د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د یوې فلکلوریکې مجلې د بندېدو په اړه اندېښنې


څېړونکی حبیب الله رفیع
څېړونکی حبیب الله رفیع

تاسې به د چاپي خپرونو په قطار کې د لمر، فلکور، د خلکو فرهنګ یا فرهنګ مردم، فرهنګ او یا دې ته ورته نومونه اورېدلي او یا به مو چاپي خپرونې لوستې وي.

دا ټول نومونه د یوې مجلې چې پر فرهنګ او یا فلکور مشهوره وه، یاده مجله د شاهي نظام څخه راپه دېخوا شاوخوا شپیته ګڼې چاپ شوې چې په بېلابېلو وختونو کې یې نومونو او د چاپ شمېر تغیر کړی، خو له بده مرغه اوس نه چاپیږي.

د فلکور یا فرهنګ مجله چې عمر یې له څلوېښتو کلونو اوړي، د هېواد په پلازمینه کابل کې د اطلاعات او کلتور وزارت په چوکاټ کې خپرېدله چې تر ډېره یې فلکوريک مسایل په خپل وجود کې خوندي کړي وو، داسې ویل کیږي چې د دغې مجلې لومړنی نوم لمر و، خو هغه وخت په دغه مجله کې د فلکوریکو مسایلو تر څنګ یو شمېر نور ټولنیز او ادبي مسایل هم خپریدل.

لکه څرنګه چې د زمان په اوښتو سره د فلکور مجلې نومونه بدل شوي، له دې سره په خوا کې یې مسوول مدیران او کارکوونکو هم تغیر کړی دی.

تر ټولو وروستی مسوول مدیر یې ښاغلی دوست محمد کابل بای و، نوموړی دا مهال د اطلاعات او کلتور وزارت د افغان فلم په ریاست کې کار کوي.

د علومو اکاډمۍ غړی څېړندوې حبیب الله رفیع چې د فلکور مجلې لومړنی مسوول مدیر و، وايي چې یاده مجله د جمهوري نظام د راتګ په لومړۍ ورځ چاپ شوې ده.

ښاغلی رفیع وايي، دوی هڅه کړې وه چې د هېواد د ټولو سیمو فلکوریک ارزښتونه او هغه توکي چې د فلکور برخه یې ګڼو په بېلابېلو مقالو کې ځای پر ځای کړي.

څېړندوی حبیب الله رفیع د یادې مجلې پر بندېدو خواشیني ښيي او په خبره يې که چېرې یاده مجله بیرته په خپرونو پیل وکړي، نو د افغاني ټولنې ټول فلکوریک مسایل به په کې خوندي شي.

د علومو اکاډمۍ یو بل غړی سر محقق محمد اصف ګلزاد بیا یاده مجله د هېواد د فلکوریکو ارزښتو په اړه د قوي مقالو او شننو ټولګه بولي او وايي چې د فلکور په برخه کې یاده مجله لومړۍ مجله وه چې په کابل کې چاپ شوه.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG