د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

شیکاګو ټربیون: په افغانستان کې زموږ په اوبو لاهو شوې هڅې


واشنګټن پوست ورځپاڼه، په افغانستان کې انتخاباتي مبارزه له امنیتي اندیښنو سره پیل شوه، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، که دغه انتخابات بریالي ترسره شي، دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې قدرت د خلکو د رایو له لارې په سوله ییزډول لیږدول کیږي.

د ورځپاڼې په وینا راتلونکې انتخابات دغه راز د هغو د یارلسو کلونو پرمختګونو لپاره هم ډیر مهم دي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو راپدیخوا په دې هیواد کې شوي دي.

واشنګټن پوست وړاندې لیکي، طالبانو چې د انتخاباتو مخکینۍ پروسې یې د حملو لپاره هدف ګرځولې وې، بیا ګواښ کړی چې د دغو انتخاباتو پروسه به هم ګډوډه کړي.

د ورځپاڼې له مطلب سره سم د افغانستان راتلونکی ولسمشر به له یو شمېر عمده ستونزو سره مخامخ وي:

له طالبانو سره خبرې، له اداري فساد سره مبارزه او په افغانستان کې د یوه اغیزمن حکومت جوړول.

شیکاګو ټربیون ورځپاڼې په افغانستان کې زموږ په اوبو لاهو شوې هڅې، تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی. لیکوال د امریکا د متحدو ایالتونو پر ضد د ولسمشر کرزي وروستیو تندو تیزو څرګندونو ته په اشاره لیکي، کرزي په تیره یوه میاشت کې امریکا په هغه څه ملامته کړه چې نه یې دي کړي.

د لیکوال په باور ولسمشر کرزي له غصې ډکو څرګندونو احساساتي غیر منطقي خبرو ته مخه کړې ده.

شیکاګو تربیون وړاندې لیکي، ولسمشر کرزي تیره اونۍ د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل په داسې حال کې هرکلۍ وکړ چې امریکا یې په ښکاره له طالبانو سره په هغې حمله کې په مرستې تورنه کړه چی اولس تنه په کې ووژل شول.

د شیکاګو تربیون په وینا ولسمشر کرزي دغه راز متحده ایالات تورن کړ چې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد د سخت دریځو وسله والو په بڼه حملو کې لاس لري.

د مطلب لیکوال په پای کې دې نتیجې ته رسیدلی چې دا باید ومنل شي ځینې داسې څه هم شته چې حتی د نړۍ یواځنی لوی قدرت یې هم نشي سمولی او د افغانستان جوړول هم له همدې ډلې دي.
XS
SM
MD
LG