د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د هلمند رسنیو کې پر ښځینه غږونو د طالبانو بندیز ته د خبریالانو د مرکز غبرګون


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو حکومت څخه غوښتي دي چې د هلمند ولایت په رسنیو کې د ښځو په غږ لګول شوی بندیز لرې کړي.

دې مرکز د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اندېښنه ښودلې ده او دا کړنه یې د رسنیو او ښځو له حقونو سرغړونه بللې ده.

د خبریالانو مرکز وايي، په داسې حال کې چې پنځه میاشتې د دې بندیز تېرېږي، لا هم د هلمند چارواکي په دې پرېکړه ټینګار کوي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د روان لمریز کال د زمري میاشتې په پیل کې رسنیو ته ویلي و چې د سوداګریزو او روغتیايي اعلانونو په ګډون په هر ډول مستقیمه یا ثبتي خپرونه کې د ښځو غږ نه شي خپرولای.

د خبریالانو مرکز ویلي دي، سره له دې چې ډېر اعلانونه د ښځو په غږ ثبتېږي او رسنۍ د همدې اعلانونو له لارې رسنۍ خپلې مالي اړتیاوې پوره کوي، بندیز پرې رسنۍ له سقوط سره مخ کولای شي.

په هلمند کې مو په رسنیو کې د ښځو په غږ د بندیز په اړه په دې ولایت کې له ځینو ښځینه خبریالانو او ویاندویانو سره هم خبرې وکړې خو هغوی د امنیتي ګواښونو له امله خبرو ته حاضرې نه شوې.

په دې اړه مو په هلمند کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست غبرګون هم وپوښت، خو رییس یې حافظ راشد د ازادي راډ‌يو پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې په رسنیو کې د ښځو په کار د محدودېتونو په اړه اندېښمنې دي او وايي، ورځ تر بلې یې د کار ساحه محدودېږي او دې ته اړ ایستل کېږي چې کار پرېږدي یا رسنۍ یې له ګومارلو ډډه وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پر ښځینه خبریالانو ډېر بندیزونه لګول شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پر ښځینه خبریالانو ډېر بندیزونه لګول شوي

یوه خبریاله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:

"په هلمند او کندهار کې تر ډېره اجازه نه ورکول کېږي چې د ښځو غږ خپور شي او اوس په همدې خاطر رسنۍ ښځینه کارکوونکې نه ګوماري او نه غواړي د ښځو په ګومارولو سره ځان ته ګواښ جوړ کړي."

یوه بله خبریاله چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې وي، ازادي راډيو ته یې د خپلو اندېښنو په اړه وویل:

"موږ شاهدان یو چې وخت په وخت فرمانونه صادرېږي او اکثره د ښځو په اړه وي، دا د ښځو لپاره سخته ده چې په دې شرایطو کې کار وکړي، اندېښنه یې تل دا وي چې په رسنیو یا نورو برخو کې له کار منع شم، یا ژوند ته مې ګواښ پېښ شي، موږ ښځې دا ستونزې زغموو. "

که څه هم طالبان وايي چې د اسلام په چوکاټ کې د بیان ازادي ته ژمن دي، خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه بیا په طالبانو تور لګوي چې کورنۍ رسنۍ یې سانسور کړي دي او د ځینو خبریالانو د ګواښلو ترڅنګ یې هغوی زنداني کړي او ځینې رسنۍ یې تړلي هم دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په وروستۍ اعلامیه کې ادعا کړې ده چې طالبانو په وروستیو دوو کلونو کې د رسنیو په برخه کې ۱۴ دستورالعملونه صادر کړي دي چې رسنۍ او خبریالان یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

د یاد مرکز په وینا، دا محدودېتونو ډېر ښځو ته اړوند دي.

د دغو محدویتونو له مخې، پر ښځو په تصویري رسنیو کې ماسک اغوستل جبري شوي، له نارینه و سره له یو ځای خپرونو او مرکو منع شوي او په هلمند کې یې د غږ په خپرېدو هم بندیز لګول شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG