د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغانانو لپاره د ولسمشر حامد کرزي میراث


حامد کرزي دطالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته په تیرو دیارلسو کلونو کې دافغانستان مشري وکړه.

دافغانستان له قانون سره سم یي نشوکولای چې د جمهوري ریاست په وروستیو انتخاباتو کې ددریمی دورې لپاره ځان کاندید کړي.

ځینو اندیښنه درلوده چې حامد کرزی به دواک له پریښودو وروسته هم په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي خو هغه وویل د واک له پریښودو وروسته په هغې ماڼۍ کې چې په ارګ کې دننه ورته جوړه شوې وه نه اوسې او دکابل په یوه عادي کور کي ژوند کوي.

حامد کرزی چې دواکمني يې څو شپې ورځې پاته دي د خپل اقتدار یو ضد او نقیض میراث په ځای پریږدي.

دآزادي راډیو خبرې څانګې دحامد کرزي د واکمني دمیراث په هکله یو مطلب کې چي سلطان محمد سرور يې وړاندې کوي دڅو نخبه افغانانو نظر را اخیستې .

دطالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې یواځی یو مشر حامد کرزی پیژندلی. هغه دجمهوري ریاست له دوو ستونزمنو او جنجالی دورو وروسته اوس په سوله ایزه توګه واک پریږدي. http://www.rferl.org/media/photogallery/afghanistan-politics-karzai/26577771.html?1

دطالبانو دواکمنۍ له نسکوریدو وروسته په تیرو دیارلسو کلونو کې دافغانانو په ژوند کې څه بدلون راغلی.

http://www.rferl.org/contentinfographics/afghanistan-socioeconomic-indicators-post-taliban/26602137.html

دافغانستان دملی امنیت دریاست پخوانی مشر امرالله صالح چې په حامد کرزی یې زغرده نیوکي کړي وايی جمهور رییس کرزی دخپلې واکمني د دوران درې بیلابیلې مرحلې لري.

حامد کرزی له ۲۰۰۱ کاله تر۲۰۰۴ کاله پورې یو اتل ګڼل کیږي. له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ پورې یې دیوه زیرک سیاستوال په توګه دخپل واک دبنسټ دټینګولو کوشش وکړ او د صالح په وینا دتفرقه واچوه حکومت وکړه سیاست ته یې مخه کړه او د حکومت له منابعو ، خپل مشروعیت او نړیوال حمایت څخه په استفاده یې خپل ځانته یوه دایره جوړ کړ.

دافغانستان داستخباراتو پخوانی مشر امرالله صالح په دې باور دی چې جمهور رییس حامد کرزي دخپلې واکمني په وروستیو کلونو کې خپل رول دیوې ډلې ترمشرتابه محدود کړ او په ځای ددې چې دواک دیوه ویاړمن انتقال زمینه برابره کړي دصالح په وینا قومی ګټو ته یې ډیره پاملرنه وکړه.

نادر نادري ، دبشري حقوقو وتلی مدافع او دافغانستان دآزادو او عادلانه انتخاباتو دموسسې مشر هم په دې باور دی چې جمهور رییس کرزی دخپلې واکمنی یو مختلط میراث په ځای پریږدي.

هغه وایي سره لدې چې ځینې کسان دیوې ستونزمنې راتلونکې اټکل کوي خو هغه پریشاني چي له انتخاباتو وروسته رامینځ ته شوه مخکي یې اټکل شوی وو.

" هغه څه چې زه یې د حامد کرزي دواکمني منندوی یم دادي چې سره له هغو مهمو او ستونزمنو فعالیتونو چي ما په تیرو کلونو کې وکړل خوهیڅ کله هم د جمهور رییس لخوا د مستقیمو فزیکي عواقبو سره مخامخ نشوم.البته هغه ته نژدې کسانو او دیرو لویو چارواکو اندیښنې راته پيدا کولې ، او زه یې ګواښلم خو په مجموع کې رامینځ ته شوې فضا په حکومت باندې دافرادو انتقاد ته زمینه برابره کړې وه. زه شخصا مختلطه تجربه لرم."

نادر نادري په دې باور دی چې افغانستان دواکمنۍ په سوله ایز انتقال سره دقانون دحاکمیت لور ته استوار او تدریجی ګامونه اخلي.

رویاء محبوب په هرات کې دسیتادیل دکمپنۍ مشره په ټول افغانستان کې دګوتو په شمار هغو ښځو څخه ده چې نورو ته یې دکارزمینه برابره کړې.

دسافټ ویر دغه کمپنۍ چې دولتی ادارو او خصوصي موسسو ته خدمات وړاندې کوي اکثریت کارکوونکې یې ښځې دي.

ټایم مجلې تیرکال میرمن محبوب دنړۍ دسلو نفوذ لرونکو شخصیتونو په کتار کې معرفی کړه.

میرمن محبوب په دې باور ده چې حامد کرزي دخپلې واکمنۍ یو مثبت میراث په ځای پریږدي.

"جمهور رییس کرزی یو مثبت یادګار په ځای پریږدي. زه یې د ولسواکۍ پلار ګڼم . هغه دهیواد لومړی مشر دی چي واک په سوله ایزه توګه راتلونکي ولسمر ته پریږدي. خو بیاهم کیدای شو چې لدې یې نورهم ښه کارونه کړي وای. په تیرو دولسو کلونو کې دنړۍ د ګڼو هیوادونو افغانستان دخپلې پاملرنې په مرکز کې درلوده. خو دتاسف ځای دی چې مونږ لدغه فرصته ښه استفاده ونکړه. مونږ له مثبتو اړخونو باید سترګې پټې نه کړو خو دلا ډیرو لاس ته راوړنو امکانات وو. شاید د پنځه ځله زیاتو لاس ته راوړنو امکانات. که هغه بهترټیم او پلانونه لرلای نو نن ورځ به مونږ یو بل افغانستان درلودای.،،"مهور رییس کرزي قومي تربګنی کمه کړخ او ټول قومونه یې په یوه دولت کې سره غونډ کړل."

هغه وايي چې جمهور رییس کرزي داسې ولسواکي او دبیان آزادي مروج کړه چي پخوایی په هیواد کې مثال نه وو لیدل شوی. د ښوونې او روزني ، روغتیايي خدماتو او درسنیو په آزادي کې هم لاس ته راوړنې لري.

میرمن محبوب باورکوي چي افغانستان دیوې روښانې راتلونکې په لور ګامونه اخلي.

دکندهار دولایتی شورا مشر آغا لالی دستګیری په کوم سیاسی ګوند پورې ارتباط نلري. هغه هم په دې باور دی چې حامد کرزی دخپلې واکمنۍ یو مثبت میراث لري.

"جمهور رییس کرزي دملی یووالي لپاره سختې هلې ځلې وکړې. دهغه دزیارونو او خبرو په ترځ کې طالبانو دیارلس کاله پخوا قندهار په سوله ایزه توګه خلکو ته وسپاره. که چیرې دهغه زیارونه نه وای احتمال وو چې سخت جنګ او دمرګ ژوبله وشي. پخوا په افغانستان کې ډیر جنګونه شوي . حامد کرزی له نورو ولایتونو او قومونو سره کار وکړ او ملی یووالی یي ټینګ کړ او سوله یی راوستله. نړیوال فشارونه وو خو هغه ابتکارونه چي هغه دفشارونو سره سره وکړل پرمختګ او ملی وحدت یې رامینځ ته کړ."

آقا لالی دستګیری هم دښوونې او روزنې او روغتیایی خدماتو په بهتروالي او دامنیتي ځواکونو په تاسیس او ددولت دزیربنا په رغونه کې دحامد کرزي لاس ته راوړنې ستايي.

XS
SM
MD
LG