د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

ولسمشر غني: د امریکا او افغانستان په اړیکو کې نوی فصل پرانستل کیږي


ولسمشر اشرف غني وایي، چې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې به پنځه ویشت ورځې وروسته یو نوی فصل پرانستل شي.
ښاغلي غني نن ماښام په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیر چک هیګل سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې د دې فصل په پرانستلو سره به په هیواد کې د قوې استعمال پای ته ورسیږي.
ولسمشر غني وایي، چې له امریکا سره نوې اړیکې به د امنیتي او ستراتيژیکو همکاریو د سند په اساس وي او دا هیواد به له افغان ځواکونو سره د تمویل او تجهیز په برخه کې مرسته کوي.
"دی په داسې وخت کې افغانستان ته راغلی، چې د افغانستان او امریکا مناسبات پنځه ویشت ورځې وروسته تغیر کوي؛ په افغانستان کې د قوې استعمال چې په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک په اساس پیل شوی و؛ د ډسمبر په یودیرشمه نیټه پای ته رسیږي؛ د افغانستان امنیتي ځواکونه د هیواد د امنیتي چارو مسولیت په غاړه اخلي.
ولسمشر غني وایي چې د امریکا د دفاع له وزیر سره یې د سولې په اړه هم خبرې کړي او ورته ویلي یې دي چې د سولې ټینګښت ته باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه کار وشي.
د امریکا د دفاع وزیر د شنبې په ورځ غرمه مهال په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی او د ولسمشر اشرف سربیره یې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قومندان او خپلو یوشمیر سرتیرو سره وکتل.
چک هیګل، چې د واک موده یې مخ په ختمیدو ده له ولسمشر غني سره په ګډ خبري کانفرانس کې افغانستان ته د خپلو مرستو ډاډ ورکړ.
هیګل وویل، چې اوباما به د روانې میلادي میاشتې په پای کې په افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته ورسوي او په افغانستان کې به نوی ماموریت پيل کړي.
هیګل وویل، دوی امنیتي وضعیت ته په کتو پلان لري، چې له ۹۸۰۰ امریکا عسکرو سربیره زر نور اضافي عسکر هم د موقت وخت لپاره په افغانستان کې وساتي.
نوموړي وویل، چې دا زر اضافي عسکر به یې نوی ماموریت تر پوښتنې لاندې را نه ولي.
د امریکا د دفاع وزارت وویل، چې ځواکونه به یې په افغانستان کې د القاعده او د هغوی ملاتړي تعقیبوي او له منځه به یې وړي.
چک هیګل د ملي وحدت حکومت جوړیدل هم وستایل او دا یې د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه ښه زمینه وبلله.

XS
SM
MD
LG