د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

پاکستان د "پي‌اوآر" کارتونو تمدید موده وغځوله؛ ځینې افغان کډوال یې کمه بولي


ارشیف: په پاکستان کې د یوآین‌ایچ‌سي‌آر په یوه دفتر کې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې د یوآین‌ایچ‌سي‌آر په یوه دفتر کې افغان کډوال

په پاکستان کې د "پي‌اوآر" کارت لرونکي افغان کډوال وايي، د یاد هېواد حکومت له‌خوا د کارتونو د تمدید موده ورته کمه ورکړل شوې ده.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوو نورو میاشتو لپاره غځولې چې د پي‌اوآر کارتونه لري، خو یو شمېر دغه کډوال وايي چې دا موده ډېره کمه ده.

یو له دوی څخه ملک اسلم خان ازادي راډیو ته وویل، د هغو افغانانو لپاره چې له لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي، په دې لنډه موده کې د جایدادونو، شتمنیو او سوداګریزو معاملو تصفیه کول ستونزمن دي.

اسلم‌خان وايي: په پاکستان کې د خلکو کاروبار دی، معاملې يې دي، موټرونه يې دي، د همدې لپاره دوه میاشتې وخت مونږ ته بسنه نه کوي.

هغه وايي: "پرېشاني د ټولو افغانانو او زما هم ده. دا ډېر لږ وخت دی، ځکه که يو څوک ۴٥ کاله ځان ته په یوځای کې کور جوړ کړي څنګه کېدای شي چې په یوې یا دوو میاشتو کې ټول راټول کړي. دلته د خلکو کاروبار دی، معاملې يې دي، موټرونه يې دي، د همدې لپاره دوه میاشتې وخت مونږ ته بسنه نه کوي."

په اسلام اباد کې د پي‌اوآر کارت لرونکی یو بل افغان کډوال رحمت الله وايي: "پاکستان وخت ورکول پیل کړي او خلک يي هم په تنګ کړي دي. خدای دې رحم وکړي. دوی باید لږ تر لږه دوه کاله وخت راکړي، مونږ ته دې ووايي، دغه دی دوه کاله مو تاسو ته وخت درکړی، وروسته له دې ولاړ شئ تر څو مونږ خپله سرمایه راټوله او خپل هېواد ته ولاړ شو."

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو استازی ظاهر پښتون هم دا ستونزې مني او وايي چې په دې اړه باید درې اړخیزه پرېکړه وشي.

پښتون وویل: "د افغان کډوالو پانګې دلته پاتې دي. دلته يې کاروبار، ځمکې او جایدادونه دي. د دوی لپاره باید د ملګرو ملتونو د قوانینو په رڼا کې د پاکستان او افغانستان حکومتونو له‌خوا يوه درې اړخیزه پرېکړه وشي څو د دوی پانګې خوندي شي."

دا په داسې حال کې ده چې د مشال راډیو د پاکستان څانګې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت فدرالي کابینې د خپلې جمعې ورځې په ناسته کې اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو د کارتونو موده چې په پاکستان کې د پي‌اوآر په اسنادو ژوند کوي، د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول شوه.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان کابینې ویلي چې د افغان کډوالو د پي‌اوآر POR کارت موده به د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې غځول کېږي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف

په ورته وخت کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا یو‌این‌ایچ‌سي‌آر د جمعې په ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د اې‌سي‌سي ACC کارت لرونکو او بې اسناده افغان کډوالو نیول د پي‌اوآر کارت لرونکو افغان کډوالو د نیولو په پرتله د اپرېل له لومړې نیټې څخه د اپرېل تر ۲۰مه پورې ۲۵سلنه زیات شوی.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۳م کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل زیات شوي دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر ۳۰مه
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر ۳۰مه

د هغو شمېرو له مخې چې اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ د کډوالۍ له نړیوال دفتر یا آی‌او‌ایم سره د ۱۷ میلیونه یورو د مرستې په تړاو په خپله اعلامیه کې خپرې کړي، د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل میاشتې پورې له یونیم میلیون څخه ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اروپايي ټولنې زیاته کړې، له دغو دوو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو کړکېچ د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین نور هم زیات کړی او مرستو ته یې د خلکو اړتیا زیاته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG