د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

ډبلیو ایچ او: افغانستان کې په بېلابېلو ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی


ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته کسان تر درملنې لاندې دي
ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته کسان تر درملنې لاندې دي

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي، په وروستیو کې دا هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې په مختلفو ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی.

د دې سازمان په وینا، په وروستیو دوو اونیو کې د ډينګي، کانګو تبې، او کولرا ناروغیو پېښې د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي.

دې سازمان پرون په خپلو خپرو کړیو معلوماتو کې ویلي چې په وروستیو دوو اوونیو کې د ډينګي د ۳۲ مشکوکو پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې تر دې د مخکې اوونۍ په پرتله ۱۸،۵ سلنه لوړوالی ښيي.

دې سازمان همدا شان ویلي په وروستیو دوو اوونیو کې د کابل له روغتونونو د کانګو تبې د ۴ مشکوکو پېښو په اړه راپورونه ورکول شوي چې د دې ناروغۍ له امله یو تن مړ شوی هم دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۳ کال له پيل راهیسې په ۱۳ ولایتونو کې په کانګو تبې د اخته ۱۰۹ کسانو په اړه راپور ورکړل شوی چې ۹۹ سلنه یې له ۵ تر ۶۷کلونو د عمر کسان دي او ۶۱ سلنه یې هم ښځې دي.

ډاکتران وايي، کانګو تبه له څارونیو سره د تماس له لارې انسان ته انتقالېږي. دوی وړاندیز کوي چې مالداران باید د مالدارۍ پر مهال له احتیاطه کار واخلي.
ډاکتران وايي، کانګو تبه له څارونیو سره د تماس له لارې انسان ته انتقالېږي. دوی وړاندیز کوي چې مالداران باید د مالدارۍ پر مهال له احتیاطه کار واخلي.

په دې ناروغۍ تر ټولو ډېر کسان په جنوبي کندهار او په شمالي بلخ او جوزجان ولایتونو کې اخته شوي دي.

همدا ډول په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم ډېر شوی چې د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې ۴۴۳۱ کسان پرې اخته دي چې علت یې یاد سازمان د اوړي موسم پیل او ګرمي ښيي.

خو دې سازمان بیا ویلي چې په وروستیو څلورو اونیو کې په کرونا د اخته کسانو شمېر کم شوی چې په وروستیو څلورو اوونیو کې له ۴۰۳۷ کسانو څخه چې د کرونا ازموینه یې ورکړی، ۶۱۶ یې په کرونا اخته وو او همدا ډول څلور تنه له دې امله مړه شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان لخوا ویل شوي چې د شري ناروغۍ هم د ۲۰۲۳ کال د لسمې اوونۍ په پرتله کمه شوې ده، خو د دې سازمان په وینا په دې برخه کې له هڅو سره بیا هم شری د ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کلونو په پرتله ډېر دی.

د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال په افغانستان کې د ځینو ناروغیو د ډېرېدو خبره کوي چې هوا مخ په ګرمېدو ده او د ډاکترانو په وینا په ګرمیو کې د ځینو ناروغیو د ډېرو او خپرېدو احتمال هم ډېر وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG