د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

نن په روسیه کې د وروستۍ خونړۍ حملې په خاطر د ویر ورځ اعلان شوې


د مسکو په لمن کې د پېښې ځای ته څېرمه وېر کوونکو د جمعې ورځې د خونړۍ حملې په خاطر مراسم جوړ کړي دي.
د مسکو په لمن کې د پېښې ځای ته څېرمه وېر کوونکو د جمعې ورځې د خونړۍ حملې په خاطر مراسم جوړ کړي دي.

نن په روسیه کې د جمعې د ورځې د خونړۍ حملې په خاطر د ویر ورځ اعلان شوې ده.

د اوکراین یو سیمه ییز چارواکی وايي چې روسیې نن یکشنبې پر پلازمېنې کییف څو راکټونه ویشتي دي.

دا په تېرو څلورو ورځو کې پر کییف د روسیې څلورمه پراخه حمله ده.

د کییف د پوځي ادارې مسوول سیرهي پاپکو پر خپل ټیلګرام چاینل لیکلي چې تراوسه د دې برید د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

روسیې د اوکراین په لوېدیځ کې د لویو سیمه هم پر توغندو ویشتې او له دې کبله د ناټو غړی هېواد پولنډ اړ شوی چې خپل هوايي مدافع سیستم تیارسی کړي.

پولنډ نن یکشنبې وویل چې د روسیې یو کروز توغندی د دغه هېواد په اسیردوف ښارګي کې لګېدلی دی.

د پولنډ د بهرنیوچارو وزارت ویندوی پاول ورونسکي په یوه اعلامیه کې د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې له مسکو څخه د توضیح غوښتنه وکړه، ویې ویل:

د روسیې له فدراسیونه غواړي چې د اوکراین د خلکو او خاورې پر ضد خپلې تروریستي هوايي حملې پای ته ورسوي، جګړه ودروي او خپلو کورنیو ستونزو ته پام وکړي.

له بلې خوا اوکرایني چارواکو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دا ادعا چې اوکراین د مسکو په حملې کې لاس لري، رد کړه.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین

د مسکو په لمنه کې د یوه کنسرت پر سالون د جمعې د شپې په برید کې، چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست، ۱۳۳ تنه ووژل شول او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شول.

د روسیې د ملي تحقیقاتو د کمېټې په وینا یو شمېر کسان په ډزو وژل شوي او یو شمېر نورو د هغه لوګي له امله ساه ورکړې چې په هال کې د اور لګېدو له کبله خپور شو.

د دې کمېټې په وینا برید کوونکو له یوې داسې مادې کار اخیستی چې هلته اور بل شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د دې پېښې په اړه په خپلې ثبت کړې وینا کې دا هم وویل چې د پېښې عاملان به سزا وویني.

په دې وینا کې چې تر پېښې اتلس ساعته وروسته خپره شوه، د روسیې ولسمشر دا حمله تروریستي او وحشيانه وبلله.

ده ادعا وکړه چې برید کوونکو هڅه کوله چې اوکراین ته پناه یوسي او اوکراین هم دوی ته لار پرانیستې وه چې ورشي.

د روسیې چارواکو ویلي چې د دې برید په تړاو یې ۱۱ تنه نیولي چې د هغو په منځ کې څلور تنه بهرنیان دي.

د روسیې ولسمشر ویلي چې حمله کوونکو غوښتل چې اوکراین ته وتښتيي او په دې قضیه کې اوکراین لاس لري، خو د پوتین دا څرګندونې د اوکرایني چارواکو له توند غبرګون سره مخامخ شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د شنبې په ماښام په یوه ویدیويي پیغام کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې هڅه تورن کړ چې نور ملامت وښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG