د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

نورستاني: په راتلونکي انتخاباتو کې د تقلب د مخنیوي لپاره باید الکترونیکي تذکرې وویشل شي


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د افغانستان له نوي حکومت څخه غواړي چې؛ د الکترونیکي تذکرو د ویش او د افغانستان د وګړو د دقیقي احصایې په برخه کې جدي اقدام وکړي.

د دغه کمیسیون رییس د جمعې په ورځ د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته د اعتبار نامې د ورکولو په غونډه کې وویل؛ تر هغو چې په دې برخه کې اقدام و نه شي؛ نو د تقلب او تخلف ستونزه به حل نشي.

احمد یوسف نورستاني په دې اړه داسي وویل:

"تر څو چې افغانستان الکترونیکي تذکرې ونه لري؛ تر هغو چې د رای ورکوونې په شرایطو د برابرو کسانو شمیر معلوم نه شي؛ انتخاباتي حوزې معلومي نه شي او د رای ورکوونې په مربوطه انتخاباتي حوزو کې د رای ورکوونکو لست مشخص نه شي؛ که له آسمانه ملایکه هم راولی؛ د تقلب او تخلف دا ستونزې به له دې هیواد څځه ورکي نه شي."

نوموړي د انتخاباتي بهیر د ځنډني کېدو په خاطر له خلکو بخښنه وغوښته.

ده دغه راز وویل، ښایي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو شمیر کارکوونکي هم د دوهم پړاو انتخاباتو په تقلب کې ښکیل واوسي، خو زیاته یې کړه چې؛ د انتخاباتي ټيمونو له لورې هم تقلب شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تیره یکشنبې اشرف غني احمدزی نوی ولسمشر اعلان کړ.

خو دا یې و نه ویل چې، ښاغلیو احمدزي او عبدالله د جمهوري ریاست په دوهم پړاو انتخاباتو کې څومره رایې ترلاسه کړي دي.

دې کار د افغانستان د ولسي جرګې غبرګون وپاروه او په ولسي جرګې کې یو شمیر استازیو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لورې د رایو د نتایجو نه اعلانیدل له قانون څخه سرغړونه و بلله.

خو نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي چې د جمعې په ورځ یې ده ته د انتخاباتو د کمیسیون له لورې د اعتبارنامې د ورکولو په غونډه کې خبرې کولې؛ ژمنه وکړه، چې انتخاباتي نظام به په اساسي توګه اصلا کړي:

"هم زما او هم د ډاکټر صاحب عبدالله ژمنه دا ده چې؛ کوم ټکي چې نورستاني صاحب یاد کړل، هغه د خپلو کارونو په سر کې ځایوو او د افغانستان انتخاباتي نظام په اساسي توګه اصلاح کوو."

تر دې یوه ورځ مخکې ډاکټر عبدالله عبدالله چې د ملي وحدت په حکومت کې به اجرایوي رییس وي؛ هم په یوه غونډه کې د افغانستان د انتخاباتي نظام پر اصلاح کولو ټينګار وکړ.

ټاکل شوې راتلونکې دوشنبې د افغانستان نوی ولسمشر د لوړې مراسم تر سره کړي او عملاً په کار پيل وکړي.

XS
SM
MD
LG