د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

ځیني کړۍ هڅه کوي چې د فرخندې په اړه د محکمې په پریکړو خپل اغیز ولري


مدني ټولنې او یو شمېرښځینه فعالانې د فرخندې په وژنه کې د پیژندل شوو تورنو امنیتي کارکوونکو د محکمې په ځنډ اندیښنه ښيي او وایې چې په امنیتي اداروکې ځني کړۍ غواړي له دې فرصته په محکمو کې نفوذ پیدا کړي.

دوی وایې، ترنامعلومې مودې د دې کسانود محکمې ځنډ خورا اندیښمن کړي او غوښتنه یې دا ده چې عدالت په ټولو خلکو یوشان عملي شي.

د نوولس امنیتي کارکوونکو د محکمې ځنډ چې د پیغلې فرخندې په وژنه کې په دنده کې د غفلت له امله ګرم بلل شوي د خلکو، مدني ټولنو او یو شمېرښځينه فعالانو اندیښنې راپارولي دي.

دوی پوښتنه کوي چې ولې چارواکي او محکمه د ۱۹ امنیتي کارکوونکو د محکمې په اړه غلي دي او ولې لاهم د محکمې د دقیقې غونډې په اړه څوک څه نه وایې؟

مدني فعالې وژمه فروغ ازادي راډيو ته وویل، دا ځنډ له دې امله دی چې ځیني امینتي کړۍ او ان د حکومت ځیني چارواکي هڅه کوي چې د محکمې په پریکړو خپل اغیز ولري:

((د دې ښځې د وژنې زمینه جوړونکي پولیس وه که پولیسو هغه ژغورلی وای اصلا موضوع دې ځای ته نه رسیده؛ له همدې امله زموږد مدني ټولنو هیله دا وه چې د همدوی په اړه مو نتیجې ژر اوریدلي وای.

نو اندیښنه دا ده چې د ورقو د ډیروالي بحث نه دی؛ بلکې بحث دا دی چې یو شمېر زورواکي په تیره بیا امنیتي کړۍ غواړي د محکمو په پریکړو کې نفوذ ولري.))

ټاکل شوې وه چې د کابل ابتدایه محکمې د فرخندې په وژنه کې د تورنو نولس پولیسو محکمه د تیرې یکشنبې په ورځ دایره کړي وای خوپه هغه ورځ محکمې پریکړه وکړه چې ترنامعلومې مودې د دغه محکمه ځنډوي.

له دې وړاندې همدې محکمې د فرخندې په وژنه؛ څلور تورنوته د اعدام او اته وو ته د ۱۶ کلونو بند سزا واوروله خواته لس نوروته یې برا‌ئت ورکړ او د هغوی د خلاصون پریکړه یې اعلان کړه.

په ورته وخت کې د فرخندې د وژنې په اړه د جوړشوي حقیقت موندونکي کمیسیون غړې شینکۍ کړوخیل وایې، که څه هم د محکمې په پریکړو خلک خوښ نه دی خو له محکمې غواړي چې د ۱۹ پولیسو په محکمه کې هر اړخیز عدالت پلي کړي.

میرمن کړوخیل وایې، دا قضیه په داسې حال کې ورځ په ورځ ځنډيږي چې خلک د عدالت تږي دي:

((امکان لري چې دا ځنډ په ابتدایه محکمې د فشارله امله هم وي خو دا چې محکمه د ډیرو اعتراضونو لاندې راغله نو شاید د ځنډ له امله هم وي خو دا ځل باید داسې شي چې نه څوک زیات مجازات شي او نه هم چاته برات ورکړل شي د راتلونکي محکمې څخه زموږ او د خلکو غوښتنه همدا ده.))

اوه ویشت کلنه فرخنده تیرکال د حوت د میاشتې په اته ویشتمه نیټه د کابل د شاه دوشمشیره زیارت په سیمه کې، د قهرجنوکسانو له خوا د قران سوځونې په تور ووژل شوه.

خو وروسته بیا په همدې اړه د حقیقت موندونکي پلاوي له خوا دا تورونه غلط ثابت شول او فرخنده یې بې ګناه وګڼله.

له دې ټولو سره - سره د کابل د ابتدایه محکمې ریس صفي الله مجددي وایې چې قضایې پلاوی د نولس تورنو پولیسو په دوسیو کارکوي او په دې اړه لاډيرکار پاتې دی.

ښاغلي مجددي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيوته وویل دانشي وویل، چې د محکمې بله غونډه به کله دایره شي خو په دې اړه یې د عدالت په ټینګښت ټینګار وکړ:

((د ۱۹ تورنو د محمکې په اړه چې امینتي منسوبین دي باید ووایم؛ چې د دوی ټولو محکمه به په یوه مجلس کې دایروو، زموږ بررسی په جدي توګه ادامه لري تردې چې نن د رخصتۍ ورځ مو هم کارته ځانګړې کړې ده.

هر وخت چې نتیجې ته ورسیدو موږبه انشالله خپلې پریکړې اعلان کړو.))

په داسې حال کې چې ابتدایې محکمې د فرخندې د وژنې په تړاو تراوسه دولس کسان مجرم پیژندلي د فرخندې کورنۍ او یو شمېرمدني ټولنې وایې چې د محکمې له تیرو پریکړو راضي نه دي.

دوی وایې، د دې لپاره چې بیاکله هم داسې پیښه تکرار نشي، اړتیا ده چې عدلي او قضایې ارګانونه عدالت ته په پام سره با مسولیته پرېکړه وکړي، دا شان چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره نوروته د عبرت درس وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG