د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د کالدانۍ د زیاتېدو اندېښنې

د افغانستان په یو شمېر ښارونو په ځانګړې توګه کابل ښار کې د هوا ککړتیا، د کثافاتو ډیروالی او د لشمانیا یا کالدانې کنټرول ته ډیر پام نه کول د دې ناروغۍ د زیاتوالي مهم لاملونه دي. په کابل کې د لشمانیا یا کالدانې د کنټرول او درملنې د څانګې مسوولان وایي، چې تېرکال په افغانستان کې د کالدانې ٣١ زره پېښې ثبت شوي چې ١٧ زره یې یوازې په کابل کې وې، خو د دوى په خبره دا شمېر د افغانستان په سطح تردې څو برابره زیات دى. د کالدانې په څانګه کې د ډبلیو،اچ،او یا د نړېوال روغتیایي سازمان مسوول ډاکټر نعیم الله ساپي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې د کالدانې کنټرول او درملنې ته هومره چې لازمه ده پاملرنه، نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG