د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو نن په کابل کې مظاهره وکړه


د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو نن په کابل کې مظاهره وکړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د ننګرهار د ځینو ناامنه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو نن په کابل کې مظاهره وکړه. مظاهره چیانو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده د داعش په ضد او د افغان ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکول. د مظاهرې ګډونوال او قومي مشر عزیزالله شینواري ازادي راډيو ته وویل، په ننګرهار کې د داعش پر ضد د حکومت پوځي عملیات ګټور نه دي. دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار په اچین، کوټ، شینوارو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې له یو کال راهیسې داعش فعالیت لري چې حکومت یې په وړاندې عملیات هم کړي. دفاع وزارت وايي چې اوس هم په یادو سیمو کې د داعش په وړاندې عملیات روان دي. راپور او ویډیو:محمد ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG