د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

هره ورځ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو کال تر ټولو مهمې پېښې


د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال - د تېر کال مهمې پېښې

د طالبانو تر واک لاندې تېر یو کال د افغانستان او افغانانو لپاره له ډراماتیکو بدلونونو ډک وو. د لوږې او بې‌وزلۍ تر زیاتېدو رانیولې د نجونو د ښوونځیو تر تړل کېدو، طبیعي ناورینونو، د ښځو تر اعتراضونو او د افغانستان له نویو واکمنو سره د نړیوالې ټولنې په چلند کې تر لوړو ژورو.

په تېر یو کال کې ډېر بدلونونه رامنځ ته شول، دلته د دغه کال ځینې مهمې پېښې او بدلونونه په ترتیب راټول شوي دي.

۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴-۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه

  • بیا واک ته رسېدل

    د افغان امنیتي ځواکونو او د هغو د امریکایي متحدانو پر ضد د کلونو "وسله‌وال بغاوت، وسله‌والې مبارزې، یا شخړو" په نتیجه کې طالبانو د یکشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنه کابل ونیو.

مخکې له دې چې طالبان کابل ته ننوځي، خبر خپور شو چې د افغانستان مخکېنی ولسمشر اشرف غني او د جمهوري نظام یو شمېر جګپوړي چارواکي یې په څو هیلکوپټرو کې د جمهوري ریاست له ماڼۍ ووتل.

۱۴۰۰ کال د زمري ۲۶مه-۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۷مه

  • هغه څېره چې له کلونو وروسته راڅرګنده شوه
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې له کلونو راهیسې یې د ټیلیفون له لارې له رسنیو سره خبرې کولې، په لومړي ځل د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۷مه د کابل له نیولو دوه ورځې وروسته په یوه خبري غونډه کې څرګند شو. تر دې وړاندې د مجاهد تصویر نه‌و خپور شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې له کلونو راهیسې یې د ټیلیفون له لارې له رسنیو سره خبرې کولې، په لومړي ځل د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۷مه د کابل له نیولو دوه ورځې وروسته په یوه خبري غونډه کې څرګند شو. تر دې وړاندې د مجاهد تصویر نه‌و خپور شوی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې د ورځې په ماښام په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې رسنیو ته خپله څېره وښوده. هغه وویل چې له چا به غچ وانه‌خیستل شي او د نوي حکومت د جوړولو پر سر جدي بحثونه روان دي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۶مه-۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۷مه

  • عمومي بخښنه

په داسې حال کې چې په زرګونه کسانو له افغانستانه د وتلو په نیت د کابل پر هوایي ډګر هجوم وروړی و، طالبانو د سې شنبې په ورځ د ټولو دولتي کارکوونکو لپاره عمومي عفوه اعلان کړه.

په اعلامیه کې له ټولو، ښځو او نارینه‌وو وغوښتل شول چې خپلو عادي کارونو ته دې وروګرځي.

د ۱۴۰۰ کال د وږې ۴مه-د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۲۶مه

  • خونړۍ چاودنه

دوو انتحاري حمله کونکوو او څو وسله‌والو د خلکو پر هغې ګڼه ګوڼې چې په کابل هوایي ډګر یې هجوم وروړی و، برید وکړ.

دغه پېښه سبب شوه چې د هغو کسانو د انتقال وروستۍ ورځې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دې هېواده تښتېدل، د وحشت پر صحنې بدله شي. دغه پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې خپل نږدې ۲۰ کلن مأموریت بشپړاوه.

د اګست په ۲۶مه، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې طالب جنګیالي د غبرګو انتحاري بریدونو ځای ته ګوري. په دغو بریدونو کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په شمول ۱۸۰ تنه ووژل شول. داعش یا د اسلامي دولت ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
د اګست په ۲۶مه، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې طالب جنګیالي د غبرګو انتحاري بریدونو ځای ته ګوري. په دغو بریدونو کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په شمول ۱۸۰ تنه ووژل شول. داعش یا د اسلامي دولت ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې افغان او امریکایي چارواکو هغه مهال وویل چې په دغه برید کې لږترلږه ۶۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.

د دغه برید مسؤلیت د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې، یا داعش ومانه.

د ۱۴۰۰ کال د وږې ۸مه-د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۳۰مه

  • په افغانستان کې د امریکا د نږدې ۲۰ کلنې جګړې پای

وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت او دغه جګړه‌ځپلی هېواد یې د طالبانو واکمنۍ ته پرېښود.

څو ساعته وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې له تېروتنو باید زده‌کړه وشي.

له وتلو مخکې، امریکایي ځواکونو او متحدانو یې له افغانستانه د خلکو د لېږدولو په له ګډوډیو ډکه لړۍ کې له ۱۲۰ زره زیات کسان وایستل.

د ۱۴۰۰ کال د وږې ۱۳مه-د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۴مه

  • د ای‌اېس‌ای د وخت رئیس په کابل کې

د پاکستان د پوځي استخباراتو د وخت رئیس جنرال فیض حمید کابل ته له ننوتو وروسته د کابل په عصري هوټل، سرینا کې ولیدل شو.

د پاکستان د پوځي استخباراتو (ای‌اېس‌ای) د هغه مهال رئیس جنرال فیض حمید د طالبانو له واک ته رسېدو څو ورځې وروسته کابل ته لاړ. په دې عکس کې جنرال حمید په سرینا هوټل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د چای له پیالې سره لیدل کېږي. د ده د پیالې راز راز تعبیرونه وشول او له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شو.
د پاکستان د پوځي استخباراتو (ای‌اېس‌ای) د هغه مهال رئیس جنرال فیض حمید د طالبانو له واک ته رسېدو څو ورځې وروسته کابل ته لاړ. په دې عکس کې جنرال حمید په سرینا هوټل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د چای له پیالې سره لیدل کېږي. د ده د پیالې راز راز تعبیرونه وشول او له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شو.

په هغې وېډیو کې هم چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، یوې لوېدیځې خبریالې له جنرال حمید څخه وپوښتل چې په راتلونکي کې به په افغانستان کې څه پېښ شي. جنرال حمید داسې ځواب ورکړ: " اندیښنه مه‌لرئ، هر څه به سم شي."

دغه پاکستانی جنرال داسې مهال کابل ته داخل شو چې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو او د طالبانو ضد د مقاومت د ملي جبهې په نوم ډلې د وسله‌والو ترمنځ نښتې روانې وې.

د ۱۴۰۰ کال د وږې ۱۴مه-د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۵مه

  • د یوه ویاند مړینه

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې ویاند فهیم دشتي په پنجشېر کې د جګړې په جریان کې ووژل شو.

د دغې جبهې مشر احمد مسعود د یکشنبې په ماښام په خپله انستاګرام پاڼه کې د دشتي یو تصویر خپور کړ او ویې‌لیکل چې نوموړي چې "پر احمدشاه مسعود په حمله کې یې یوه سترګه ژوبله شوې وه، پر پنجشېر په بله حمله کې خپل ځان له لاسه ورکړ."

فهیم دشتي په افغانستان کې یو پېژندل شوی خبریال او د بیان د ازادۍ یو ملاتړی و.

د ۱۴۰۰ کال د وږې ۱۵مه-د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۶مه

  • وروستی ولایت

طالبانو اعلان وکړ چې پنجشېر ولایت‌یې ونیوه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېده، خو په پنجشېر کې د طالبانو ضد جبهې یوه ویاند وویل چې جګړه لا روانه ده.

د ۱۴۰۰ کال د وږې ۱۵مه-د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۶مه

  • د طالبانو پر ضد (پاڅون) اعلان
د «مقاومت د ملي جبهې» په نوم د طالبانو ضد ډلې مشر احمد مسعود
د «مقاومت د ملي جبهې» په نوم د طالبانو ضد ډلې مشر احمد مسعود

د «مقاومت د ملي جبهې» په نوم د طالبانو ضد ډلې مشر احمد مسعود په یوه صوتي وینا کې د طالبانو ضد د (عمومي پاڅون) غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه پنجشېر ته د طالبانو له ننوتو وروسته وشوه.

د ۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶مه-د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۷مه

په کابل کې اعتراضونه

د احمد مسعود له غوښتنې یوه ورځ وروسته سلګونه معترضان چې ډېری یې ښځې وې، د طالبانو ضد مظاهرو لپاره د کابل واټونو ته راووتل.

هغوی د ازادي غوښتنه کوله او د پاکستان ضد شعارونه‌یې ورکول، خو د طالبانو وسله‌والو په هوایي ډزو سره مظاهره کوونکي تیت او پرک کړل.

د ۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶مه-د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۷مه

  • له ښځو پرته کابینه

طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ټول ۳۳ غړي یې نارینه او د طالبانو نږدې څېرې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې اندېښنه وښوده او ویې‌ویل چې د طالبانو په کابینه کې هېڅ یوه ښځه نه‌شته او دا چې یوازې طالبان او سابقه لرونکې څېرې په‌کې دي، د اندېښنې وړده، خو په بیان کې دا هم ویل شوي چې د نوي حکومت په اړه به‌یې له اقداماتو قضاوت وشي.

د ۱۴۰۰ کال د تلې ۱۶مه-د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۸مه

  • په کندز کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د داعش برید
This image contains sensitive content which some people may find offensive or disturbing.
په کندز ولایت کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د انتحاري برید قربانیان. څو سړي د یوه وژل شوي کس د بدن غړي وړي. (ګرافیک)
په کندز ولایت کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د انتحاري برید قربانیان. څو سړي د یوه وژل شوي کس د بدن غړي وړي. (ګرافیک)
This image contains sensitive content which some people may find offensive or disturbing - Click to reveal
په کندز ولایت کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د انتحاري برید قربانیان. څو سړي د یوه وژل شوي کس د بدن غړي وړي. (ګرافیک)

د داعش یوه انتحاري د جمعې په ورځ د کندز په یوه جومات کې چې له شیعه عبادت کوونکو ډک و، برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۴۶ تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شول.

د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې، په سیمه کې داعش پورې تړلې ډلې بم اچوونکی "اویغوري مسلمان" و.

د ۱۴۰۰ کال د تلې ۲۳مه-د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۱۵مه

د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته تر ټولو خونړۍ ورځ

د طالبانو یوه چارواکي وویل چې یوه انتحاري په کندهار کې د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځان والوازه چې لږ تر لږه ۴۷ کسان‌یې ووژل او ۷۰ تنه نور یې ژوبل کړل.

داعش د دغه برید مسؤلیت واخیست.

د ۱۴۰۰ کال د تلې ۲۸مه-د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۲۰مه

  • طالبان په مسکو کې

مسکو د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه و چې د طالبانو او د ګاونډیو هېوادونو جګپوړو استازو په‌کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې ګډونوالو د یوه ټول‌شموله حکومت غوښتنه وکړه. له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د لوژیستکي دلایلو په خاطر به په دې غونډه کې ګډون ونه‌شي کړای.

د ۱۴۰۰ کال د لړم ۵مه-د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۲۷مه

  • د افغانستان ګاونډیان په تهران کې
د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیران
د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیران

د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو حضوري او د مسکو او چین هغو په مجازي ډول د تهران په غونډه کې ګډون وکړ.

دوی په ټوله کې د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړېدو چې په‌کې د افغانستان "ټول قومونه او اقلیتونه" شامل وي، غوښتنه وکړه، خو د طالبانو استازي دې غونډې ته نه‌وو بلل شوي.

د ۱۴۰۰ کال د لړم ۱۹مه-د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۱۰مه

  • د هند امنیتي غونډه

د ډېلي په سیمه‌ییزه امنیتي غونډه کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د طالبانو استازي نه‌وو وربلل شوي او د پاکستان او چین استازو په‌کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، ایران او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی و. د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال وویل چې په افغانستان کې وروستۍ پېښې به هم د دې هېواد خلکو او هم‌یې ګاونډیانو او سیمې ته نتیجې ولري.

د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۸مه-د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۲۹مه

  • له طالبانو سره د امریکایي چارواکو کتنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي خانګړي استازي توماس وېسټ په مشرۍ یوه امریکایي پلاوي په قطر کې د طالبانو له جګپوړو استازو سره خبرې وکړې.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکایي چارواکو له بشري حقونو څخه د سرغړونو د جدي ادعاوو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي، عمومي بخښنه دې عملي او د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو لپاره دې نور ګامونه پورته کړي.

د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۲۸مه-د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر ۱۹مه

  • پاکستان د اسلامي هېوادونو د یوه کنفرانس کوربه
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون پر مهال
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون پر مهال

اسلامي همکارۍ سازمان غړو د افغانستان په اړه په اسلام‌اباد کې غونډه وکړه.

د ملګرو ملتونو استازو او د متحده ایالاتو، بریتانیا او جرمني په څېر د یو شمېر بسپنه ورکوونکو هېوادونو استازو هم په‌کې ګډون وکړ.

د یکشنبې د ورځې په دې غونډه کې د افغانستان څوکۍ له درې رنګه بیرغ سره خالي وه او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه بله، بې‌بیرغه څوکۍ کې ناست و.

د ملګرو ملتونو استازي وویل چې دا اداره هڅه کوي چې راتلونکی کال د افغانستان لپاره د یوه کال لپاره د څلورنیم ملیارده ډالرو غوښتنه مطرح کړي.

د ۱۴۰۰ کال د مرغومې ۲۵مه-د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۵مه

  • د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره ژمنه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وویل چې هیله‌من دي د مارچ میاشتې تر پایه په افغانستان کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي، هغه ژمنه چې تر اوسه نه‌ده عملي شوې.

د تېر کال په دوبي کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نجونې ن‌دي توانېدلي چې منځیو ښوونځیو او لېسو ته لاړې شي.

پر افغانستان د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ په کلونو کې له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې هم نجونې له ښوونځي منع کړای شوې وې او ښځې هم له کار او تحصیل څخه.

د طالبانو د مذهبي چارو پولیسو هغه مهال هر هغه څوک چې قوانین به‌یې تر پښو لاندې کول، په درو وهل او اعدامونه په عام محضر کې ترسره کېدل.

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې ۱مه-د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۲۱مه

  • د طالبانو یو ۱۵ کسیز پلاوی ناروې ته ولاړ
طالبانو وویل چې ناروې د دې پلاوي د ورتګ بلنه ورکړې.
طالبانو وویل چې ناروې د دې پلاوي د ورتګ بلنه ورکړې.

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو ۱۵ کسیز پلاوی له کابله ناروې ته ولاړ.

طالبانو وویل چې ناروې د دې پلاوي د ورتګ بلنه ورکړې.

د امیر خان متقي په مشرۍ دې پلاوي په ناروې کې د اروپايي او امریکايي ډیپلوماتانو، د ښځو او بشري حقونو له فعالانو او یو شمېر افغانانو سره وکتل.

په دې کتنو کې د طالبانو له پلاوي د هغو څلور ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه چې طالبانو تري تمې کړې وې.

همدارنګه فعالانو او ډیپلوماتانو د طالبانو له هیئت وغوښتل چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي او ښځو ته دې د کار کولو اجازه ورکړي.

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې ۱۱مه-د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۳۱مه

  • ملګرو ملتونو وویل د پخواني حکومت کارکوونکي وژل شوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش د دې سازمان د امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په یو راپور کې وویل له هغې ورځې چې افغانستان کې بیاځلي طالبان واکمن شوي، د پخواني دولت تر ۱۰۰ زیات پخواني چارواکي او کارکوونکي وژل شوي دي.

د ګوترش په دې راپور کې ویل شوي و چې د ادعاوو له مخې د دې وژنو دوه پر درې برخه‌یې طالبانو یا په طالبانو پورې تړلو کسانو ته راجع کېږي. طالبانو دا راپور رد کړ، ځینې وژنې یې د شخصي دښمنیو پایله وبلله او ویې‌ویل چې دوی د خپل مشر د عمومي بخښنې فرمان ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې ۱۳مه-د ۲۰۲۲ کال د فبروري ۲مه

  • یو شمېر تړلي دولتي پوهنتونونه پرانیستل شول

یو شمېر دولتي پوهنتونونه چې د طالبانو له واکمنېدو راوروسته تړلي وو، پرانیستل شول او نجونو زده‌کوونکو ته هم د یو لړ شرایطو په مراعتولو پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړل شوه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبورا لاینز په شمول یو شمېر نړیوالو او کورنیو فعالانو د پوهنتونو د پرانیستو هرکلی وکړ، خو د طالبانو له مشرانو یې وغوښتل چې له شپږم ټولکي پورته نجونو ته هم ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې ۲۲مه-د ۲۰۲۲ کال د فبروري ۱۱مه

  • جو بایډن د افغانستان بانک د ۷ میلیارده ډالر پانګې د وېش امر وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یو اجرائیوي فرمان کې د افغانستان بانک له کنګل شوې پانګې څخه د اوو میلیارده ډالرو د وېش امر وکړ.

د بایډن د دې فرمان له مخې به د افغانستان د دې شتمنۍ نمايي برخه د محکمې له پرېکړې وروسته د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي او نمايي به‌یې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ازادېږي.

د بایډن دا پرېکړه د طالبانو حکومت په شمول یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو وغندله او دا یې د افغانستان د خلکو پیسې وبللې.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې ۲۳مه-د ۲۰۲۲ کال د فبروري ۱۲مه

  • طالبانو څلور ورکې ښځینه فعالانې خوشې کړې

له کابله راپورونه خپاره شول چې هغه څلور تري تم شوې ښځینه فعالانې خوشې شوې چې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوې وې.

په دې فعالانو کې چې ځینې یې میاشتې نادرکه وې تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم‌خېل، مرسل عیار او زهرا محمدي شاملې وې.

یوناما هغه مهال په یو اعلامیه کې د دې فعالانو د خوشې کېدو پر خبر سربېره د دوی د خوشې کېدو هرکلی وکړ.

دا څو تنه په کابل کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د معترضو ښځو سرلارې بلل کېدې چې تر خوشې کېدو وروسته په اعتراضونو کې ونه‌لیدل شوې.

د ۱۴۰۰ کال د کب ۱۴مه-د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۵مه

  • حقاني د لومړي ځل لپاره عام محضر کې څرګند شو

د حقاني شبکې مشر سراج‌الدین حقاني چې ډېر کلونه تر تعقیب لاندې و او ان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې یې هم څېره نه‌وه لیدل شوې، په یوه غونډه کې د رسنیو په وړاندې څرګند شو.

نوموړی د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست دی.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په لومړي ځل د رسنیو پر مخ راښکاره او دا تصویر یې خپور شو. سراج‌الدین حقاني چې حقاني شبکې مشر او د طالبانو د رهبر مرستیال هم دی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته‌یې هم تر ډېرو پورې اجازه نه‌ورکوله چې تصویر یې خپور شي. حقاني د «اېف‌بي‌ای» تر تعقیب لاندې کسانو په لېست کې دی او پر سر یې ۱۰ ملیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په لومړي ځل د رسنیو پر مخ راښکاره او دا تصویر یې خپور شو. سراج‌الدین حقاني چې حقاني شبکې مشر او د طالبانو د رهبر مرستیال هم دی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته‌یې هم تر ډېرو پورې اجازه نه‌ورکوله چې تصویر یې خپور شي. حقاني د «اېف‌بي‌ای» تر تعقیب لاندې کسانو په لېست کې دی او پر سر یې ۱۰ ملیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.

د ۱۴۰۰ کال د کب ۱۷مه-د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۸مه

  • پخوانیو پالېسیو ته ستنېدنه، د ښځې د ورځې په لمانځلو بندیز

له ۲۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره افغان ښځو ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځي.

طالبانو په یو پیغام کې روښانه وویل چې "دا ورځ د افغانستان له ښځو سره تړاو نه‌لري" او لمانځل‌یې د افغانستان د کلتور او عنعناتو سره مناسب نه‌دي.

د ۱۴۰۰ کال د کب ۲۰مه-د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۱مه

  • د ښځو او سړیو په وړاندې محدودیتونه زیات شول

د طالبانو د امر بالمعروف ادارې اعلان وکړ چې له دې وروسته دې د ښځینه حمامونو دروازې د ښځو په وړاندې تړلې وي او حمامونو ته ښځو تګ منعه دی.

دوی همدارنګه وویل ، هېڅ نايي حق نه‌لري چې د لوېدیځو نارینه‌وو په څېر د افغان سړیو ږیرې او وېښته جوړ کړي.

د مخکېني افغان حکومت د ښځو چارو وزارت چې طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت باندې بدل کړی
د مخکېني افغان حکومت د ښځو چارو وزارت چې طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت باندې بدل کړی

د ۱۴۰۰ کال د کب ۲۵مه-د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۶مه

  • هېواد ته د شخصیتونو د دعوت کمېسون جوړ شو

د طالبانو کابینې "د سیاسي او فرهنګي شخصیتونو د دعوت کمېسیون" جوړ کړ او د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب‌الدین دلاور ته‌یې دنده وسپارله څو د دې کمېسیون چارې سمبالې کړي او هغه افغان شخصیتونه چې له هېواد وتلي، بېرته‌یې ستنېدو ته راوبولي.

د ۱۴۰۰ کال د کب ۲۸مه-د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۹مه

  • د ښوونځیو ښځینه زده‌کوونکو ته کاذبه هیله

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې نجونې اجازه لري چې راتلونکې اوونۍ ښوونځیو ته ستنې شي. هغه څه چې لا هم عملي شوې نه‌دي.

د ۱۴۰۰ کال د کب ۲۹مه-د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۰مه

  • د سلګونو قاضیانو ګوښه کول

طالبانو دوه نیم زره پخواني قاضیان او څارنوالان له دندو لیرې کړل او په مرکز او ولایتونو کې یې عملاً د قضايي ادارو د چارو واګې خپلې کړې.

په لیرې شویو قاضیانو او څارنوالانو کې سلګونه ښځې قاضیانې او څارنوالانې هم وې چې له دندو لیرې شوې.

د افغانستان سترې محکمې یو شمېر ګوښه شوي قاضیان او کارکوونکي
د افغانستان سترې محکمې یو شمېر ګوښه شوي قاضیان او کارکوونکي

د ۱۴۰۰ کال د کب ۳۰مه-د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۱مه

  • د نوروز له لمانځلو سره مخالفت

د طالبانو حکومت په یو بیان کې اعلان وکړ چې نوروز نه‌لمانځي او د افغانستان په کلیز کې به دا ورځ د ولسي جشن په نوم نه‌وي. پر ځای یې د وري پنځمه "د دهقان ورځ " اعلان شوه.

د ۱۴۰۱کال د وري ۳مه-د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۳مه

  • د نجونو زده‌کوونکو له اوښکو ډکې سترګې

د نوي تعلیمي کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو د حکومت د پخوانیو ژمنو پر خلاف، د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې به تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي پاتې شي.

زرګونه نجونې چې د نوي تعلیمي کال د پیل په لومړیو ورځ ښوونځیو ته تللې وې، نهیلې کورونو ته ستنې شوې. ځینو یې هم د ښوونځیو د تړلو دروازو مخې ته وژړل.

په همدې ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هغه وخت ځانګړې استازې دیبورا لاینز، د نجونو د ښوونځیو د نه‌پرانیستو په اړه طالب مشرانو ته د ملګرو ملتونو رسمي اندېښنه او مأیوسي ورسوله.

د ۱۴۰۱ کال د وري ۱۴مه-د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۳مه

  • د نشه يي موادو پر کر او تولید د بندیز اعلان

د طالبانو مشر ملا هب‌الله اخندزاده فرمان ورکړ چې پر بنسټ‌یې افغانستان کې د نشه‌يي موادو کر، تولید او پېر و پلور "ممنوع" شوي.

په فرمان کې یادونه شوې چې له سرغړوونکو سره به د "اسلامي شریعت" سره سم چلند کېږي. کورنیو او بهرنیو څارونکو د دې فرمان د عملي کېدو په شرایطو شک څرګند کړی دی.

د ۱۴۰۱ کال د وري ۱۶مه-د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۵مه

  • د سفر محدودیتونه او د پاسپورټونو د بیا وېش اعلان
هزاران تن برای دریافت پاسپورت به دفتر مرکزی در کابل و ادارات توزیع پاسپورت در ولایات مراجعه کردند
هزاران تن برای دریافت پاسپورت به دفتر مرکزی در کابل و ادارات توزیع پاسپورت در ولایات مراجعه کردند

د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ وېش له سره پیل شو، په زرګونو کسانو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش پر ادارو هجوم ورووړ. دا بهیر له جدي ستونزو او بې‌نظمیو سره مل وو.

د ۱۴۰۱ کال د وري ۲۰مه-د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۹مه

  • د طالبانو د حکومت لپاره لومړنۍ ډیپلوماتیکه بریا

    مسکو پرېکړه وکړه چې په روسیه کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.

د جمال غروال په نوم د طالبانو د حکومت یو ډیپلومات رسماً د سفارت واګې واخیستې او په مسکو کې یې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې د درې رنګه بیرغ پر ځای سپین بیرغ پورته کړ.

د ۱۴۰۱ کال د وري ۲۵مه-د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۱۴مه

  • د طالبانو حکومت رسمي اکاونټ ته د نقدو پیسې د ورتلو دوام

    د افغانستان بانک په ډاګه کړه چې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته‌یې تر دې مهاله شااوخوا ۷۰۰ ملیونه ډالر نقدي مرسته ترلاسه کړې ده. دا مرستې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره شوي، خو ډېر په دې باور دي چې د طالبانو حکومت له دې پیسو د خپلې پیاوړتیا لپاره کار اخلي.

د ۱۴۰۱ کال د غويي ۱مه-د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۲۱مه

  • افغانستان کې پر جوماتونو او سپېڅلو اماکنو د بریدونو د تازه څپې پیل
مزار شریف کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات حمله
مزار شریف کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات حمله

۳۱ لمونځ کوونکي د مزار شریف د "سه دکان" په جومات کې په یو چاودنه کې ووژل شول او نږدې ۹۰ تنه نور په‌کې ټپیان شول. د دې پېښې ډېر قربانیان شیعه افغانان وو.

د داعش د خراسان څانګې د دې برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د ۱۴۰۱ کال د غويي ۷مه-د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۲۷مه

  • له پاکستان سره د یوې نوې سوداګرۍ غوړېدا

د طالبانو حکومت پاکستان ته د ډبرو د سکرو د صادراتو اندازه زیاته کړه.

د طالبانو د کانونو د وزارت د اعلان پر بنسټ پاکستان ته د تېر کال پرتله د ډبرو د سکرو صادرات ۱۶ چنده زیات شوي دي. پاکستان ته په کمه بیه د ډبرو د سکرو صادراتو په ټولنیزو رسنیو کې د عامو افغانانو د انتقادونو او اعتراضونو څپه راپورته کړه.

د ۱۴۰۱ کال د غويي ۱۰مه-د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۳۰مه

  • عبدالله عبدالله له هېواده بهر په سفر کولو وتوانېده

د ملي مصالحې شورا مخکېنی رئیس عبدالله عبدالله چې د جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان کې پاتې و او ویل کېدل چې په کورني حبس کې دی، فرصت ترلاسه کړ څو د اختر تر رارسېدو څو ورځې مخکې له کابل څخه ډېلي ته سفر وکړي.

ښاغلی عبدالله له څه مودې وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

کابل ته د عبدالله عبدالله بېرته راتګ
کابل ته د عبدالله عبدالله بېرته راتګ

د ۱۴۰۱ کال د غويي ۱۷مه-د ۲۰۲۲ کال د مې ۷مه

  • د ښځو د حقونو محدودوونکی فرمان

د طالبانو حکومت افغان ښځو ته د بشپړ حجاب مراعتولو فرمان صادر کړ.

د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو نوی فرمان حکم کوي چې له دې فرمان څخه د سرغړاوي په صورت کې به د "بې‌حجابه ښځې" کور په نښه کېږي او د کور نارینه ته‌یې توصیه او تنبه کېږي او د دوام په صورت کې به د کورنۍ نارینه د درې ورځو لپاره بندي کېږي.

د ۱۴۰۱ کال د غويي ۲۲مه-د ۲۰۲۲ کال د مې ۱۲

  • د هوايي ډګر د نوم بدلون

د کابل نړیوال هوايي ډګر چې د افغانستان د پخواني حکومت د کابینې د یوې پریکړې له مخې د " حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر " نومول شوی و، نوم یې بدل او د حامد کرزي نوم د هوايي ډګر له لوحې لرې شو.

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۲مه-د ۲۰۲۲ کال د مې ۲۳مه

  • افغان ښځو نوی ویاړ خپل کړ

په افغانستان کې د هغو ښځو له ډلې چې د خپلو حقونو لپاره‌یې اعتراضونه کول د هدا خموش نوم د ټایم مجلې د ۲۰۲۲ م کال د سل اغېزناکو څېرو په لېست کې خپور شو. دا چاره ډېرو د هغو افغان ښځو ننګه وبلله چې د طالبانو له حکومت څخه خپل حقونه غواړٍي.

هدا خموش
هدا خموش

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۲مه-د ۲۰۲۲ کال د مې ۲۳مه

  • د متحده عربي اماراتو یو شرکت سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د تنظیم هوکړه

د طالبانو حکومت له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د کابل هوايي ډګر په شمول د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو د ځمکنیو چارو د تنظیم او سمبالښت د غځېدو هوکړه لاسلیک کړه.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو دا هوکړه وستایله، خو ځینو نورو بیا د افغانستان د ملي حاکمیت څخه سرغړاوی وباله.

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۳مه-د ۲۰۲۲ کال د مې ۲۴مه

  • د چاودنو یوه څپه چې د امنیت د ټینګښت هیلې یې کمرنګه کړې

په کابل او مزار شریف کې په چاودنو کې لسګونه کسان ووژل شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوو کسو وژل کېدل او د ۱۰ نورو ټپي کیدل تأیید کړل، خو په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وویل یوازې د "حضرت زکریا " جومات کې له شوې چاودنې ۲۲ تنه ټپیان وروړل شوي چې پنځه تنو یې روغتون ته په رسېدو ساه ورکړې.

۱۴۰۱ کال د غويي ۲۹مه-د ۲۰۲۲ کال د مې ۱۹مه

  • طالبانو د ټلوېزیوني شبکو ښځینه ویاندویانو ته د مخونو د پټولو امر وکړ

د طالبانو حکومت د افغانستان کورنیو ټلوېزیوني شبکو ته امر ورکړ چې ښځینه ویاندویانې یې باید مخونه پټ کړي.

د افغانستان په ټولو کورنیو تصویري رسنیو کې ښځینه ویاندویانې اړې دي چې د خپرونو پر مهال پر ماسک یا ټیکري خپل مخونه پټ کړي.
د افغانستان په ټولو کورنیو تصویري رسنیو کې ښځینه ویاندویانې اړې دي چې د خپرونو پر مهال پر ماسک یا ټیکري خپل مخونه پټ کړي.

په افغانستان کې د خصوصي ټلوېزیوني شبکو مشرانو او ښځینه ویاندویانو ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت څخه ورته په دې اړه یو مکتوب رسېدلی دی. له هغې راوروسته د افغانستان په ټولو کورنیو تصویري رسنیو کې ښځینه ویاندویانې اړې دي چې د خپرونو پر مهال پر ماسک یا ټیکري خپل مخونه پټ کړي.

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۳مه-د ۲۰۲۲ کال د مې ۲۴مه

  • د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه دې لیرې کړي

ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه له یوې ځانګړې غونډې وروسته د طالبانو له حکومت وغوښتل چې سملاسي د ښځو په وړاندې لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي او د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي.

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۸مه-د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۸مه

  • په کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره برید

    طالب چارواکو تأیید کړه چې د کابل په کارته پروان سیمه کې د سېکهانو پر ګوردواره برید شوی دی.

د دوی په وینا یو وسله‌وال ګوردوارې ته ننوتی او هلته‌یې لاسي بم غورځولی دی.

په دې برید کې لږ تر لږه د یو سېکهـ او د ګوردوارې د یو مسلمان ساتونکي د وژل کېدو او څو تنو نورو د ټپي کېدو پخلی شوی و. له دې برید وروسته هندوستان هغو افغان سېکهانو او هندوانو ته د ویزو ورکول چټک کړل چې لا هم افغانستان کې پاتې وو او ځیني یې په همدې ګوردواره کې اوسېدل.

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۳۱مه-د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۱مه

  • ملګرو ملتونو د طالبانو په دوو چارواکو د سفر بندیزونه ولګول
د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني
د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د طالبانو د کابینې په دوو غړو د هغه څه له کبله د سفر بندیزونه ولګول چې دوی د ښځو په وړاندې د محدودیتونو لګول بللي دي. دا بندیزونه د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو په سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل لګول شوي دي.

ملګرو ملتونو د ۱۳ نورو طالب مشرانو څخه د سفر د محدودیت لیرې کول د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید کړل.

د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ ۱مه-د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۱مه

  • په خوست او پکتیکا کې زلزلې تر زرو زیات کسان ووژل

دا زلزله چې شدت‌یې د ریښتر په کچه تر ۶،۱ پورته ګڼل شوی، د پکتیکا د برمل او ګیان ولسوالۍ او د خوست د سپېرې ولسوالۍ یې تر ټولو زیاتې وځپلې. په زلزله کې تر زرو زیات کسان ووژل شول، زرګونه نور ټپیان شول او د سیمې نږدې ټولې ودانې یې ونړولې او یا یې زیانمنې کړې. دا په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یوه له مرګونو زلزلو ګڼل شوې ده.

د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ ۳مه-د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۴مه

  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې پر افغانستان خبرې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وروستۍ مرګونې زلزلې په ګډون د دغه هېواد پر حالاتو خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت استازي د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څرګندونې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر سرپرست او مرستیال رامز الاکبروف د ملګرو ملتونو دې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څپڅپانده دی.

د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ ۱۰مه-د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱مه

  • د طالبانو مشر وویل د نړۍ فرمایشونه به ونه‌مني

په کابل کې د طالبانو د حکومت له‌خوا وربلل شوې د دیني عالمانو غونډې ته د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده وویل د نړیوالو فرمایشونه به ونه‌مني ان که اټم بم هم پرې وکاروي.

نوموړي په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو په نوم په جوړه شوې لویه غونډه کې ټينګار وکړ چې نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه‌کوي.

د هغه خبرې تر ډېره له نړیوالو سره پر اړیکو، کورني امنیت، حکومتدارۍ او دغه‌شان خپلو وسله‌والو ته په نصحیتونو راټولې وې، خو د افغان مېرمنو د حقونو او د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه‌يې هېڅ ونه‌ویل.

د طالبانو له لوري د علماوو شورا په نوم جوړه شوې غونډه
د طالبانو له لوري د علماوو شورا په نوم جوړه شوې غونډه

د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ ۱۶مه-د ۲۰۲۲ کال د جولای ۷مه

  • د داعش د غړیتوب په تور د ۱۰۰ کسانو اعدام او تري تم کېدل

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وویل، طالبانو د افغانستان ختیځ کې څه باندې ۱۰۰ کسان د داعش د غړیتوب او ملاتړ په تور اعدام یا په زور نادرکه کړي دي.

دغه سازمان وویل، د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله یوازې د ننګرهار په یوه تش کانال کې څه باندې ۱۰۰ جسدونه موندل شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو د داعش د موندلو لپاره د پلټنې ښکاره عملیات کړي چې دې عملیاتو کې شپنۍ چاپې هم شاملې دي. دوی ویلي، شپني عملیات پر هغو اوسېدونکو باندې شوي چې داعش غړو ته د پناه ورکولو او د هغوی د ملاتړ شک پرې کېده.

۱۴۰۱ کال د چنګاښ ۲۱مه-د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱۲مه

  • بریتانوي ځواکونو پسې د ولسي افغانانو د وژنې یوه زړه قضیه رابرسېره شوه

بي‌بي‌سي په یوه څېړنه کې وویل چې بریتانوي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۵۴ تنه تر مشکوکو شرایطو لاندې وژلي دي.

په دې څېړنه کې موندل شوې چې د هلمند په ولایت کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د بریتانیا یوې پوځي ډلې ممکن ۵۴ تنه ولسي وګړي په غیر موجه ډول وژلي وي.

ارشیف، د افغانستان هلمند ولایت کې یو شمېر بریتانیايي ځواکونه
ارشیف، د افغانستان هلمند ولایت کې یو شمېر بریتانیايي ځواکونه

د ۱۴۰۱ کال د زمري ۳مه-د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۵مه

  • د جمهوري غوښتونکو په نوم د سیاسي بهیر د موجودیت اعلان

د جمهوريت غوښتونکو په نوم يو سياسي بهير چې غړي يې تر ډېره د پخواني حکومت چارواکي او اوس‌مهال له افغانستانه بهر دي خپل موجوديت اعلان کړ.

د دې سیاسي بهیر په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، دوی په افغانستان کې د ملي اساسي قانون پر بنسټ د یو جمهوري او ولسواک نظام د جوړېدو چې د ټولو افغانانو د سیاسي ارادې پر بنسټ رامنځته شي، غوښتونکي دي.

د جمهوري غوښتونکو بهیر په اعلامیه کې راغلي، د اساسي قانون له احکامو سره سم باید د یوه جمهوري ولسواک دولت ټاکلو ته لار هواره شي، ملي بیرغ او ټول ملي ارزښتونه بېرته احیا شي. په دې بهیر کې ډېر یې د پخواني جمهوریت منځ‌پوړي او لوړپوړي چارواکي شامل دي.

د جمهوريت غوښتونکو په نوم يو سياسي بهير چې غړي يې تر ډېره د پخواني حکومت چارواکي او اوس‌مهال له افغانستانه بهر دي خپل موجوديت اعلان کړ.
د جمهوريت غوښتونکو په نوم يو سياسي بهير چې غړي يې تر ډېره د پخواني حکومت چارواکي او اوس‌مهال له افغانستانه بهر دي خپل موجوديت اعلان کړ.

د ۱۴۰۱ کال د زمري ۶مه-د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۸مه

  • د طالبانو د مشر له‌خوا یو ځل بیا د شریعت پر تحکیم ټینګار

د طالبانو مشر هغه څرګندونې خپرې شوې چې په‌کې یې والیانو ته ویلي و چې ټولې پرېکړې دې د اسلامي شریعت پر بنسټ وکړي او د بشر له‌خوا جوړ شوي قوانین دې نه‌پلي کوي.

هغه ادعا کړې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په جمهوري نظام کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد ډېر تبلیغات شوي دي.

خو د جمهوري نظام د اساسي قانون په درېیمه ماده کې چې د افغانستان د ټولو قوانینو اساس دی، راغلي چې په افغانستان کې هېڅ قانون به، د اسلام د سپېڅلي دین د ارشاداتو او احکامو خلاف نه‌وي.

د ۱۴۰۱ کال د زمري ۱۱مه-د ۲۰۲۲ کال د اګسټ ۲مه

  • کابل کې د امریکا له لوري د القاعده د مشر وژنه

د امریکا ولسمشر جوبایډن د کابل په شیرپور سیمه کې په یو هوايي برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ.

پر امریکا د ۲۰۰۱ کال له برید وروسته الظواهري متحدو ایالتونو ته یو لوی هدف و او د هغه پر سر یې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

الظواهري د ۲۰۱۱م کال له مې میاشتې را په دې خوا چې د القاعده شبکې بنسټ ایښودونکی اسامه بن لادن ووژل شو، دغه شبکه رهبري کوله.

دا په کابل کې هغه ودانۍ ده چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري په‌کې وواژه. تر دې ۱۱ کاله پخوا د القاعده شبکې مؤسس اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې کې د پاکستان په ابټ‌اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.
دا په کابل کې هغه ودانۍ ده چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري په‌کې وواژه. تر دې ۱۱ کاله پخوا د القاعده شبکې مؤسس اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې کې د پاکستان په ابټ‌اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.

طالبانو پر کابل د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید د دوحې له تړون او نړیوالو قوانینو سرغړاوی وباله.

د ۱۴۰۱ کال د زمري ۲۴مه-د ۲۰۲۲ کال د اګسټ ۱۵مه

  • د طالبانو د بیا ځلي واک یو کلني

نن پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو. طالبانو دا ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې. د طالبانو حکومت د یو کال په تېرېدو هم د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.​

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG