د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

كرزى:برګ مټال ته دې نور سرتېري وليږل شي


ولسمشر حامد كرزى
ولسمشر حامد كرزى
د افغانستان د ملي امنيت شورا نن د ولسمشر حامد كرزي په مشرۍ يوې غونډه كې له وسلوالو طالبانو څخه د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره دغې ولسوالۍ ته د اضافي ځواكونو د ليږلو سپارښتنه وكړه.

د نورستان چارواكي وايي، وسلوالو طالبانو چې پاكستاني اتباع هم په كې شامل دي، تېره شپه له خونړۍ جګړې وروسته برګ مټال ولسوالۍ ونيوله.

د افغانستان د ملي امنيت شورا په داسې حال كې د برګ مټال ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره د اضافي ځواكونو د استولو امركړى چې پخوا تردې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري هم ويلي و، چې د دې ولسوالۍ د نيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا په خپلې نننۍ غونډه كې همدا راز د كندهار او ننګرهار ولايتونو امنيتي وضعيت هم څيړلى دى او له امنيتي ارګانونو يې غوښتي چې په دې اړه دقيق معلومات راتلونكې غونډې ته وړاندې كړي، په دې غونډه كې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنيت د ټينګولو لپاره پر امنيتي تدابيرو هم بحث وشو.
XS
SM
MD
LG