د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

ځينې ځوانان د نورو مذهبونو پیروان ځوروي!


ځينې ځوانان د نورو مذهبونو پیروان ځوروي!

په افغانستان کې د نورو مذهبونو وګړي په ځانګړي ډول ګڼ شمېر هیندوان او سکان هم ژوند کوي. سکهان له خپلې ظاهري بڼې او ځانګړې لونګۍ پيژندل کیږي،ځینې شوخ ځوانان یې کله لونګۍ ور ورانوي او کله هغه ځای چې دوی خپل ويښتان پکې غوټه کړي وي، ریشخند پرې وهل کیږي، سینګ د کابل په شوربازار کې دوکاندار دی، دی وايي:

"کله که چېرې په لاره ځو، نو راته وايي چې کچالو، په لونګی کې دې څه شی پټ کړي؟ کله مو لونګۍ راته ورانوي او ډول ډول بد نومونه راته اخلي. خود بد نومونه دي نو نور څه دي؟"

یو بل سک ځوان پګت سینګ وايي چې په ښوونځي کې یې ځینې زده کوونکي ځوروي، سپکې سپورې ورته وايي او د هیندو نوم ورته اخلي. دی ګیله من دی، ځکه چې هیندوان له سکهانو سره په مذهبي لحاظ ډیر توپير لري.

د یاسنګ انجان یو افغان سک شاعر دی، دی له دې ځوريږي، چې ځينې ځوانان دوی د هندوستان بولي، خو دی وايي چې موږ د افغانستان یو او په دې ویاړو.

د بشري حقونو خپلواک کميسون یو کارکوونکی شمس احمدزی وايي چې د اساسي قانون له مخې باید د هيڅ قوم، ژبې او مذهب سپکاوی ونشي.

د کابل ښار یو دیني عالم مفتي غفور وايي چې پيغمبر علیه سلام به تل د نورو مذهبونو پېروانو سره هم ښه چلند کاوه. نو ځکه باید له دوی سره ښه چلند وشي او د محمد (ص) اخلاق په ځان کې راوستل شي.

محمد امین رحيمي څنګه ځوانیمرګ شو!؟

ځوانیمرګ محمد امین رحيمي څوک و، څنګه او ولې ووژل شو؟ د نننۍ خپرونې لومړۍ برخه مو همدې ته ځانګړې کړې او ورپسې په دې هم غږیږو چې زموږ ځينې ځوانان ولې د ځینې نورو مذهبونو پيروان ځوروي، توهینوي یې او سپکې سپورې ورته وايي.

محمد امین نږدې شل کاله پخوا د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالۍ د سهاکو کلي کې زيږېدلی و. تر نهم ټولګي یې د خپل کلي لیسه کې درس لوستی و او یو کال وړاندې د ګرديز له عبدالحی ګرديزي عالي لیسې فارغ شوی و. د کانکور په تېره ازموينه کې د ډیرو لوړو نمرو په اخيستلو سره د دولت لخوا د ممتازه شاګردانو په برسونو کې مالیزیا هېواد ته د کمپيوټر ساینس د زده کړو لپاره لیږل کیده. ځوان لیکوال او شاعر اسماعیل لاروی د محمد امین مشر ورور دی، وايي چې په ده پورې د ډیرو اميدونه تړلي وو. د زرمت په څېر ولسوالۍ کې چې تل پکې مرګونه کیږي، ده ته د ټولو سترګې وې.

زموږ همکار داود تپان هم له محمد امين سره انډيوال و. دی وايي چې له مطالعې او لیک لوست سره د هغه ډیره جوړه وه او د خپلو درسونو تر څنګ یې له دوی سره په یوه سيميزه راډیو کې یوه روزنيزه خپرونه هم جوړوله. هغه دې ته هم زړه خوړ چې مالیزیا ته له تګه وروسته به د ده خپرونه څوک جوړوي، خو خبر نه و چې مرګ به یې نه د مالیزیا تګ ته پريدي او نه به بیا د دوی دفتر ته ورشي.

وايي چې دنیا په ښو خلکو اباده ده. محمد امين یوازې د ځان په کیسه کې نه و، چې له یوه ناامنه کلي خپلې پښې سپکې کړي او د نورو په کیسه کې وانه ووسي. اسماعیل لاروی وايي چې ده به په رخصتیو کې پخپله حجره کې نورو کلیوالو ځوانانو ته درس ورکاوه او که چېرې به کوم ناروغ ته د وینې اړتیا پيښه شوه نو ده به هرې خوا ته زنګونه وهل چې کوم څوک ورته راپيدا کړي.

هغه امین چې خپلو خلکو ته یې له مرګه لرې یو ښه ژوند غوښت او په دې تمه یې ژوند کاوه چې د خپل کلي تیارو ته به له مالیزیا هیواده د علم رڼا راوړي، چا ژوند کولو ته پرېنښود. دی د ګردیز ښار له وروستیو چادونو په یوه چاودنه کې د روژې پر اتمه سخت ټپي شو او پنځه ورځې وروسته یې د کابل ایمرجنسي روغتون کې ساه د خپل ژوند مالک ته وسپارله. د مشر ورور او د کورنۍ له زړه به یې یوازې الله خبر وي. محمد امين هغه ورځ غوښتل چې روژه ماتی له خپل مور او پلار سره پخپل کور کې وکړي. ورور یې په یوه مرثیه کې ورته وايي چې کاش هغه ورځ دې هم له مور او پلاره بېله تېره وای. په مرثیه کې وايي:

کفر چې په لار د دوزخ پلی و، ته چېرته تلې؟!
ښار چې د وحشت بلا نيولی و، ته چېرته تلې؟!
دا ورځ به دې هم له مور و پلاره بېله تېره وه
کور به دې په خدای ج باندې سپارلی و، ته چېرته تلې؟!

وژني يې دا واړه مسلمان ورته کافر ښکاري
تا غوندې بې وسه انسانان ورته کافر ښکاري
څرنګ يې توده اوسپنه ستا په سر کې يخه کړه؟!
ستا په سر کې هر ښکلی ارمان ورته کافر ښکاري

وخ وخ زما وروره په وجود کې مې عذاب پروت دی
زه ليونی څه غواړم او چېرته مې ځواب پروت دی
ما ته خو دې ځای د شهادت هم را معلوم نه کړ
چېرته يې شهيد کړلې او چېرته دې کتاب پروت دی

د محمد امين په مرګ ډیرو ځوانانو هغه ته لسګونه ویرنې لیکلي دي. خو:
اشنا به سر راپورته نکړي
که وچې ونې زرغونې په اوښکو کړمه

د ده ورور لاروی وايي چې په داسې پيښو کې به د امين په څېر سلګونه ځوانانو خپل امیدونه له ځانه سره ګور ته وړي وي. دی نور څه نه غواړي، بس په دې دعا امین وايي چې د ده په څېر کوم ورور دې خپل ورور داسې له لاسه نه ورکوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:07 0:00
مستقیم لېنک


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
XS
SM
MD
LG