د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

ملګري ملتونه: په نړیوال بازار کې د افغانستان د کيمياوي نشه يي موادو ونډه ډېره شوې


پروسس شوې نشه يي توکي
پروسس شوې نشه يي توکي

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د کيمياوي نشه يي موادو په جوړولو او قاچاقو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

دوه راپورونه چې تازه د ملګرو ملتونو له خوا خپاره شوي پکې راغلي چې، په افغانستان کې د کيمياوي نشه يي موادو جوړول ډېر شوي او بهرنیو هېوادونو ته يې قاچاق هم ډېر شوی دی.

لس مياشتې کېږي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، نشه يي موادو د توليد او قاچاقو د وضعيت په اړه هيڅ يوې خپلواکې کورنۍ او بهرنۍ ادارې څېړنه نه ده کړې، خو ځينو بهرنیو ادارو په دې اړه د خپلو تخميني څېړنو نتایج خپاره کړي دي.

په يوه تازه راپور کې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته وړاندې شوی راغلي چې، په افغانستان کې په وروستيو دوو کالو کې د کېمياوي نشه يي موادو، په تېره بيا ښیښې او هيرويينو جوړول ډېر شوي دي.

په دې راپور کې ويل شوي، که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو داسې نښې نښانې نه تر سترګو کېږي چې د طالبانو د حکومت دا کار به د نشه يي موادو جوړول او قاچاق کم کړي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين ملا عبدالحق همکار وايي چې، دوی د کېمياوي نشه يي موادو جوړول هم منع کړي او کاروباريانو ته به يې جزا ورکول کېږي.

نوموړی وايي: "

موږ د ښیښې جوړول په مطلق ډول بند کړي او نور هغه نشه يي مواد هم مطلق منع شوي چې له کښت سره اړه نه لري

. خرڅوونکي او قاچاق کوونکي به يې نيول کېږي او محکمو ته به سپارل کېږي."

څلور ورځې مخکې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې له خوا يو راپور خپور شو، د دې راپور نتايج ښيي چې، په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په اسيا کې تر يوه ميلیارډ ډېرې نشه يي ګولۍ نيول شوي دي.

د کېمياوي نشه يي موادو په لړ کې د هيرويينو او ښیښې په ګډون دوه زره کيلوګرامه ګرامه هغه نشه يي مواد هم شامل دي چې په افغانستان کې جوړ شوي وو.

دا نشه يي مواد داسې مهال نيول شوي چې په پام کې وه له افغانستان څخه د بالکان هېوادونو ته قاچاق شي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کریم اتل د افغانستان ستونزو، په تېره بيا د نشه يي موادو په برخه کې ستونزو ته پام نه کول د اندېښنې وړ بولي او له نړیوالو ټولنو څخه غواړي چې، په افغانستان کې د نشه يي موادو جوړولو او قاچاقو د مخنيوي په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړی وايي: "تر څو چې افغانستان ته جدي پاملرنه و نه‌شي، په تېره بیا د امنيت شورا له خوا څخه پام ورته و نه شي، کېدای شي د نشه يي موادو جوړولو لړۍ په چټک ډول سره دوام ولري او ګټه يې هم زموږ هېوادوالو ته نه رسېږي، ډېره ګټه يې پردیو، نړیوالو او هغو خلکو ته رسېږي چې پر ضد يې بحث کوي."

په افغانستان کې د کيمياوي نشه يي موادو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښې داسې مهال راپورته کېږي چې، د معتادینو د درملنې مرکزونو ته د معتادينو د ورتګ بهير هم دا په ډاګه کوي چې، په افغانستان کې د هېروينو، ښیښې او نشه يي ګوليو اعتياد ډېر شوی دی.
-----------------------

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک
  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG