د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

ولسمشر کرزي د امان الله خان قلم ملي موزیم ته وسپاره


افغان ولسمشر حامد کرزی وویل، شاه امان الله خان په همدې قلم باندې چې ملي موزیوم ته وسپارل شو، د افغانستان د خپلواکۍ سند لاسلیک کړی دی.

ښاغلي کرزي دا قلم د یو با ارزښته تاریخي اثر په توګه یاد کړ او د ملي موزیم مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو په ساتلو کې یې جدی و اوسي.

نوموړي ملي موزیم ته د دې قلم د سپارلو په مهال وویل:

"زموږ د تاریخ یو ویاړلی اثر هغه د غازي امان الله خان قلم دی، چې د هیواد د خپلواکۍ اسناد یې پرې لاسلیک کړي دا قلم نن افغانستان ته را وړل شوی او په ملي موزیم کې به ساتل کیږي، ترڅو افغان او بهرنیان یې هره ورځ لیدو ته لاړ شي.

په دې قلم د افغانستان د خپلواکۍ ارزښت ته په کتو سره ورته کوښښ وکړي، کار وکړي، چې هم زموږ هېواد خپلواک وي او هم پرمختګ وکړي او د ډیموکراټیک حکومتونه انتخاب کړي، ترڅو خلک یې په ارامۍ او خوشبختۍ کې ژوند وکړي."


ملي موزیم ته د دې قلم د سپارلو مراسم چې د دوشنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د ولسمشر دوهم مرستیال، د افغان حکومت د کابینې غړو او د شاه امان الله خان لور ګډون کړی و.

د افغانستان د پخواني پادشاه شاه امان الله خان د قلم د ساتلو په اړه د ولسمشر په فرمان کې ویل شوي؛ چې دا قلم د شاه امان الله خان د لمسي اکلیل ولي له خوا افغانانو ته ډالۍ شو.

په همدې مراسمو کې د شاه امان الله خان لور هندیا وویل؛ چې دا ډیره خوشخاله ده، چې د پلار قلم یې له کلونو وروسته هېواد ته را انتقال شوی دی.

"زه ډیره زیاته خوشحاله یم، چې دا قلم افغان ملت ته ورکړل شو، دا قلم کلونه کلونه زما له مور سره و، مور مې چی مړه شوه، زما ورور رحمت الله ساتلو؛ بیا چې هغه مړ شو، زما خوريي، چې اکلیل نومیږي، هغه وساتلو، دا دی اوس خپل کور ته راوړل شو."

افغانانو د شاه امان الله خان په مشرۍ په ۱۹۱۹ میلادي کال کې یعنی درې نوی کاله وړاندې له انګلستان څخه د افغانستان خپلواکي اخیستې وه.

پافغان حکومت نږدې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ درې نویمه کلیزه په محدودو مراسمو کې ولمانځله.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوا به په هېواد کې د خپلواکۍ ورځ او نور ملي جشنونه په شاندارو مراسمو کې لمانځل کیدل.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG