د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

په هیواد کې د لشمانیا د زیاتیدو اندېښنې زیاتې شوي


د افغانستان په یو شمېر ښارونو په ځانګړي توګه په کابل ښار کې د هوا ککړتیا، د کثافاتو ډیروالی او د لشمانیا یا سالدانې کنټرول ته ډیر پام نه کول د دې ناروغۍ د زیاتوالي مهم لاملونه دي.

په کابل کې د لشمانیا یا سالدانې د کنټرول او درملنې د څانګې مسوولان وایي، چې تیرکال په افغانستان کې د سالدانې یودیرش زره پیښې ثبت شوي چې اولس زره یي یوازې په کابل کې وې خو د دوي په خبره دا شمېره د افغانستان په سطح تردې څو برابره زیاته ده.

د سالدانې په څانګه کې د ډبلیو،اچ،او یا د نړېوال روغتیایي سازمان مسوول ډاکټر نعیم الله صافي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې د سالدانې کنټرول او درملنې ته هومره چې لازمه ده پاملرنه، نه ده شوې:
د کالدانۍ په ناروغی د اخته کس درملنه کیږي
د کالدانۍ په ناروغی د اخته کس درملنه کیږي

"د لشمانیا په کنټرول کې چې څومره لازم وو، هغومره اقدامات نه دي شوي خو له مخکې نه ډیر توپیر راغلی مخکې خدمتونه په دې برخه کې ډیر کم وو خو اوس په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیتونه پیل شوي.

له نیمایي څخه په زیاتو ولایتونو کې ځانګړي مرکزونه د سالدانې د کنټرول او تشخیص جوړ شوي، موږ کوښښ کوو چې پیښې ډیرې تثبتې کړو او له دې سره شمیرې هم زیاتې شوي او زیاتیږي."

ده څرګنده کړه، چې په افغانستان کې په سلو کې اته یا نهه نوي کسان په جلدي لشمانیا اخته دي او له همدې امله دا ناروغۍ په دې هېواد کې وژونکې نه ده.

د لشمانیا یا سالدانې ناروغۍ له یو ډول میاشو څخه انسان ته انتقالیږي، چې دا میاشې په ګرمه، ککړه او نمجنه هوا کې ډیرې پیدا کیږي.

د لشمانیا د کنټرول او درملنې په مرکز کې د سروې د څانګې مسوول ډاکټراحمد ولید صدیقي وایي، چې په افغانستان کې تر پخوا اوس د سالدانې د ناروغۍ د تشخیص او درمنلې امکانات ډیر شوي، د ده په خبره پردې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم ځکه ډیر شوي چې دوي روغتیایي مرکزونو ته ډیره مراجعه کوي او ثبت کیږي.

ډاکټرصدیقي زیاتوي، که چیرې د دې ناروغۍ کنټرول او درملنې ته پاملرنه زیاته نشي او خلک پردې ناروغۍ د اخته کیدو په مخنيوي کې لازم اقدامات ونه کړي نو پر سالدانې د اخته کسانو شمېر به ډیر زیات شي:

"که مرسته کوونکي هېوادونه او موسسې په دې برخه کې مرسته ونه کړي او د مخنیوي پروګرامونه زیات نشي دا رښتیا خبره ده چې په سالدانې د اخته کسانو شمېر زیاتیږي.

خلک هم باید هڅه وکړي، چې کثافات په منظم ډول ټول کړي او خپل چاپیریال پاک وساتي.

که چیرې پر لشمانیا اخته کسان روغتیایي مرکزونو ته مراجعه نه کوي نو دا په دې معنی ده چې نور کسان هم پر دې ناروغۍ اخته کوي".

ده وویل، لا هم د لشمانیا یا سالدانې په اړه د خلکومعلومات کم دي او دوي ترهغې پورې چې دا دانه یې پربدن پرمخ تللې نشي روغتیایي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

د ډاکټر احمد ولید صدیقي په خبره کله چې پر سالدانه یو کس اخته شي نو پر مخ، لاسونو او د بدن پر نورو غړو یي بد رنګه داغونه پاتې کیږي، چې له امله یي ډیر شمېر ځوانان په ځانګړي توګه نجونې ډیرې زوریږي او ان په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

ډاکټران زیاتوي، چې پر لشمانیا یا سالدانې د اخته کیدو د مخنيوي لپاره باید په اوړي کې پشه خانې وکارول شي، پر دې ناروغۍ اخته کسان ژر روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د چاپیریال په پاک ساتنه کې هڅه وشي.

دوي وایي، چې د لشمانیا یا سالدانې مهمې نښې په بدن په ځانګړي توګه پر لاسونو او مخ د سرو دانو پیداکیدل دي چې خارښت او سوی نه لري او څو میاشتې وروسته دا په غټودنو بدلیږي، ډاکټران سپارښتنه کوي کوم کسان چې پر سالدانې اخته دي نور خلک باید له هغوي څخه د کرکې پرځای د هغوي په درملنه کې لازمه مرسته وکړي.

د کالدانۍ په ناروغۍ د اخته کسانو ځیني نور عکسونه:

XS
SM
MD
LG