د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

ولسمشر غني په هلمند کې د واده پر مراسمو د راکټي برید په اړه د تحقیقاتو امر کړی


افغان ولسمشر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په هلمند کې د واده په مراسمو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کلکه غندلې ده.

ولسمشر اشرف غني د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د واده مراسمو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خواشینې ښودلې ده.

د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې و لسمشر اشرف غني د دې پیښې په اړه د جدي پلټنې سپارښتنه کړې ده.

اعلامیه زیاتوي چې ولسمشر د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته دنده وسپارله چې یو ګډ صلاحیت لرونکی پلاوی سیمې ته ولیږي او پیښه له نژدو وڅیړي.

د چهارشنبه په ورځ د سنګین ولسوالۍ په څاروان قلعه سیمه کې د واده پر مراسمو راکټ ولګید چې ۲۵ تنه ملکي وګړي په کې مړه او ۴۵ نور ټپیان شول. د سیمې اوسیدونکي وايي، دا راکټ مراسمو ته نژدې د ملي اردو له یوې پوستې څخه ویشتل شوی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال "تداماچي یاماموتو" هم په یوې اعلامیې کې پر افغان چارواکو غږ کړی چې د پیښي په اړه جدي پلټنې وکړي او د داسې پيښو د دوام د مخنیوي لپاره اړین ګامونه واخلي.

یاماموتو وايي، په ملکي سیمو کې د راکټ ویشتل د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو له مخې منع شوی دی.

د قربانیانو کورنیو او نورو هلمندیانو په مرکز لښکر ګاه کې لاریونونه پیل کړل.

دوی له ولسمشر څخه غواړي چې له عاملینو سره قانوني چلند وشي؛ کنه نو دوی به له حکومت سره له همکارۍ څخه لاس واخلي.

د میوند ۲۱۵ قول اردو مرستیال دا ومنله چې په هلمند کې د واده پر مراسمو راکټ د ملي اردو له خوا شوی دی؛ خو وايي، دا کار وروسته له هغه وشو چې د واده مراسمو له یوه نژدې کور څخه پر دې پوستې حمله وشوه.

XS
SM
MD
LG