د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

وسله ګرځول فخر دی او که شرم!؟


هغه څه وايي چې:
د ښو ټوپکو استاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه

په نننۍ تاندې څانګې کې په دې غږیږو چې ځينې ځوانان ولې وسله لکه ټوپک، توپنګچه، پيشکوزې او نور له ځانه سره ګرځوي او مینه ورسره لري؟ یو خوا کله کله انسان خپله غصه نشي زغملی نو بلخوا چې د ټوپک خوله چا ته ورواوړي نو دا نه ګوري چې خپل دی که پردی؛ نو وسله د مینې شی دی او که...

د سيګرټو په اړه مې اوریدلي وو چې پېل یې له ځان ښوونې یا په اصطلاح له سټایل یا فیشن نه کیږي.

په لومړیو کې سيګرټ څکوونکي ته ځان ښه ښکاري خو وروسته پرې عادت شي. ځينې ځوانان چې له ځانه سره وساله ګرځوي هغه د چا خبره ځان ورته ډولي یا ښه ښکاري. خو کله بیا په داسې بلا واوړي چې له خپل سيوري هم ویريږي او ټوپک یې تر عمره له غاړې شي.

وايي له وسلې سره مینه سړي ته دوښمني ورپه غاړه کوي.

لعل باز د پکتیا د اریوب ولسوالیۍ دی، دی وايي چې له کلیشنکوف سره یې بې دریغه مینه ده او چې وسله ورسره نه وي نو ځان ورته نیمګړی ښکاري.

محمد نعيم د کندز د خان آباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی. دی وايي که وسله راسره نه وي نو خلک مو تکړه او غیرتي نه بولي. او دا بل ځوان چې نوم یې راونښود وايي د نورو ملګرو په اوږه به مې چې ټوپک لیده نو زما هم زړه ورته کیده. فرید احمد تسکين د پکتیا دی. دی بیا وايي چې ما ټوپک د تربورانو له قصده ګرځاوه. په ښادۍ کې به مې تر دوی ډیر ډزونه کول.

محمد اسماعیل څپه د یو چا ډیره جالبه کیسه کوي. وايي هغه به ځکه ځینې کسان له خپل څنګ سره ټیل وهل چې غوښتل یې ورپام یې شي او په بډه وهل شوي لرګي یې د وسلې ګمان وکړي. ځکه چې ده ته ځان په دې کار ډير ښه ښکارېده.

کله مو له وسلې سره عکس اخیستی؟ ما هم ندی اخيستی، خو په یوه عکاس خانه کې مې د ګڼو ځوانانو عکسونه ولیدل چې په یوه لاس کې به یې وسله وه او په بل لاس کې سيګرټ... چنټه به یې په ملا پورې تړلې وه او هغه د چا خبره یو فلمي ایکټ به یې هم ورسره کړی و.

راځئ له دغه عکاسه واورئ چې وايي د وسلې ځينې شوقیان ځوانان ورته راځي او دوی له وسلې سره عکس ورته ډيزاینوي:

"زما نوم همایون دی. د مصور عکاسخانې څښتن یم. له دیرشو کلونو راهيسې مې همدغه کار دی. ځوانان خو دا د فلمونو ایکټرانو یا لوبغاړو په کالیو او په ورزشي کالیو کې عکس اخيستل خوښوي. ځینې داسې ځوانان هم راځي چې له وسلې سره غواړي عکس واخلي.

نو موږ خو دلته وساله نه لرو، بس د یو چا عکس راسره دی چې له وسلې سره یې اخیستی، په کمپيوټر کې د هغه له تنې سره د ده سر نښلوو. نو بیا یې وسله په لاس کې وي او وايي چې دا زه یم"

خو په دې عکاس خانې کې داسې عکسونه تر دغو ډیر وو چې د ګلانو تر څنګ اخيستل شوي وو. شوقونه دي نو. څوک له ګلانو سره عکسونه اخلي او څوک له ټوپکو سره...

خو له وسلې سره د ځینو دومره شوق ولې دی؟ او له ځانه سره په ګرځولو یې ولې ځینو ته ځان ښه ښکاري؟ په دې اړه افغان لیکوال او ډاکټر محب الله زغم درې علتونه راپه ګوته کوي، دی وايي چې قبایلي سيمو کې خلک د ځان او مال ساتنه پخپله کوي ځکه په قبایلي سيمو کې ځوانان ټوپک ګرځوي.

بل د جهاد په وختونو کې توره، ټوپک او جنګیالي دومره ستایل شوي چې دا خبرې اوس په یوه ارزښت بدلې شوي او دریم علت یې هم ځینې جنګي فلمونه او سېریالونه او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو هغه کمپيوټري لوبې یا په اصطلاح ګیمونه دي چې جنګ جګړې او وژل پکې کیږي. چې له سببه یې دوی هم له وسلې سره مینه پېدا کوي.

دا موضوع مې په فیس بک کې هم له خپلو ملګرو سره شریکه کړه. په دوی کې یې زیاتره ویل چې له وسلې مو کرکه کیږي. ځينو یې بیا د ډاکټر زغم په څېر علتونه په ګوته کړي وو چې ولې د یو چا له وسلې سره مینه پېدا کيږي:

حمیدالله صبری وايي:خوشاله یم چې تر اوسه مې په هيڅ ډول وسلې هم نه ډز کړی او نه مې ګرځولې.
سیدالرحمان نیازی وايي: زموږ په کورنو کې چې ماشوم پیدا شي، یا کوژده وي یا واده وي نو ډزونه کوو. چې اوس یو ډول زموږ کلتور ګرځېدلی په اختر کې مو ماشومان پلاستيکي ټوپک ګرځوي، چې له لویدو سره به یې ټوپکونه هم لوی شي او عبدالظهور ګلزاد هم وايي چې ماشومان د لویانو له دې کاره تشويقيږي او فکر کوي چې ډزونه کول ښه کار دی او ځینې بهرني سیریالونه هم له وسلې سره د مینې سبب شوي.

ضمیر صافی: زموږ په کلي کې یو قمندان و. حجره به یې له ټوپک والو ډکه وه. ماشومان به هم ددوی په مجلس کې ناست و. نو هغو ماشومانو به ددي پرځاي چې قلم او کتابچه په لاس کې واخلې توپک ته يې ډیره ترجیع ورکوله. احسان الله غازي یار هم وايي چې ځينې ماشومان اوس هم د لویانو ټوپک والو پيښې کوي او له لرګیو جوړ کړي نقلي ټوپکونه په اوږه ډلې ډلې ګرځي.

محمدشریف له خوسته لیکلي چې په افغانستان کې زیاتره نالوسته ځوانان له وسلې سره مینه لري. ځينې خوستي ځوانان هم له همدې جملې څخه دي. چې ډیر ځلې یې د خلکو ښادۍ په غم بدلې کړي دي.
نذیراحمد رښتني لیکلي چې له نومه يې کرکه لرم او ناحقه ورڅخه ویرېږم .ځکه تر ننه يې د ثواب کار نه دی کړی.

رضوان الله لیکلي: زه ترې کرکه لرم. لس کاله پخوا ماما د خپل خوریه له لاسه سهواً ووژل شو. ځکه هر ځای به وسله ورسره وه او ګوتې به یې پکې وهلې.

په نظرونو کې ځینو جنګي سیریالونو ته هم اشاره وشوه. په ریښتیا هم په کابل کې له ځینو خصوصي ټلويزونونو داسې جنګي سیریالونه خپريږي چې ماشومان له وسلې سره مینې ته هڅوي. عبدالکريم یو پلار دی. دی وايي ماشومان مې د لوبو لپاره توپ دومره نه خوښوي لکه پلاستيکي ټوپک.

ښايي د داسې پيښو شاهدان به وئ چې د سوک څپيړې خبره تر بوکس پنجې، پيش کوزې او یا تر ټوپکه رسیدلې... له ځانه سره وسله ګرځول سړی له کومو پيښو سره مخ کولی شي؟

فدا محمد د دوو خوږو ملګرو کيسه راته کوي چې له یوه تاوده بحثه وروسته یې خبره جنګ ته ورسیده او بیا په مرګ ژوبله تمامه شوه.

وګورئ! که له دغو دوو ملګرو سره هماغه شېبه وسله نه وای ښايي اوس به دواړه روغ رمټ وو او له یوې مودې مرورتوب وروسته به سره پخلا شوي وو. خو اوس غشۍ له لیندې وتلی دی نو.

محمداسماعيل څپه هم وايي چې د غصې پر مهال انسان ځان نشي قابو کولی. نو که وسله ورسره وي خپله غصه پرې سړوي او وروسته لاسونه سره مروړي.

دی د یوې ممثلې خبره رانقلوي چې ویل یې که له وسه یې پوره وای نو د نړۍ ټولې وسلې به یې له منځه وړې وې.


یو متل دی وايي چې (وسله که بار دی هم په کار دی)... خلک یې د ځان او د خپل مال د حفاظت لپاره ساتي خو ګڼ ځوانان په دې نظر دي چې له ځانه سره ګرځول یې ناسم کار دی.

ډاکټرمحب الله زغم که یو خوا له کورنیو غواړي چې باید د خپلو ماشومانو او زلمکیو لوبو او نورو کارونو ته متوجه واوسي نو بلخوا له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ادیبانو هم غواړي چې که یو وخت یې ځوانان وسله والې مبارزې ته بلل نو اوس دې هوساینې او مینې ته راوبولي او ځوانانو ته هم وايي چې وسله ګرځول فخر نه بلکې شرم دی.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډیو خپریږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:47 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG