختیځه سیمه کې د ډایاک پروسې مسول جنرال جوهردولتزي په خپلوخبرو کې له امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې تل يې راټولې کړې وسلې په وخت سره د ډایاک پروسې ته سپارلي.

XS
SM
MD
LG