د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

فرخنده څوک او څه ارمانونه يي لرل؟


د فرخندې کورنۍ وايي، فرخنده له درې کلونو راهیسې د کار په لټه کې وه او غوښتل یې چې ښوونکې شي.

فرخنده د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښارشاه دوشمشیره زیات ته څیرمه، د قران کریم د سوزولو په توریو شمېرخلکو لومړی ووژله او بیا يې وسوځوله.

فرخنده چې تخلص یې ملکزاده و، له څوکلونو راهیسې د خیرخانې مینې د لب جرپه سیمه کې له خپلې کورنۍ ″مور او پلار، درې وروڼو او دوه خویندو سره اوسیدله.″

فرخندې خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي پورې، د بي بي ساره په ښوونځي کې چې د دوی کورته نږدې و، پاې ته رسولي او له هغې وروسته د اسلامې تعلیماتو د حاصلولو په مقصد د بي بي عاشې صدیقي په اسلامي دارالعلوم کې شامله او په دوه زده دیارلسم میلادي کال کې ترې فارغه شوې ده.

د فرخندې د کورنۍ د غړیو په خبره، له خلکو سره د فرخندې چلند له اسلامي اصولو سره سم او مهربانه و.

دوې وايي، فرخندې له اسلامي اصولو سره مینه لرله او غوښتل چې له دې لارې خلکو ته خدمت وکړي.

د فرخندې ورور مجیب اله په دې هلکه ازادۍ رادیو ته وویل:

″فرخنده یومتدین انسان او د لوې فکرخاونده وه.

دې غوښتل چې هر اقدام معقول اوسي او همدا موارد د یو شمېرکسانو ګټوته یې زیان رساوه او د دې د وژنې سبب شول.″

د فرخندې ګاونډیان د هغې د اخلاقو، ستراو حجاب په هکله وايي:

″۱- ګاونډیو سره د شهیدې فرخندې چلند نیک و، ما دلته لیدله. ا

سلامي حجاب يې په بشپړه توګه مراعاتاوه.

ما هیڅکله بې حجابه نه وه لیدلې.فرخنده یو متدینه ښځه وه.″

″۲- فرخنده د یوې ښې او نیکې ګاونډۍ په توګه پیژنم، دا یوه پاکه او باحجابه وه.

د دې له وژلو وروسته، ما او زما کورنۍ له خپګانه ارام خوب نه نه دی کړی.″

کورنۍ یې ویل، فرخنده له درې کلونو راهیسي په دې هڅه کې وه چې په کوم ښوونځي کې ښوونکې شي.

فرخندې د اصلاح د عالي دارالمعلمین په ژمنېو کورسونو کې هم زده کړې دي.

د دې دارالمعلمین ريیس احمداله مرشد صافي د فرخندې د کړو وړو او چلند په هکله وویل:

″فرخنده تل دې پسې وه چې قران څرنګه په صحیح توګه زده کړي او د قران د احکامو سره سم خلکو ته خدمت وکړي.″

د کورنیوچارو وزارت وايي، فرخندې غوښتل چې خلکوته رښتینې دین تبلیغ کړي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې دین د خپلو شخصي ګټو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو ريیس جنرال ظاهر وايي، فرخنده د روان میلادي کال د مارچ په نولسمه د پنجشنبې په ورځ، شاه دوشمشیره زیارت ته تللې وه چې په زیارت کې ناست جادوګر او تعویذ کوونکي له دې کاره وګرځوي.

د ښاغلي ظاهرپه خبره، په زیارت کې ناستو جادوګرو او تعویذ لیکونکو د دې لپاره چې دغې عایداتي منبع ته یې زیان ونه رسیږي، پر فرخندې یې د قران کریم د سوزولو تور پورې کړ.

د جادوګرو او تعویذ لیکنو له دغو چیغو سره، په سیمه کې موجودو څو تنو لنډغرو پرته له دې چې پرحقیقت ځانونه پوه کړي، د فرخندې وهل ټکول پیل کړل.

د پیښې پر مهال اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې پولیس د فرخندې د ژغورلوهڅې کوي خو، نه توانیږي.

کله چې فرخنده وژل کیږي او خبر يې په رسنیو او په تیره فیسبوک کې خپریږي.

د ګوتو په شمارڅو تنه پرې خوښیږي، خو اکثره خلک يې غندي او دا عمل غیر انساني او غیر اسلامي ګڼي.

له پیښې دوه ورځې وروسته د کورنیوچارو وزارت چارواکي اعلانوي چې د دوې څیړنو ښودلې چې په زیات کې د قران کریم هیڅ نسخه نه ده سوځول شوې او فرخنده بې ګناه ده.

فرخنده د تیرې یکشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د جنازې په مراسمو کې یې په زرګونوخلکو ګډون کړی و، د خیرخانې مینې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

له پیښې وروسته درې ورځې مسلسل د مدني ټولنې غړو، سیاستوالو او مختلفو سیاسي ګوندونو، د مظاهرو په کولو سره دغه وژنه غندلې ده.

د فرخندې کورنۍ او په زرګونو کابل ښاریان له حکومته غواړي چې د فرخندې قاتلین دې ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې ېې وسپاري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG