د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

ايساف:د بهرنيو ځواكونو د وتلو بهير د افغان ځواكونو د وړتياو په پام كې ساتلو سره پيليږي


د ايساف د ځواكونو وياند جوزف بلاټز د ازادۍ راډيو د خبريال پوښتنې ځوابوي
د ايساف د ځواكونو وياند جوزف بلاټز د ازادۍ راډيو د خبريال پوښتنې ځوابوي

په افغانستان كې د ناټو په مشرۍ د ايساف د ځواكونو وياند جنرال جوزيف بلاټز، مننه، چې په كابل كې د ازادۍ راډيو سټډيو ته راغلۍ، څو د هېواد د روانې وضعې په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ووايي.

ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!

پوښتنه:

جنرال بلاډز لومړې به روانې وضعې ته راشو، د را روان اوړي په اړه ځينې اټكلونه شوي، امريكايي پوځي چارواكو او د ناټو پوځي مشرانو ويلي، چې سږ كال به په افغانستان كې يو سخت اوړې په وړاندې وي، تاسو د دې اټكلونو په اړه څه ويل غواړۍ؟

ځواب:

د اوس لپاره موږ له افغان دولت او د افغان امنيتي ځواكونو سره په ګډه هڅه كوو، چې په ځانګړې ډول د افغانستان په جنوب كې په شتو ستونزو او ګواښونو تمركز وكړو.

موږ د امنيت، حكومتدارۍ، پراختيا او بيارغونې په برخه كې له ننګونو سره مخامخ يو او موږ په هلمند او كندهار كې د دې ستونزو د هواري لپاره لا د مخه خپل كارونه پيل كړي دي.

موږ اوس مهال دې ته اړتيا لرو، چې په سيمه كې زيات افغان او بهرني ځواكونه راټول كړو او موږ مخكې له دې، چې حكومت په دې دوو ولايتونو كې د خلكو د اساسي ستونزو د هواري لپاره اقدام وكړي بايد دا ستونزه هواره كړو.

پوښتنه:

له تېرې څه مودې راهيسې په كندهار كې د پراخو پوځي عملياتو په اړه بحثونه كيږي، كه تاسو دا ووياست، چې اوس مهال تاسو د دې عملياتو د پيل لپاره كوم پړاو ته رسيدلي ياست؟

ځواب:

كارونه روان دي، خو د پوځي عملياتو د پيل لپاره كومه دقيقه نېټه په پام كې نه ده نيول شوې، البته، چې موږ همدا اوس د نورو افغان او بهرنيو ځواكونو په ترلاسه كولو سره د امنيت د ټينګولو لپاره لا د مخه په دې پروسه كې يو.

دا د دې لپاره هم مهم دې، چې د خلكو باور ترلاسه شي، ځكه خلك حق لري، چې خپل حكومت او خپله راتلونكې ولري.

د بيلګې په توګه همدا اوس په كندهار كې د همكارۍ په نامه يوه پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې د كندهار د والي او د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې د مشر له خوا يي په ګډه مشري كېدله.
دوى هڅه كوي، چې ځانونه خلكو ته ورنږدې كړي.

پوښتنه:

البته، چې د همكارۍ د غونډې په اړه به له تاسو نه ځينې پوښتنې ولرم، خو اوس به ستاسو مخكينيو څرګندونو ته راشم تاسو وويل، چې تاسو په سيمه كې افغان او بهرني ځواكونه راټولوۍ، ستاسو د وينا هدف څه دې ايا افغانستان ته نور بهرني ځواكونه راوړلې كيږي.؟

ځواب:

هو موږ همدا كار كوو، ستاسو به په ياد وي، چې ولسمشر اوباما يوازې د امريكا له لوري افغانستان ته د ديرشو زرو نورو ځواكونو د استولو اعلان كړې وو.

د دغو ځواكونو زياته برخه په هلمند او كندهار كې ځاى پر ځاى كيږي، د ځواكونو د زياتولو دا بهير اوس دوام لري، چې په سلو كې شپېته بشپړشوې او پاتې څلويښت په سلو كې به يى د اكتوبر او سپټمبر تر مياشتو راورسيږي.

د دغو ځواكونو له را رسېدو وروسته موږ هڅه كوو، چې له افغان امنيتي ځواكونو سره په ګډه په ځانګړې ډول په كندهار ښار او شاوخوا پرتو ولسواليو كې امنيت ټينګ كړو.

پوښتنه:


تاسو څه فكر كوۍ، چې د ناټو په ځواكونو كې دا زياتوالې د لنډې مودې لپاره دې او كه څنګه، ځكه اوس مهال په واشنګټن كې د امريكايي ځواكونو د ويستلو په اړه خبرې روانې دي او ټول په دې ټينګار كوي، چې د ځواكونو ويستل بايد د اوباما له ژمنې سره سم په خپل ټاكلي وخت پيل شي.؟

ځواب:

هو ولسمشر اوباما د ۲۰۱۱ ميلادي كال په جولاى كې په افغانستان كې د خپلو ځواكونو د كمولو د بهير د پيل اعلان كړې او دا يوه روښانه ژمنه ده.

زه غواړم د ځواكونو په شمېركې دا زياتوالې او له افغانستان څخه د ځواكونو بلقوه ويستلو ته د انتقال يو چوكاټ وركړم. تاسو پوهيږۍ، چې په اپريل كې د ټالند له غونډې وروسته موږ له ايساف نه افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيتي چارو د انتقال په بهير خبرې كوو.

مهمه خبره داده، چې موږ د يو بهير په اړه خبرې كوو، دا كومه يوه واحده پېښه نه ده. دا هم ډيره مهمه ده، چې دا انتقال د كوم ضرب العجل په پام كې ساتلو سره نه بلكه د شرايطو په پام كې ساتلو سره كيږي، چې موږ بايد له وتلو مخكې هغه ترلاسه كړو.

پوښتنه:

تاسو څه فكر كوۍ، چې د ځواكونو د ويستلو دا پريكړه به د ناټو په نورو غړو هېوادونو څه اغيز ولري، ځكه ځينې راپورونه وايي، چې بلغاريه، هالنډ او ځينې نور هېوادونه هم هڅه كوي خپل ځواكونه وباسي؟

ځواب:

ډير ښه زه فكر كووم، چې مونږ مخكې بايد دا وګورو، چې د ناټو د ځواكونو ويستل او يا كمښت بايد د افغان ځواوكونو له روزلو او پياوړې كولو سره يو مهال ترسره شي او د افغان امنيتي ځواكونو پياوړې كول د جنرال مك كريسټال د ستراتيژۍ په سر كې ځاى لري.

هر څومره، چې موږ افغان ملي امنيتي ځواكونه په ښه توګه وروزو دا له افغانستان څخه د ناټو د ځواكونو ويستل هومره اسانه كوي.

موږ د انتقال د يو درې كلن پړاو په اړه خبرې كوو. د افغان ولسمشر په توګه د ښاغلي كرزي دوېمه دوره په ۲۰۱۴ ميلادي كال كې پاى ته رسيږي او دې به ډير خوښ وي، چې وګوري شرايط برابر شوي، چې افغانستان كولې شي د امنيت مسؤليت په غاړه واخلي.

پوښتنه:

اوس به راشو په كندهار كې د همكارۍ غونډې ته، ستاسو په نظر د دې غونډې اساسي هدف څه دې ايا دا د راتلونكو پوځي عملياتو لپاره د يو سياسي ماحول د رامنځ ته كولو يوه هڅه ده او كه څنګه؟

ځواب:

هو زه همداسې فكر كووم، لومړې بايد دا ووايم، چې دا د افغانانو له خوا پيل شوې يو سياسي خوځښت دې.

ددې غونډې هدف دادې، چې خلكو ته بايد مخ واړولې شي او د دې لپاره، چې هغوى څه غواړي او ستونزې يى څه دي له هغوى سره خبرې وشي او له هغوى نه بايد واوريدلې شي.

دا كار ولس او حكومت په خپله كې نښلوي، دوېم دا چې دا د ولسواليو په كچه د حكومتدارۍ د ښه كولو لپاره يو اقدام دې څو پراختيايي او بيارغونې پروګرامونه پيل شي.
XS
SM
MD
LG