د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

په کابل کې انتحاري حملې د ملي اردو۷تنه سرتیري ووژل


په کابل کې انتحاري حملې د ملي اردو۷تنه سرتیري ووژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

دفاع وزارت وایې، په کابل کې نن سهارپه دوو انتحاري حملوکې د ملي اردو اووه سرتیري وژل شوي او اولس تنه ټپیان دي. د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي نن ازادۍ راډیوته وویل، چې دغه پيښې د کابل ښارد کارتې چهارپه سیمه او ده سبز ولسوالۍ کې شوي دي: ″په کارتې چهار کې په لومړنی انتحاري حملې کې د ملي اردو اووه سرتیري ووژل شول او پنځلس تنه ټپیان شوه. په دوهمه پيښه کې چې د ده سبز مربوط د تنګي تره خیل په سیمه کې وشوه، زموږ دوه برید ملان ټپیان شوي دي.″ ښاغلی عظیمي وایې، په نننیو انتحاري حملو کې په ده سبزکې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي. طالبانو په کابل کې د نن ورځې انتحاري حملو مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG