د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

ننګرهار: د ملاریا ناروغي تر ګواښ لاندې سیمو کې پشه خانې وېشل کېږي


د هېواد په کچه د ملاريا ناروغۍ نړیواله ورځ د شنبې ورځ په ننګرهار کې ولمانځل شوه چې د ختیځ زون روغتيايي او ولایتي مسولینو په کې برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د ننګرهار د روغتيا رئيس ډاکټر نجیب کارموال وویل د ملاريا ناروغي د هېواد په کچه په ننګرهار کې ډېره ده او په همدې خاطر دغه ورځ په ننګرهار کې ولمانځل شوه:

"د ملاريا نړیواله ورځ د کابل پرځای په ننګرهار کې ولمانځل شوه ځکه د هېواد په کچه اویا سلنه پېښې د همدې حوزې نه دي او مړينه يې هم زیاته ده نو په همدې خاطر دا ورځ دلته ولمانځل شوه."

دا چې د ننګرهار ولایت اکثره سیمې د ملاریا ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي د روغتیا وزير ډاکټر فيروزالدین فیروز وویل دوی به په هغو ټولو سیمو کې چې دغه ناروغي زیاته ده په وړيا ډول پشه خانې وویشي.

هغه زیاته کړه:

"د عامې روغتيا وزارت ژمن دی چې د پشه خانو وړيا وېش د ملاریا ناروغي تر ګواښ لاندې سیمو کې په وړیا ډول پيل کړي دا طریقه په افغانستان کې د ملاریا د کنټرول لپاره غوره لاره ده."

د ننګرهار د روغتيايي چارواکو په خبره د پشه خانو د توزیع سره به په دې سیمه کې د ملاریا ناروغۍ کچه تر پخوا راټيټه شي او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې خپل چاپيریال د ناپاکه ډنډونو څخه پاک وساتي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG