د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

"له سیاسي صحنې څخه د مجاهدینو لرې کول د هېواد امنیت اوثبات ته زیان رسوي"


پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف
پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف

پخواني جهادي مشران وايي چې اوسنی نظام د افغانستان د جهاد محصول دی او په کلکه به ورنه دفاع کوو؛ خو په حکومتي چارواکو یې هم غږ وکړ چې باید په واک کې د مجاهدینو ونډه سمبولیکه نه وي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د یکشنبې په ورځ له افغانستان نه د شوري اتحاد د سرتیرو د وتلو په نمانځ غونډه کې خبر داری ورکړ چې د له سیاسي صحنې څخه د مجاهدینو لرې کول د هېواد ثبات ته زیان رسوي:

"له سیاسي صحنې څخه د مجاهدینو لرې کول او هغوی ته په کمه سترګه کتل مجاهدینو ته زیان نه رسوي؛ دا د هېواد امنیت اوثبات ته زیان رسوي."

ښاغلي سیاف د ملي وحدت حکومت چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د سولې او له ګاونډیو هېوادونو سره په ستراتیژیکواړیکو په ګډونو په ټولو ملي مسایلو کې باید له ملت سره سالا او مشورې وکړي.

پخواني جهادي مشر همدرانګه طالبان او د اسلامي دولت ډله د یوه ډاکټر له دوو نسخو سره تشبهې کړې او زیاته کړه چې پخواني مجاهدین به د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې به د افغان ملي اردو ملاتړ وکړي.

عبدالرب رسول سیاف چې له افغانستان څخه د پخواني شوري اتحاد د لښګرو د وتلو په شپږویشتمې کلیزه کې زرګونو کسانو ته په د لویې جرګې په خیمه کې وینا کوله؛ وویل چې داسې اسناد لري چې د وسله والو طالبانو اعلامیې د کابل وزیر اکبر خان مینه کې لیکل کیږي.

په ورته وخت کې د کرزي په حکومت کې د ابو اونرژۍ وزیر او پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په افغان حکومت غږ وکړ چې د پخوانیو مجاهدینو له تجربو نه باید ګټه واخلي:

"هیله لرم چې مجاهدین په نظام کې سبولیک رول ونه لري؛ د هغوی له تجربو او د دوی له سپیځلي ارمانونونه چې سوله او ثبات او اسلامي نظام راو ستل وو؛ باید عظمي ګټه واخیستل شي."

ښاغلي اسماعیل خان که څه هم د چا نوم وانه خیست؛ خو وویل، د نوی را ټوکېدونکې ډلې په ګډون به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې اوسني نظام ته زیان ورسوي.

د غونډې بل وینا وال او د کرزي په حکومت کې د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل؛ هغه څوک چې د مجاهدینو ته په سپکه ګوري؛ په حقیقت کې د افغان مقدس جهاد ارزښتونو په سپکه سترګه ګوري.

ښاغلي ارغندیوال په ټول پخوانیو مجاهدین یوالي راته راوبلل:

"هیڅکه به هم چا ته اجاره ورنه کړو چې زموږ په منځ کې د قوم؛ ژبې او سمت په نومونو په بېلابېلو عنوانونو اختلاف رامنځ ته کړي."

پخواني جهادي مشران په داسې حال کې د ملي وحدت په حکومت کې د مجادینو په زیاتې ونډې ټینکار کوي چې د پخواني ولشمسر کرزي په حکومت کې تر ډېره مجاهدین په واک کې پاتې وو.

خو د ملي وحدت حکومت وايي؛ په حکومت کې ټول افغانان د کارکولو حق لري او هر هغه څوک چې په حکومت کې د کار کولو په معیار برابر وي؛ په حکومت کې به په دندو وګمارل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG