د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار له یو شمیر کاندیدانو سره ولیدل


جیم جونز وویل چې امریکا له هېڅ کاندید څخه ملاتړ نه کوي.
جیم جونز وویل چې امریکا له هېڅ کاندید څخه ملاتړ نه کوي.

د امریکا د متحد ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت په برخه کې سلاکار د سه شنبه په ورځ په کابل کې ټینګار وکړ چې هیواد یې په افغانستان کې دکوم مشخص کاندید ملاتړ نه کوي.

جنرال جیم جاونز د ولسمشر کرزي له یو شمیر سیالو کاندیدانو سره په کابل کې ولیدل او ویې ویل چې د افغانستان د ځوانې دیموکراسۍ لپاره راتلونکي انتخابات خورا مهم دي او افغان حکومت باید د دې انتخاباتو لپاره داسې شرایط میسر کړي چې بې طرفه او شفاف ترسره شي.

د امریکا په زرګونو پوځیان او د ناټو عسکر د راتلونکو انتخاباتو د امنیت تامینولو هڅه کوي خو اندیښنه دې ته ده چې په هغو سیمو کې به خلک څرنګه رایي ورکوي چې امنیت نه وي، افغان چارواکي وایي چې په لسو ولسوالیو کې حکومت حاکم نه دی.

د ولسشمر بارک اوباما دملي امنیت سلاکار به پاکستان ته هم ولاړ شي او غواړي چې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ د عملي کیدو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي. دی به هند ته هم سفر وکړي.

ملکي تلفاتو ته اندیښنه

جنرال جیمز جونز په داسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده او د ناټو او امریکایي عسکرو نوی قوماندان جنرال میک کرسټال ژمنه کړې ده چې د دې ستونزې د مخنوي لپاره به نوې پوځي ستراتیژۍ د سیمه اییزو خلکو په سلا مشوره جوړه کړي.

د ملګرو ملتو د احصایي له مخې تیرمیلادي کال تر دوه زره سل ډیر ملیکان په افغانستان کې ووژل شول چې ددغې شمیرې څلویښت په سلو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو له لورې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG