د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

په روژه کې پر زرګونو بېوزلو کورنيو خوراکي توکي ویشل کیږي


د روژې په میاشت کې د کابل ښاروالۍ، د سوداګرو او صنایعو خونې او د افغان – ترک لیسې له زرګونو کورنیو سره د پخو خوړو په ګډون د یو شمېر خوراکي موادو مرسته کوي.

کابل ښاروالۍ وايي، سږ کال هم د تېرو کلونو په شان د روژې په میاشت کې د افغان سوداګرو په مرسته هره ورځ د کابل په بیلابیلو سیمو کې شاوخوا پینځو زرو بیوزلو کسانو ته روژه ماتی ورکوي.

د کابل ښاورالۍ د مطبوعاتو د څانګې مسوول "عبدالقادر آرزو" د یکشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ په لومړی سر کې به په عیدګاه جومات او اولسمه ناحیې د روژه ماتۍ ویشل پیل شي.

"موږ د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې هره ورځ ۵ زرو بیوزلو کسانو ته پوخ روژه ماتی تیاروو؛ سږ کال موږ پلان لرو، چې په اولسمه ناحیه کې د سر سبزې له ریاست نه د روژه ماتی ویش پیل کړو."

د کابل ښاروالۍ په وینا، د روژې په میاشت کې د کابل د ټولو سیمو بې وزلي کسان کولای شي چې؛ د ښاروالۍ له خوا د ویشل کیدونکي روژه ماتي نه استفاده وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د سوداګرو او صنایعو خونې چارواکي وايي؛ په پام کې لري چې، په کابل کې سلګونو کورنیو ته د روژۍ میاشتې په ویاړ د خوراکي موادو مرسته وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مطبوعاتو مسوول "محمد هاشم رسولي" وویل، چې دوی په پام کې لري چې په کابل کې زرو بې وزلو کورنیو اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد وویشي.

"موږ بیاهم سږکال په نظر کې لرو او پرون مو په دې اړه له ملي سوداګرو سره جلسه درلوده او خبرې مو وکړې؛ اناشاالله هر هغه څه چې دوی ضرورت وینی په همغه اندازه به د سخاوت په صنوق کې پیسې جمع کوي. کومه جلسه چې موږ درلوده د هغې له مخې په لومړی قدم کې سږکال پر زرو بیوزلو کورنیو په کابل کې خوراکي توکو ویشو او د دې پروګرام لړۍ به نور ولایتونو ته غځوو."

په همدې حال کې په افغانستان کې د افغان ترک لیسو مسوولین وايي؛ چې دوی هم د روژې په میاشت کې د افغانستان په کچه له زرګونو بې وزلو کورنیو سره خوراکي مرسته کوي.

د دغو لیسو سلاکار احمد فواد وايي، دغه مرستې به د روژې میاشتې په اوږدو کې په کابل، جوزجان، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې په شاوخوا پنځه زره بې وزلو کورنیو وویشل شي.

په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه ده او د روژې په میاشت کې د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو له امله ډیری بې وزلې کورنۍ له ستونزو سره مخامخ کیږي او ځینې آن د روژه ماتې لپاره د خوړو د برابرولو توان هم نه لري.

که د شته منو کسانو له خوا په روژه کې بې وزلو سره د مرستو لړۍ جارې وساتل شي؛ نو یو شمیر ناداره کورنۍ به وشي کولای چې لږ تر لږه تر دوژې په میاشت کې یوه غوړه مړۍ پیدا کړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG