د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

"د لندن ژمنې په حقیقت کې هغه ژمنې دي چې له افغان ولس سره مو کړي"


ولسمشر غني وايي، د لندن په کنفرانس کې یې چې حکومت له نړیوالې ټولنې سره د اصلاحاتو کومې ژمنې کړي؛ په حقیقت کې هغه ژمنې دي چې دوی له افغان ولس سره کړي.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیر چک هیګل سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل؛ د اصلاحاتو په برخه کې دا ژمنې پر دوی له بهره نه دي تحمیل شوي؛ بلکې افغان حکومت یې خپله د عملي کولو غوښتونکی دی.

ولسمشر غني چې پرون د اروپا له څو ورځني سفر افغانستان ته ستون شو؛ په دې خبرې غونډه کې وویل چې حکومت یې بنیادي؛ تدریجي او هر اړخیز اصلاحاتو راوستل غواړي.

نوموړي په دې برخه کې د ملي وحدت د حکومت لومړنیو هڅو ته اشاره وکړه چې د ده په وینا؛ په امنیتي ادارو کې دي. ولسمشر غني وویل هڅه کوي؛ څو ډاډمنه کړي چې د امنیتي ادارو یو پول هم بې ځایه ونه لګیږي.

نوموړي د افغانستان په اردو کې په تیرو دوو میاشتو کې بدلونونه یاد کړل او ویې ویل حکومت یې په یو اقدام کې پنځلس لوړ پوړي نظامي افسران تقاعد ته سوق کړي. ده زیاته کړه، هڅه کوي چې د اردو په لوړو څوکیو د اشخاصو ټاکنه د وړتیا پر اساس په دقت او غور وشي.

افغان ولسمشر په دې خبرې غونډه کې دا هم وویل چې ټولنه بدلونو ته چمتو دی او سیاسي اراده هم موجوده ده. خو د ده په وینا د دومداره بدلونونو لپاره وخت ته اړتیا ده او په یو ورځ یې ترسره کول ممکن نه دي.

ولسمشر غني وویل، په افغانستان کې د سولې اړتیا او د سولې په برخه کې د سیمه ییزو او نړیوال ملاتړ مساله یې هم د امریکا د فاع له وزیر سره د بحث له مهمو مسلو څخه وه. نوموړي زیاته کړه: له یوې خوا ګواښونه موجود دي او له بلې خوا فرصتونه، نو دې ته اړتیا ده چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه له یو بل سره همکاري وکړو.

”موږ پر دې باندې ټینګ ولاړ یوو چې باید هر اړخیزې سولې ته ورسیږو. د سولې د نقشې لپاره باید ملي، سیمه ییز او نړیوال شرایط اماده شي او دا منسجم او هر اړخیز فکر او کار غواړي او موږ غواړو دا په تدبیر؛ تامل او دقت سره که خدای (ج) کول مخکې یوسو.“

افغان ولسمشر په خپل حکومت کې د اصلاحاتو او هیواد کې د سولې په اړه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه د لندن له کنفرانس څخه ستون شوی.

د افغانستان په اړه د پنچشنبې په ورځ د لندن په کنفرانس کې چې بریتانیا او افغانستان یې کوربانه وود شپیتو هیوادونو لوړو پوړو چارواکو او استازو برخه اخیستې وه.

په دې کنفرانس کې نړیوالو له افغانستان سره د مرستې او ملاتړ ژمنې تازه کړې او افغان حکومت د نړیوالو مرستو د پرځای لګولو او په حکومت کې د اصلاحاتو تهعد وکړ.

XS
SM
MD
LG