د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

افغانستان او نړۍ کې د خبریالانو لپاره خونړی کال؛ په ۲۰۲۳ کې ۳۸ خبریالان وژل شوي


ارشیف: په عراق کې د یوې چاودنې له کبله د یوه خبریال کمره په وینو ککړه شوې ده.
ارشیف: په عراق کې د یوې چاودنې له کبله د یوه خبریال کمره په وینو ککړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري اداره یا یونسکو وايي، په ۲۰۲۳م کال کې دوه افغان خبریالان په افغانستان کې د دندو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.

يادسازمان په یوه نوې اعلامیه کې ویلي چې دا په هغه ۳۸ خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو شامل دي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په جګړه ییزو هېوادونو په تېره بیا په منځني ختیځ کې د خپلو دندو پر مهال وژل شوي دي.

د یونسکو د اعلامیې پر بنسټ، سږ کال په جګړه ییزو سیمو کې د خبریالانو لپاره مرګونی کال و او د تېرو درېیو کلونو په پرتله د وژنو کچه دوه برابره شوې ده.

د یونسکو په اعلامیه کې د دغه سازمان د عمومي رییس آډري ازولای له قوله راغلي چې ټولې ښکېلې خواوې باید د ملکي وګړو په توګه د خبریالانو د خوندیتوب د تضمین لپاره لازمې لارې چارې ولټوي.

که څه هم دې سازمان په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې په روان کال کې دغه افغان خبریالان کله او چېرته وژل شوي، خو د روان کال په مارچ میاشت کې په بلخ کې د یوې غونډې پر مهال د چاودنې له امله یو خبریال وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.

خیبر ابراهیمي چې په دې پېښه کې ټپي شوی و، ازادي راډیو ته وویل: "زه د تبیان په فرهنګي مرکز کې په دې پېښه کې ټپي شوم، غوږ مې ژوبل شو او د غوږ پرده مې پرې شوه، ۷۰-۸۰ سلنه اورېده مې له لاسه ورکړې ده. زما په پښه کې چره تللې وه او لا هم زما په پښه کې ټوټې پاتې دي. زما رواني حالت ښه نه دی."

په بلخ کې د تبیان په مرکز کې د چاودنې له کبله یو خبریال وژل شوی و او څو نور ټپیان وو. March 11, 2023
په بلخ کې د تبیان په مرکز کې د چاودنې له کبله یو خبریال وژل شوی و او څو نور ټپیان وو. March 11, 2023

خيبر وايي چې د رسنيو د ملاتړو ادارو له ژمنو سره سره هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي چې د اطلاعاتو او د خبریالانو د خوندیتوب له وضعیت څخه اندېښمن دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "افغان خبریالان او رسنۍ د معلوماتو له نشتوالي شکایت کوي. که څه هم د معافیت په برخه کې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی چې د خبریالانو دوسیې وڅېړي، خو لا هم ځینې ارګانونه پرته له دې چې کمېسیون ته خبر ورکړي له خبریالانو پوښتنې او ګروېږنې کوي چې له بده مرغه زموږ دوه همکاران چې یو یې د محکمې له خوا په بند محکوم شوی او د بل برخلیک معلوم نه دی؟ تراوسه معلومه نه ده چې په کوم حالت کې دی."

د افغانستان د ازادو خبريالانو د اتحاديې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته له ٦١٥ رسنيو څخه ٢٢٢ يې خپل فعاليتونه بند کړي دي.

د دغې اتحادیې د معلوماتو له مخې، د رسنیو د څه باندې پنځه زره کارکوونکو له ډلې چې ۲۰۰۰ یې ښځې دي، خپلې دندې له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو سازمان د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د مطبوعاتو ازادي له منځه تللې او خبریالان په خپل سري توګه نیول شوي او د رسنیو د څارنې په برخه کې د تاوتریخوالي د کمښت مخه نیول شوې ده. له جبر سره مخ شوي دي.

'آر ایس ایف' زیاته کړه چې د روان کال له پیله تراوسه په افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې د اکثرو رسنیو د تړلو لامل اقتصادي ستونزې وې، نه د دوی محدودیتونه او نه هم د دوی د ژورنالیستیکو فعالیتونو په خاطر خبریالان نه زنداني کړي.

طالبان ټینګار کوي چې د هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د دوی په وینا د اسلامي شریعت له اصولو سره سم خپرونې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG