د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

پر رفح ښار د اسراییل د برید او له سیمې د ملکیانو د تخلیې چمتووالی


د غزې په یوه څنډه کې اسراییلي ځواکونه
د غزې په یوه څنډه کې اسراییلي ځواکونه

اسراییل دا اوونۍ د امریکا د حکومت چارواکو ته د هغه پلان په اړه معلومات ورکړل چې پر اساس یې د حماس د محوه کولو لپاره پر رفح د عملیاتو تر پیلولو مخکې ملکي فلسطینيان د غزې له دې جنوبي ښاره ایستل کېږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، امریکايي چارواکو وویل، د اسراییلو له لوري د پلان د جزییاتو له ورکولو سره سره د امریکا د حکومت نظر په دې اړه نه دی بدل شوی چې په رفح کې دې عملیات نه کېږي په دې خاطر چې د عملیاتو په صورت کې به ډېر شمېر بېګناه فلسطیني ملکي وګړي له خطر سره مخامخ شي.

اژانس د دغو امریکايي چارواکو نومونه د هغوی په غوښتنه نه دي څرګند کړي ځکه چې په دې اړه یې د څه ویلو اجازه نه لرله.

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتانیاهو
د اسراییل صدراعظم بینیامین نتانیاهو

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتانیاهو ژمنه کړې چې د ولسمشر جو بایډن او د نورو لوېدیځو چارواکو له خبرداري سره سره به په رفح کې پوځي عملیات وکړي.

بایدڼ او نور لوېدیځ چارواکي وايي چې که اسراییل پر رفح عملیات وکړي په نتیجه کې به یې لا ډېر ملکیان ووژل شي او له مخکې څخه ناوړه بشري وضعیت به نور هم خراب شي.

د بایډن حکومت ویلي چې که اسراییل له داسي باوري پلانه پرته چې له کبله یې د ملکیانو ژوند ژغورل کېدای شي، عملیات وکړل، د دغه هیواد لپاره به عواقب ولري.

په همدې حال کې په قاهره کې د مصري او قطري منځګړو له لوري د اوربند په اړه هلې ځلې دوام لري.

د اسراییل هوایي او ځمکنیو بریدونو د غزې یوه لویه برخه ویجاړه کړې ده
د اسراییل هوایي او ځمکنیو بریدونو د غزې یوه لویه برخه ویجاړه کړې ده

د حماس یوه مشر پرون (شنبې) وویل چې په غزه کې د څلوېښت ورځني اوربند او د اسراییلي یرغملو د خلاصون په اړه خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې خو ټاکل شوې ده چې نن بیا نورې خبرې وشي.

ده د قاهرې په وخت د شپې په نهه بجې د خبرو له پای ته رسېدو څو شېبې وروسته فرانس پریس اژانس ته وویل چې نن په خبرو کې پرمختګ ونه شو، سبا به بیا پیل شي.

حماس ډلې چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي تنظیم ګڼي، قاهرې ته یو پلاوی استولی دی.

په همدې حال کې د حماس یوه بل مشر ویلي چې په غزه کې به داسي هیڅ اوربند ونه مني چې په هغه کې د جګړې پر پای ته رسیدا موافقه شامله نه وي.

د حماس دغه مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانس پریس اژانس ته همداراز وویل چې د اسراییل صدراعظم په شخصي دلایلو د اوربند د هڅو خنډ کېږي.

له بلې خوا یوه اسراییلي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، فرانس پریس ته ویلي چې حماس د جګړې د پای ته رسیدو له شرطه نه تېریږي او په دې برخه کې د حماس اصرار د موافقې د لارې خنډ دی.

XS
SM
MD
LG