د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

ولسمشر غني: افغان ولس هیڅ کله ترور ته نه تسلیمیږي


نوی افغان حکومت سره له دې چې د تروریستي حملو د مخنیوي په برخه کې د اقداماتو خبره کوي؛ له افغانانو غواړي چې ټول د ترور پر وړاندي غږ پورته کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډط ته د وینا پر مهال تروریستي حملې غیر اسلامي او غیر انساني وبللې.

ښاغلي غني له خلکو په ځانګړي توګه علماوو؛ قومي مشرانو او مدني ټولنو وغوښتل چې د ترور په وړاندې په یوه غږ نه ووايي:

"دا اعمال د منلو وړ نه دي، دا اسلامي او انساني نه دي. ټولنه باید په یوه غږ آواز پورته کړي. خاصتاً له علماوو، قومي مشرانو او مدني ټولنو نه غواړو؛ ټول په یوه آواز جګ شي، ترور نه منو."

ولسمشر محمد اشرف غني همدا رنګه وویل؛ اوس دې ته اړتیا ده چې ټولنه له ډاره خوندي شي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د تروریستي بریدونو د غندلو او پر وړاندې یې د غږ د پورته کولو خبره کوي چې افغانستان او په ځانګړي توګه کابل ښار په وروستیو کې د خونړیو تروریستي حملو شاهد و.

په تر ټولو تازه پيښه کې د شنبې په ورځ په کابل او هلمند کې په انتحاري او ډله ییزه حمله کې شپږ د ملي اردو سرتیري او د ماین پاکۍ د یوې موسسې دولس کار کوونکي ووژل شول او څه باندې لس کسان ټپیان شول.

دولت په وروستیو کې وویل، په ښارونو په خاصه توګه مرکز کابل کې د وسله والو حملې ځکه زیاتي شوي چې دوي په مخامخ جګړو کې ماتې خوړلې او اوس غواړي په دې ډول حملو سره د رسنیو پام ځان ته راواړوي.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني وايي؛ که د دې تروریستي حملو هدف دا وي چې حکومت د سولې د راوستو لپاره خپله اراده بدله کړي؛ نو د ده په خبره افغانان به هیڅ کله هم تسلیم نشي:

"که د تروریستي اعمالو هدف دا وي چې موږ له سولې څخه انکار وکړو؛ ځواب یې نه دی. خو که دوی فکر کوي چې په تروریستي اعمالو سره زموږ اراده ضعیفوي؛ نو په دې باید پوه شي چې افغان ملت واحده اراده لري او هیڅ کله ترور ته نه تسلیمیږي."

ښاغلی غني وايي، باید پر داسي لارو چارو کار وشي چې په افغانستان کې دایمې سوله راولي او د نوموړي په وینا دا کار صبر او تدبیر ته اړتیا لري.

کارپوهان په کابل کې د انتحاري حملو او چاودنو د زیاتیدو لامل دا بولي چې لا هم د کابینې غړي نه دي ټاکل شوي او ټینګار کوي چې د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره باید پر کشفي او استخباراتي ارګانونو پانګونه وشي.

XS
SM
MD
LG