د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه، دجون ۲۴ نېټه چارشنبه


هشت صبح د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله وايي، د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د بهرنیو سفیرانو لیدنې کتنې باید د دولت له لارې تنظیم شي.
هشت صبح د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله وايي، د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د بهرنیو سفیرانو لیدنې کتنې باید د دولت له لارې تنظیم شي.

د کابل چاب ورځپاڼو د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د روانو انتخاباتي مباریزو، ناامنیو، او د یو شمیر کاندیدانو سره د امریکا د سفیر د لیدنو کتنو په اړه لیکنې او راپورونه خپاره کړي. په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند ورته کتنه کړې ده .

ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د د پوځي وضعې د خرابیدو په اړه د امریکايي او ناټو د ځواکونو د نوي قومندان په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دغه امریکايي قومندان د خپل ماموریت په پیل کې خپله بې وسي ښودلې ده.
نوي امریکايي قومندان د خپل ماموریت په پیل کې خپله بې وسي څرګنده کړه.

اراده

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر په حواله بیا دا لیکلي دي، چې د افغانستان ستونزه په پوځي لاره نه هواریږي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د طالبانو په خپل منځیو اختلافاتو او په روان جنګ د هغې په اغیزو تبصره کړې ده.

انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د انتخاباتو په امنیتي ستونزو تبصره کړې او لیکلي يې دي، چې د انتخاباتو د امنیت په اړه اندیښنې موجودې دي او باید هغې ته پام وشي.

په ورځپاڼې کې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت په اړه هم یو مطلب خپور شوې او په دې ترڅ کې په برتانوي ځواکونو دا انتقاد شوې، چې په دې برخه کې بې پروايي کوي.
د انتخاباتو د امنیت په اړه اندېښنې شته او باید پام ورته وشي .

انیس


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان اقتصادي ستونزې راخیستي او د هغې اساسي علت يې د کورنیو عایداتو د کچې تیټوالې ښودلې دې.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د ناټو د ځواکونو د قومندان څرګندونې راخیستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې دوې نه دي توانیدلي، په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د جنرال کراډاک په حواله لیکلي دي، چې ستونزه د بهرنیو ځواکونو په شمیر کې نه ده بلکې دوې له ځايي وسلوالو سره په جنګ کې نا توانه دي.

په ورځپاڼې کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د کتونکو د نظرونو خپرولو ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې دوی باید روانې چارې په سمه توګه وڅیړي.
ځینې سیاسي کړۍ په افغانستان کې د فیډرالي نظام د جوړولو هڅې کوي چې ددې هېواد د ویش په لور یو ګام دی.

ویسا

په ورځپاڼې کې په افغانستان کې د فیدرالي نظام د جوړولو لپاره د ځینو کړیو هڅو ته هم کتنه کړې او هغه يې د هیواد د ویش په لور یو ګام بللې دې.

هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي دي، چې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د بهرنیو سفیرانو لیدنې کتنې باید د دولت له لارې تنظیم شي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې روانه امنیتي وضع څیړلې او په دې ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو په قومندان دا انتقاد کړې، چې د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعې په اړه يې ګمراه کوونکي څرګندونې کړي دي.
په ورځپاڼې کې د انتخاباتي کمپاینونو په اړه هم یو مطلب خپور شوی او لیکل شوي، چې په نا امنه ولایتونو کې دا کمپاینونه کم رنګه دي.

اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو د افغانستان او د سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړي دي.

هیواد په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکا د نوي ستراتیژۍ د پلې کولو مسله راخيستې او پوښتلي يې دي، چې دا ستراتیژي به په څه ډول پلې کیږي.

خو اصلاح بیا د انتخاباتو په اړه د خلکو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره د عامه پوهاوي د پروګرام د پلې کولو غوښتنه کړې.
د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره د امریکا د سفیر لیدنې د افغانستان سیاسي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.

ملي ارمان


ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د امریکا د سفیر لید نو ته په اشارې لیکلي دي، چې له دې کار سره د افغانستان سیاسي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راغلی.

ورځپاڼې د موضوع په دوام په حکومت هم دا انتقاد کړې، چې په تیرو کلونو کې يې په دې اړه خپل غږ نه وو پورته کړې.

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو امنیت هم د ورځپاڼې یو مطلب جوړوي.
XS
SM
MD
LG