د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ولسمشر حامد کرزى له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې


د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا د منطقوي برخې مشر اکبر ايازي له ولسمشر حامد کرزي څخه پوښتنې کوي
د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا د منطقوي برخې مشر اکبر ايازي له ولسمشر حامد کرزي څخه پوښتنې کوي
افغان ولسمشر حامد کرزى وايي د ٢٠١٣م کال تر پاى مخکې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي سند لاسليکول د امريکا غوښتنه ده او د امريکا په غوښتنه به دغه سند نه لاسليکوي.

ښاغلي کرزي تر مشورتي لويې جرګې وروسته په خپله لومړۍ مرکه کې چې له ازادۍ راډيو سره يې وکړه، وويل دغه تړون د افغانستان لپاره مهم دى، خو د لاسليکولو لپاره يې د افغانستان شرط دا دى چې د افغانانو د کورونو تلاشي دې ودرول شي.

ولسمشر حامد کرزى وايي په خپله ټوله کاري دوره کې يې هڅه کړې سولې او امن ته کار وکړي چې په دې لار کې يې مهمې قربانۍ هم ورکړي دي.

دغه مرکه نن (چهارشنبې) د سهار په اتو بجو له ازادۍ راډيو په منځنۍ څپه ١٢٩٦ او اف ام ١٠٠ اعشاريه ٥ باندې واورئ.

دغه ځانګړې مرکه د ازادۍ راډيو پر ويبپاڼه هم اورېدلاى او ډنلوډولاى شئ. پته يې ده:
www.pa.azadiradio.com

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:30:50 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG