د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

"يو سړی او موټر سايکل يې"


بيټې ډام چې اوس مهال په کابل کې د CNN خبرياله ده، په افغانستان کې يې اته کاله کار کړی دی.

دې د پخواني ولسمشرحامد کرزي په هکله يو کتاب ليکلی دی چې نوم يې دی يو سړی او موټر سايکل يې.

په دې کتاب کې بيټې ډام د حامد کرزي د واک ته رسېدو او له هغه وروسته د سياسي ژوند په هکله د تحقيق پربنسټ ليکل کړي دي. بيټې ډام د دې کتاب د ليکلو لپاره په افغانستان کې دننه بېلابېلو سيمو ته سفرونه کړي دي او اوس د طالبانو په هکله پر يوه بل کتاب کار کوي.

له دې سره ملالۍ بشير مرکه کړې:

پوښتنه:

ستاسې د کتاب له عنوانه چې، يو سړی او موټر سايکل يې، څخه داسې څرګنديږي چې پخوانی ولسمشرحامد کرزی تر ۲۰۰۱ م کال مخکې يو نا پېژندل شوی کس وو.

دا فکر لومړی ځل چا ته ورغی چې حامد کرزی د افغانستان مشري کولای شي؟

ځواب:

زما په فکرکرزی تر ۲۰۰۱م کال مخکې دومره نامتو سياستوال نه وو. خو دده پلار په جنوب او کابل کې يو پېژندل شوی کس وو. کرزي په خپله ډېر زيارکښ چې له ټولو سره ښه اړيکې ولري.

ده په اسلام اباد کې د امريکا له سفارت سره خبرې کولې، په اسلام اباد کې يې له ملګروملتونو سره خبرې کولې، د پاکستان له استخباراتو سره يې خبرې کولې او له سي ای اې سره يې خبرې کولې. نو ټولو کرزی پېژندی او کرزي دوی پېژندل.

ما کرزی د يوه عملي سياستوال په توګه هغه وخت وپېژندئ چې د سپتمبرله يوولسمې مخکې يې غوښتل ډېرنفوذ ولري او د دې کار لپاره ده ډېر زيار وايستی او بريالی هم شو.

کله چې په امريکا کې د يوولسم سپتمبر پېښه وشوه، امريکايان دومره اماده نه وو، چې څوک به د افغانستان مشري کوي. نو دوی د وړکسانو په لټه کې وو.

پوښتنه:

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، کرزي له مجاهدينو سره کار کړی وو او د هغوی له لارې له امريکایانو سره.

خو هغه کوم وخت وو، چې کرزی پوه شو چې دی هغه کس کېدای شي چې د نړيوالې ټولنې په مرسته د طالبانو څخه واک تر لاسه کړي؟

ځواب:

ما دا پوښتنه له حامد کرزي څخه په خپله وکړه. ده ماته وويل چې د سپتمبر د يوولسمې د پيښې وروسته، دی پوه شو چې په افغانستان کې به هرڅه بدل شي او دی به په دې هرڅه کې ونډه لري.

دی به د طالبانو د واک په نسکوره کولو کې له امريکايانو سره مرسته کوي او نوی حکومت به جوړوي.

ده په خپله وويل: ما د ولسمشرجوړېدو هيڅ مقصد نه درلودی.

زه نه پوهېږم چې دا څومره ريښتيا دي خو زه فکر کوم ده د خپل هېواد لپاره يوڅه کول غوښتل اوغوښتل يې يو قوي مقام، لکه وزارت، ترلاسه کړي.

خوکله چې کابل د نومبرپه مياشت کې د طالبانو له لاسه ووتی، دی پوه شو، چې دی به ولسمشر وي.

پوښتنه:

کرزي ته نژدې خلک وايي، دی له امريکا سره نه وو موافق چې پخواني مجاهدينو ته ډېر واک ورکړي.

په لومړيو ورځو کې د ده اړيکې له مجاهدينو سره څنګه وې؟

ځواب:

زه فکرکوم، حامد کرزي له ډېرو مجاهدينو سره ښې اړيکې درلودې.

د مثال په توګه، دی د حکمتيار او مسعود له ډلو سره په تماس کې وو، ده دوستم، اسماعيل خان او ځيني نور قوي قومندانان پېژندل چې د جهاد له وخته راپورته شول او ډېرمهم شول.

د سپتمبر د يوولسمې د پيښې وروسته، کله چې حامد کرزی په خپله هم ډېرڅرګند شو، زه فکرکوم چې ده غوښتل لږ بدله کابينه ولري.

ترټولو مخکې حامد کرزي له طالبانو سره د سولې هڅې وکړې. دی په دې باور وو، چې طالبانو ته د اسامه بن لادن له خوا د سپتمبر د يوولسمې د بريدونو په اړه هيڅ معلومات نه وو ورکول شوي او دی اوس هم په دې باوردی چې طالبانو پرامريکا په حملو کې لاس نه درلودی.

له هغه وروسته چې طالبانو امريکا ته اسامه بن لادن په لاس ورنه کړ او دوی طالبانو ته ماته ورکړه، حامد کرزي ډېرو طالبانو ته عفوه اعلان کړه.

دوی ته يې د عفوې وړانديزونه وکړل او ورته يې وويل چې په راتلونکې کې به ورسره واک شريک کړي او يوځای به درسره کار وکړي.

له دې موافقې وروسته، امريکا مداخله وکړه ځکه چې د امريکايانو په اصطلاح، طالبان دښمانان وو.

دوی به ويل، چې القاعده او طالبانو پرامريکا په حملو کې لاس درلود.

کله چې کرزی په امريکايي هلي کوپترکې کابل ته راغی، دی له طالبانو سره د موافقې سره نه بلکه له جګړه مارو مجاهدينو ډکې کابينې سره راغی.

دا د کرزي لپاره يو تريخ پيل وو، خو دا ريښتيا ده چې دده کابينې د امريکا ملاتړ درلودی.

پوښتنه:

ډېر افغانان په دې باور دي چې د کرزي په حکومت کې جګړه مار مجاهدين نور هم قوي شول.

کرزي ولې د دوی د مخنيوي لپاره هيڅ ونه کړل؟

هو، ولې کرزی په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵م کال کې خپله دنده نه پرېښوده؟

ولې يې هغه وخت خپله دنده نه پرېښوده، چې دی پوه شو چې د جګړه مارانو لري کول او د هېواد د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره د پوه کسانو کابينه جوړول امکان نه لري؟

يوافغان مشربه داسې کار ونه کړي او په ځانګړې توګه حامد کرزي دومره په اسانه ماته نه منل.

ده هڅې وکړې چې د ځينو جګړه مارانو مخه ونيسي. خو زه دا فکرهم کوم چې دی يو عملي او د وخت ملګری مشر وو، چې له ځان سره به يې ويلي وي، دا اوس نوی حالت دی، زه بايد ورسره وچلېږم او زه به ورسره وچلېږم.

خو دی د دې کابينې په مخنيوي کې پاته راغی چې د ملګرتيا، کورنيو اړيکو او واسطو پر بنسټ جوړه شوې وه او له همدې کبله، کابينه ورځ په ورځ نوره هم په اداري فساد ککړېده.

پوښتنه:

د کرزي او امريکا خپلمنځي اړيکې به څنګه شي؟

موږ پوهيږو چې د کرزي تجربې ته په کتو سره به دی نوي حکومت ته ښې سلاوي ورکړي.

د کرزي او امريکا لپاره اوس دا خبره څومره مهمه ده چې بيرته خپلې اړيکې سره سمې کړي؟

ځواب:

تېروتنې يوازې له کرزي څخه نه دي شوي بلکه له دواړو خواوو شوي دي.

تېروتنې امريکا هم کړي دي چې د ځايي خلکو په هکله يې دومره معلومات نه درلودل او دوهم دا چې د خپلو ځانګړو ځواکونو يا Special Forces له لارې يې د جګړه مارو مجاهدينو ملاتړ کاوه.

اوس مهال زه فکرکوم د افغانستان لپاره يو نوی پيل دی.

زه هيله منه يم چې دا پيل به د افغانانو لپاره د ښه حکومت جوړولو مثبت پيل وي او له همدې کبله، د کرزي او امريکا دواړو لپاره ډېره مهمه ده چې يوه منځلاره خپله کړي او د ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي او کېدای شي د افغانستان د ښېګړي لپاره او د دې لپاره له یو بله بخښنه وغواړي او د کرزي خدمتونو ته ارزشت ورکړي.

حامد کرزی اوس هم ډېرمهم دی. دی په کندهارکې نفوذ لري او د طالبانو دننه هم. دی د سولې په خبرو کې مهم رول لوبولی شي.

پوښتنه:

تاسو د سولې د خبرو لپاره د حامد کرزي د ارزښت يادونه وکړه. له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ولې تراوسه کرزي هيڅ پرمختګ ونکړای شو؟

ځواب:

د افغانستان په تاريخ کې تر ټولولويه د سولې موافقه کرزي له طالبانو سره د سپتمبر له يوولسمې وروسته په ۲۰۰۱م کال کې وکړه.

خو امریکايانو دا موافقه نه غوښتله. وروسته، امريکايانو د سولې ملاتړنه کوی.

دوی دلته د جګړې لپاره راغلي وو. هغوی کابل او نورو ولايتونو ته عسکر، درنې وسلې او ايف ۱۶ الوتکې راوړې چې طالبان پرې مات کړي.

دا جګړه له لومړۍ ورځې سياسي جګړه وه چې د جګړې پر ځای په خبرو حلېدای شوه.

زه د کرزي شا او خوا خلکو سره خبرې کوم چې راته وايي کرزي له طالبانو سره تماس نيولی وو.

خو ده په دې کار کې ملاتړ نه درلود. دا ملاتړ نه يوازي د امريکايانو له خوا نه وو بلکه د کرزي د خپلو خلکو له خوا هم نه وو.

د ده شا او خوا خلک د خپل قدرت په لټه کې وو او نه يې غوښتل خپل واک له طالبانو سره وويشي.

د شمالي ټلوالې خلک لکه فهيم او د مزارشريف عطا نه غوښتل چې له طالبانو سره سوله وکړي.

دا هرڅه د سولې لپاره وو هم نه. يوازي هغه وخت د سولې خبرې راپورته شوې چې امريکايانو غوښتل له افغانستانه نور ووځي.

پوښتنه:

په عمومي توګه تاسې کرزی څنګه تشريح کوی؟ دده کمزوريانې او توانونه څه دي؟

ځواب:

د کرزي کمزوري په دې کې وه چې ده هغه خلک چې له حکومته يې سرغړونې کولې، له خپلو دندو نه ګوښه کول.

د دې کار لپاره ده ملاتړ نه درلود او دی په خپله دومره قدرت نه درلودی چې دا کار وکړي. دا خبره د هيواد په زيان تمامه شوه.

کرزي اغېزمن شخصيت درلود او ده غوښتل چې ټول خلک خوشاله وساتي. له همدې کبله، ده ډيرو خلکو ته چوکۍ او لوړې دندې ورکولې.

ده وکړای شو چې لږ تر لږه يو با ثباته افغانستان جوړ کړي او هيواد يې د کورنۍ جګړې منګولو ته ونه لوېږي. خو د دې کار په پايله کې، اداري فساد ډېر زيات شو او د هيواد اقتصاد زيانمن شو.

شخصاً ماته کرزی ډېر دوستانه ښکاري چې لويديځ ته ډېر پرانيستی زړه لري.

XS
SM
MD
LG