د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

مینه په تلو راتلو زیاتيږي!


وايي چې؛ اختر تېر شي نو نکریزې په دیوال وله. منم چې اختر تېر شوی خو د ډیرو سره کړي لاسونه به لا هم د نکریزو بوی کوي. په دې خبرو مې ځکه تېر شوي اختر ته لار ورجوړه کړه، غوښتل مو له دې مو خبر کړو چې زموږ ځینې ځوانان اوس د اختر خوشالیو ته نه بلکې رخصتیو ته یې خوشاليږي او ځينې ان د اختر په ورځو کې هم خوبونه کوي. خو داسې ځوانان هم کم ندي چې اختر هغه د چا خبره ښه په شرنګ تیروي، خوشالۍ پکې کوي، خفه ملګري سره پخلا کوي او له خپل پردي کره ځکه ځي، چې:

مینه په تلو راتلو زیاتیږي
کله راځه کله به زه درځم ميئنه.

له دې ځایه به یې پېل کړو، چې له اوسنیو ځينو ځوانانو ولې اختر پاتې دی؟ یو ځوان مېراحمد یاد د خلکو ډيرې بوختیاوې او د ټولنيزو شبکو ډیر کارول ګرموي، چې د خلکو له خولې یې د اختر خوند وړی.

یو بل ځوان سعید زابلی وايي چې اوس ډیرو ځوانانو ته د اختر او د عامو ورځو تر منځ توپير نشته، دوی د اختر ورځې هم د فلمونو په لیدلو او اغا ملوک سهار بیا وايي چې پخوا به له اختر وروسته هم څو ورځې په اصطلاح د اختر جم و جوش و، خو اوس یې په دوهمه ورځ چوپه چوپتیا وي.

له یوه بل کره تګ راتګ د خلکو تر منځ مینه زیاتوي، خو اوس انټرنټ او موبایل د خلکو تر منځ د تګ راتګ په مخ کې د دیوال په څېر ولاړ دي، داسې څه سعید زابلی وايي.

طاهر ځلاند د ننګرهار دی، دی په اخترونو کې د ځوانانو تر منځ د ځینو لوبو یادونه کوي، چې وايي اوس یې څوک نه کوي او د خلکو تر منځ فاصله پيدا شوې، دی د یوه ملګري کیسه کوي چې د اختر په ورځ یې پوښتنې ته ورغلی و، خو ملګری یې ویده و.

پوهيږو چې په اختر کې بلنې ته ضرورت نه وي، ټول بلل شوي وي او د خلکو حجرې د خپلو پردیو لپاره خلاصې وي. په ځینو کلیوالو سیمو کې که د اخترمبارکۍ لپاره خپلو خپلوانو کره ورنشې نو فکر کوي چې مړی او ژوندی یې ورسره بند کړی. نو ځکه ډیره هڅه کیږي چې مړی او ژوندی سره وپالي.

مزمل هوتک د غزني اوسیدونکی دی، ده تېر اختر په ښه خوند لمانځلی، له خپلو پردیو سره یې راشه درشه هم کړي، له نورو ځوانانو هم همداسې تمه لري او وايي چې افغانیت او اسلامیت باید سره وپالو.

هوتک یو مینه ناک او یو څه شوخ مزاجه ځوان دی، خو د اختر په ورځو کې ځينې شوخۍ هم بېل خوند لري، ده هم له یوه ملګري سره چې د اختر په ورځ په کور ناست و یوه خوږه شوخي کړې، دې وايي چې موږ باید پخپله یو بل خوشاله کړو کنه نو خوشالۍ چېرې دي؟.

ډاکټر سردارخان خوستی په کابل کې اوسيږي خو اختر په کلي کې تېروي، تېر اختر یې هم په مجلسونو او له ملګرو سره په ملمستیاو تیر کړی، دی وايي د اختر په ورځو شپو کې د دې احساس کوم چې خوشالي هم شته.

له دیني اړخه هم د اختر په لمانځلو کې ثواب دی. خو دا ثواب هله څو چنده ډیريږي چې د یوه خفه ملګري د پخلا کولو لپاره لومړی ته وروړاندې شې. له اغا ملوکه هم یو ملګری خفه و، ده يې د پخلا کولو لپاره بهانې لټولې، خو اخر یوه دریم ملګري دا ثواب وګاټه.

مینه او ملګرتیا نو بیا هغه خوند کوي چې هيڅ دریم ګړی دې تر منځ نه وي او پخپله دوه مرور سره پخلا شي. د فدا محمد باران او د یوه ملګري تر منځ یې هم دریم ګړی نه و، که و نو هغه اختر و چې دوی سره پخلا کړل، اغا ملوک به د ملګري احسانمند و خو فدا محمد د اختر احسانمند دی.

خدای دې وکړي چې په دې تېر شوي اختر کې هم ډیر مرور سره پخلا شوي وي. په پآی کې بیا هم دطاهر ځلاند وايي، چې د اروپايي هېوادونو په پرتله زموږ خلک ټولنيز ژوند لري، که په ځینو نورو برخو کې ترې وروسته پاتې یوو.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:15 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG