د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

مجاهد: د رسنیو قانون د ملا هبت الله توشیح ته په تمه دی


له ارشیفه د یو شمېر افغان خبریالانو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغان خبریالانو تصویر

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د افغانستان د رسنیو قانون تر څوځلي بیاکتنې وروسته د دوی مشرتابه ته د توشیح لپاره لېږل شوی دی.

که څه هم د افغانستان رسنۍ په تېرو څه کم دوه نیمو کلونو کې له ډول- ډول محدودیتونو او فشارونو سره مخامخې دي، خو د طالبانو حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې د رسنیو قانون برابر او توشېح کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد وايي د افغانستان د رسنیو پر قانون دوه وارې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې بیاکتنه شوې او بیا د دوی په عدلیې وزارت کې یوې ډلې ورباندې کار کړی دی.

ښاغلي مجاهد تېره شپه د پژواک خبري اژانس د ایکس شبکې یا پخواني ټویټر په یوه بحث کې د ازادۍ راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل، دغه قانون تر بیاکتنو او بدلونونو وروسته د دوی عمومي مشر ته د توشیح لپاره لېږل شوی.

هغه زیاته کړه:

" دغه قانون د توشېح لپاره د مشرتابه دفتر ته لاړ. تر اوسه ورته منتظر یو. کله چې معلومات کوو، هلته د قوانینو حجم زیات دی، یعنې بله ستونزه نه شته. هلته د ډېرو ادارو او وزارتونو قوانین نوي شول، چې له سره کره کتنه ورباندې وشوه، دقت په کې وشو، هلته تر کار لاندې دي. په خپله امیرالمومنین دغه قوانین ګوري. ځکه یې وخت ونیوه او ځنډ په کې راغی."

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې طالبان د کوم قانون له مخې له رسنیو سره چلند کوي او د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د ناوړه چلند موضوع د کوم قانون له مخې څېړي.

تر اوسه نه ده معلومه چې طالبان د کوم قانون له مخې له رسنیو سره چلند کوي
تر اوسه نه ده معلومه چې طالبان د کوم قانون له مخې له رسنیو سره چلند کوي

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند حشمت‌الله وجداني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د رسنیو د قانون خلا یوه لویه ستونزه وبلله او ویې ویل:

"که څه هم دوی په کراتو- کراتو ویلي چې دغه قانون به تعدیل او اجرا کېږي، خو له بده مرغه د دوه نیمو کلونو له تېرېدو وروسته هم دغه قانون د دوی له خوا تعدیل او توشېح نه شو. دوی څو ځلې وعده وکړه چې دغه قوانین به تعدیل او توشېح شي، خو په نن سبا او امر ثاني ویلو سره تر اوسه دوه کاله تېر شول، دوی لا هم جدي اقدام نه دی کړی."

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا (نی) د نوامبر میاشتې پر ۲۱مه، د ټلویزیون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، په افغانستان کې په وروستیو کې له ۱۴۷ ټلویزیوني چینلونو څخه ۷۷ یې تړل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د لسګونو نورو رسنیو د تړل کېدو او د سلګونو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وزګارېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو ښوونيزې، علمي او کلتوري ادارې (یونیسکو) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې دوه افغان خبریالان په افغانستان کې د ژورنالیستیکو فعالیتونو پر مهال وژل شوي دي.

بلخوا د بې پولې خبریالانو ټولنې (RSF) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د مطبوعاتو ازادي له‌منځه تللې، خبریالان په خپل‌سري توګه نیول شوي او رسنۍ له ګواښ او جبر سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG