د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

اردوغان د ترکيي ولسمشریز انتخاباتو وګټل


اردوغان د ترکيي ولسمشریز انتخاباتو وګټل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

ردوغان په پرونۍ ټاکنو کې شا او خوا ۵۲ سلنه رايې تر لاسه کړې. د ده د لوړې مراسم به د اګست په ۲۸مه وي. اردوغان د ۲۰۰۳م کال راپه دې خوا د ترکيې صدراعظم دی. د ده د ګوند د اصولو له مخې ده نه شوای کولی چې؛ د درېیم ځل لپاره دې ځان دغه دندې ته کانديد کړي. د انتخاباتو له ګټلو وروسته ده د خپل ګوند؛ چې عدالت او پرمختګ نوميږي، له مرکزه په وينا کې وويل: "نن يو دور پای ته ورسېد او موږ د يوه نوي دور پر لور خپل لومړی پل اخلو. راځئ نن د ټولنيزې پخلاينې يو نوی دور پیل کړو او پخوانۍ خبرې په پخوانۍ ترکیه کې پرېږدو." له ټاکنو مخکې ده ويلي وو چې؛ که دی دا ټاکنې وګټي، دی به د ترکيې اساسي قانون بدل کړي او ولسمشر ته به اجرايي واک ورکړي.

XS
SM
MD
LG