د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

کابل ښاریان وايي، حکومت دې د فرخندې د دوسیې څیړل نه ځنډوي


د فرخندې د وژلو څه باندې یوه میاشت تیره شوه، خولاهم هره ورځ لسګونه کسان د دې ځوانیمرګې د وژلوځای ته ورځي او هلته د ایښودل شوې ونې ننداره کوي.

د فرخندې د وژلو پرځای کې د مدني ټولنو غړو یوه شنه ونه ایښې او اوس دغه ځای د یوه نظرځای په توګه ټولو ته جالب شوی دی.

د هرې ورځې په تیریدو د فرخندې د وژلو دردونکې کیسه د خلکو له ذهنونو د وتو په حال کې ده، خو د دې د وژلو په ځای کې بیا ایښودل شوې شنه ونه خلکو ته بیرته د دې ځوانیمرګې د وژلو کیسه کوي.

اوس چې څوک د شاه دوشمشیره زیارت ته ځي او یا له هغې سیمې تیریږي نو دې ونې ته دریږي او فرخندې ته دعا کوي.

د سې شنبې په ورځ زه د همدې صحنې د لیدو لپاره دې سیمې ته ولاړم.

دلته لسګونه خلک راټول شوي وو او له حکومته یې غوښتل چې د فرخندې د دوسیې په څیړلو کې ځنډ ونه کړي.

د کابل ښار اوسیدونکي ملالۍ ازادي راډیو ته وویل، هرڅومره ژر چې ممکن وي باید افغان حکومت د فرخندې د قتل دوسیه نهايي کړي:

″زموږ غوښتنه له دولته دا ده، هغوکسانو چې د فرخندې په قتل کې لاس درلود باید سزا ورکړل شي او خلکو ورنه عبرت واخلي، ځینو کسانو چې د فرخندې په وژلوکې لاس درلود اوس ازاده ګرځي، له هغې ورځې چې دا پیښه شوي خلک ویره لري او له خپلو کورونو په ډاډ زړه وتلي نشي، خو په تیره بیا ښځې زیاتې ډاریږي او فکر کوي چې داسې پیښې بیا تکرار نشي.″

نوموړې وايي چې د فرخندې له وژلو وروسته په ټولنه کې د امن احساس نه کوي.

څه باندې یوه میاشت مخکې یو شمېرقهرجنوخلکو د کابل په شاه دو شمشېره زیارت کې د فرخندې په نوم یوه نجلۍ د قران کریم د سوځولو په تورپه بې رحمۍ سره ووژله.

سید حبیب الرحمن یو بل ځوان دی چې د فرخندي د وژلو ځای ته راغلی وو او له حکومت یې په دې برخه کې د عدالت د ټینګښت غوښتنه کوله.

ده ازادي راډيو ته وویل چې فرخنده لومړی مېرمن وه چې د عقیدتي خرافاتو مخ یې نیوله او خپله په کې هم قرباني شوه:

″دا د فرخندې شهیدې سړک دی چې د شاه دوشمشیره زیارت ته نږدې موقعیت لري زما احساس د یو مسلمان په توګه دا دی چې فرخندې د خرافاتو پرضد زړورتیا وښودله، د هغو کسانو او ملایانو پر وړاندې چې له دینه ناوړه ګټه اخلي او د ځمکې د کرې په مخ د یوې قهرماني ښځې په ډول خپل ځان وځلوه.″

دغه راز د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي چې د فرخندې د وژلو په تور ټول نیول شوي کسان په توقیف کې دي او دوسیې به یې ډېر ژر محکمې ته ولیږي.

د لوی څارنوالۍ ویاند بصیرعزیز د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په خبروکې هغه تورونه هم رد کړل چې ګنې د فرخندې د وژلو په تور یو شمېر نیول شوي کسان د پيسو په بدل کې خوشې شوي دي.

بل خوا د افغانستان د کورنیوچارو وزارت د فرخندې د وژلوپه تورد هغو کسانو د نیولو په سر ۱۰۰ زره افغانۍ انعام ایښۍ چې اصلي وژونکي ګنل کېږي.

عام افغانان وایي، که چیرې حکومت د فرخندې په قضیه کې جدیت وکړي او عاملین یې مجازات کړي، نوربه څوک دې ډول پیښو ته زړه ښه نه کړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG