د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

محسني: له لوی اختر وروسته به د ولایتي شورا د انتخاباتو پایله اعلان شي


ټاکل شوې وه چې؛ د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتیجه د ولسمشرۍ د دوهمې دورې د انتخاباتو له پایلو سره یوځای اعلان شي خو دا کار وځنډید.

اوس د انتخاباتي شکایتونو کمیسون وايي، له لوی اختر وروسته به د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو وروستۍ پایله اعلان کړي.

د دې کمیسون ویاند نادرمحسني ازادۍ رادیوته وویل، ټاکل شوې وه چې؛ له اخترمخکې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي خو د دوه ولایتونو د رایو په شمېرکې د ستونزوله امله دا کار وځنډید:

″هڅه کېده چې له اختر مخکې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتیجه د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته واستول شي.خو د نورستان او ننګرهار ولایتونو د رایو په شمېرکې د ستونزې له امله د وروستۍ نتیجې اعلان وځنډید چې له اختر وروسته به وشي.″

د ولایتي شوراګانو انتخاباتو د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یوه ورځ د تیرې حمل میاشت په ۱۶ نیټه ترسره شول.

دوهم دورته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د تلو له امله د انتخاباتو خپلواک کمیسون وویل، چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتیجه به هم د ولسمشرۍ د دوهم دور له پایلو سره یوځای اعلان کړي.

د ولایتي شوراګانو د نتیجې په اعلان کې د ځنډ په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون ویاند ښاغلی محسني وايي:

″د انتخاباتو خپلواک کمیسون له موږ سره لازمه همکاري نه درلوده او په همدې دلیل زموږ کار زیات وخت ونیو.

کله چې راېې شمېرل کېږي نو د انتخاباتو کمیسون باید د رایو صندوقونه د انتخاباتي شکایتونو کمیسون ته وسپاري.

په دې برخه کې د انتخاباتو د کمیسون د نه همکارۍ له امله د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون چارې هم وځنډیدې.″

د زیاتوهڅوسره سره بیاهم ونه توانیدو چې په دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسون نظر واخلو.

د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ابتدايي نتیجه د تیرې ثورمیاشت په ۳۱ نیټه اعلان شوې.

د دغو نتیجوله مخې د ۴۵۸ بریالیو کاندیدانو له ډلې څخه ۹۷ يې ښځې او ۳۶۱ يې نارینه دي.

XS
SM
MD
LG