د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

افغانستان

حکیمي: خپلواکۍ جشن ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تیاری نیولی

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي
د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي

نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۹۷ کلیزه ده.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ورځې د لمانځلو لپاره مدني ټولنو له خپل لوري ځانګړي پروګرامونه نیولي دي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم خپله ونډه په‌کې اخیستې ده.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"موږ هم له بېلابېلو اړخونو څخه، د ټیاټر له اړخه، د افغان فلم له اړخه، د موسیقۍ له برخې څخه، دغه‌راز د ننداتونونو له اړخه او د نورو پروګرامونو په همغږۍ او د جشنونو په برابرولو کې همکاري ورسره کړې ده. هیله مو دا ده چې دا ورځ د هېواد د ملي شخصیت د عامه ذهنیت د مورال لوړولو په خاطر، ښه ولمانځل شي."

هارون حکیمي زیاته کړه چې نن د جشن په ویاړ خلک کولای شي چې ملي موزیم ته له ټکټ پرته ورشي.

په ولایتونو کې هم حکومتي چارواکو او مدني ټولنو نن د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په ویاړ پروګرامونه جوړ کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بشري حقونو د لیګ په نوم ډلې ناروې کې یو شمېر افغان فعالانو سره غونډه کړې

د ناروې بیرغ
د ناروې بیرغ

د بشري حقونو د لیګ په نوم یوه ډله په ناروې کې د دېره افغان فعالانو د یوې غونډې خبر ورکوي.

دې ټولنې بېګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، په دې غونډه کې چې بحثونه یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو، د بشري حقونو له سرغړونو سره د حساب کتاب او پر ماشومانو او راتلونکي نسل د جګړې د اغېزو پر مسایلو متمرکز وو، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم ګډون کړی و.

د دې ټولنې په بیان کې راغلي چې په نورو بحثونو کې له افغانستان سره د بشري مرستو د تمویل، د زیانګالو افغانانو لپاره د خوندیتوب د فرصتونو د زیاتولو، د افغانستان په اړه په دوحه کې د راروانې غونډې او نور مسایل شامل وو.

د افغانستان د بشري حقونو ستونزه او په تېره د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه هغه مهمه مسئله ده چې ملګري ملتونه او ټوله نړیواله ټولنه یې اندېښمنه کړې ده.

طالب چارواکي: کندهار کې د احمدشاهي حوض د بیارغونې ۹۵ سلنه کار بشپړ شوی دی

کندهار ښار
کندهار ښار

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، په دغه ولایت کې د احمدشاهي حوض د بیارغونې ۹۵ سلنه کار بشپړ شوی دی.

د دې ادارې مشر مولوي انعام الله سمنګاني د سه شنبې په ورځ (د غويي ۱۴مه) د ایکس شبکې (پخواني ټویټر) ته لیکلي چې دغه حوض د څه باندې ۷ میلیونه او ۱۴۰ زره افغانیو په لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا بیارغول کېږي.

د سمنګاني په وينا، د احمدشاهي حوض ترڅنګ د ميرويس خان نيکه مقبره، او د احمدشاه بابا د کور د رغولو کار هم پيل شوى دى.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په داسې حال کې د تاريخي ځايونو د بيارغونې خبر ورکوي چې د راپورونو له مخې د هرات منار، په غور کې د جام منار او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر نور تاريخي ځايونه د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت یو اقتصادي پلاوی روسیې ته تللی

 د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي

د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د دوی د سوداګرۍ او صنعت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کازان په ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی.

د کازان ۱۵مه ناسته د مې له ۱۴تر۱۹ دوام کوي چې پکې د روسیې او اسلامي نړۍ استازي برخه اخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې نورالدین عزیزي د تاتارستان د جمهور رییس روستم نورګلاییویچ په رسمي بلنه په دې غونډه کې حضور لري.

په سالنګونو، شمال او شمال ختیزو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوېنه شوې

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره

د طالبانو حکومت نن په سالنګونو او د هېواد د شمال ختیځ او لویدیځ په ځینو ولایتونو کې د سخت بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل کړی.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په حواله خبر ورکړی چې چهارشنبه د غويي په ۲۶مه نېټه په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، سمنګان، بلخ، بامیان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، میدان وردګو، غزني او لوګر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالندې او بریښنا او د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

د تېرو څو ورځو بارانونو له کبله په بغلان او د شمال په څو نورو ولایتونو کې درانه سېلونه وبهیدل چې لویه انساني فاجعه یې رامنځ ته کړه.

دې سېلونو، د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، له ۳۰۰ زیات خلک ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.

دې سېلونو همداراز زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل شوی

په بغلان کې د جمعې او شنبې د ورځې د راوتلو سېلابونو یو انځور
په بغلان کې د جمعې او شنبې د ورځې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو حکومت سبا په سالنګونو او د هېواد د شمال ختیځ او لوېدیځ په ځینو ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل کړی.

ملي راډیو تلوېزیون چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ایکس‌پاڼه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په حواله خبر ورکړی چې چهارشنبې د غويي په ۲۶مه نېټه په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، سمنګان، بلخ، بامیان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګو، غزني او لوګر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالندې او برښنا او د سېلونو د راوتلو اجتمال شته.

د تېرو څو ورځو بارانونو له کبله په بغلان او د شمال په څو نورو ولایتونو کې درانه سېلونه وبهېدل چې لویه انساني فاجعه یې رامنځته کړه.

دې سېلابونو، د ملګروملتو د ارقامو له مخې، له ۳۰۰ زیات خلک ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.

دې سېلابونو همداراز زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې.

اوتونبایووا او عبدالهیان د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا - ارشیف
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره د افغانستان د روانو مسایلو او د دوحې د راروانې غونډې په اړه خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، په دې کتنه کې مېرمن اوتونبایووا د دوحې د درېیمې غونډې په اړه ښاغلي عبداللهیان ته معلومات ورکړل او په دې اړوند یې له هغه سره سلامشورې وکړې.

ملګرو ملتونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی، خو دقیقه نېټه یې نه ده ښودلې.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت په بیان کې راغلي چې ښاغلي عبداللهیان همدا راز په ایران کې دېره څو میلیون افغان کډوالو ته د ملګروملتونو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي چې دا مهال په ایران کې شاوخوا درې میلیون افغان کډوال دېره دي.

روغتیایي سرچینې: د بدخشان پروني اعتراض کې ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

د بدخشان د وروستیو اعتراضونو یو تصویر
د بدخشان د وروستیو اعتراضونو یو تصویر

په بدخشان کې د ځایي اوسیدونکو او د طالبانو د مخدره موادو په ضد مبارزې ځواکونو ترمنځ شخړه کې د روغتیایي سرچینو په وینا ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه شخړه پرون دوشنبه هغه مهال رامنځته شوه چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې خلک د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په ضد مظاهرې ته راووتل.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، مظاهره کوونکو د طالبانو پر امنیتي کسانو تېږې وارولې او هغوی یې د کوکنارو د کروندو ویجاړۍ ته نه پرېښودل، خو طالبانو یې غبرګون کې پر مظاهره چیانو ډزې وکړې.

اژانس د ارګو په روغتیایي مرکز کې د یوه روغتیایي کارکوونکي په حواله چې نوم یې د امنیتي ملحوظاتو له کبله نه دی یاد شوی، لیکلي چې دوی ته ۲ مړي او ۹ ټپیان وروړل شوي دي.

تر دې وړاندې د مې په درېیمه نیټه هم بدخشان کې ورته اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی و چې دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي وو.

ډبلیو اف پي: سېلابونو د بغلان ډېرې کرنیزې ځمکې ویجاړې او خلک قحطۍ سره مخ کړي

د بغلان د وروستیو سېلابونو یوه څنډه
د بغلان د وروستیو سېلابونو یوه څنډه

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په بغلان کې سېلابونو ډېرې کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې چې د دغه ولايت د خلکو د عايد يوه سرچينه بلل کېده.

د ملګرو ملتونو دغه پروګرام پرون دوشنبه (مۍ ۱۳) په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي چې دغو سېلابونو نه کور، نه ځمکه او نه د خوراک لپاره څه پرېښي.

د ډبلیو اف پي افغانستان څانګې په یوه ویډیو کې ویلي چې د بغلان خلک له قحطۍ سره مخ دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک مرستو ته جدي اړتیا لري او طبیعي پېښې او ناورینونه د لوږو خلکو شمېر لاپسې لوړوي.

سیف دې چلډرن:د بغلان سېلونو ۸۰ زره تنه زیانمن کړي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي

د بغلان یوه سېلاب ځپلې نجلۍ د کورنۍ د یوه غړي له قبر سره
د بغلان یوه سېلاب ځپلې نجلۍ د کورنۍ د یوه غړي له قبر سره

د ماشومانو د خوندیتوب اداره سیف دې چیلډرن وايي، په بغلان ولایت کې وروستیو سېلونو شاوخوا اتیا زره خلک زیانمن کړي دي چې لږترلږه نیمايي یې ښځې او ماشومان دي.

مرستندویې ټولنې ویلي چې په دې سېلونو کې نژدې څلوېښت زره ماشومان بې کوره شوي دي.

د سیف دې چیلډرن د راپور له مخې، د هېواد د شمال په دې سېلونو کې بغلان ولایت ترټولو ډېر زیانمن شوی چې د ۱۲ زرو په شاوخوا کې کورونه یې ویجاړ کړي دي.

دې خیریه ټولنې ټینګار کړی چې د سېل ځپلو سیمو ماشومانو ته د څښاک ډېرې لږې اوبه رسېږي.

د سېف دې چیلډرن د بیان له مخې، د دې موسسې صحي ټیمونو د داسې مواردو راپور هم ورکړی چې د ځینو سیمو ماشومان د ګېډې په ناروغیو اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله له ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان سېلاب ځپلو سیمو ته د اساسي درملو او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکړل شو

په بغلان کې روغتیايي کارکوونکي د سېلاب له کبله د ټپي شوي یو کس د درملنې پر مهال
په بغلان کې روغتیايي کارکوونکي د سېلاب له کبله د ټپي شوي یو کس د درملنې پر مهال

د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" مشر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شویو سیمو ته د اساسي درملو او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکوي.

تیدروس ادهانوم ګیبریسوس نن دوشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله چې په نتیجه کې یې له ۳۰۰ زیات کسان مړه او ډېر کورونه او روغتیایي مرکزونه یې ویجاړ کړي، ورانیو ته د رسېدو په ترڅ کې د خپلو شریکانو پر مټ ۱۷ ګرځنده روغتیایي ټیمونه استولي دي.

د افغانستان لپاره د روغتیا سازمان څانګې له دې مخکې په بېړنۍ توګه د افغانستان شمال سېلاب ځپلو سیمو ته د اوه ټنه روغتیایي وسایلو د لېږلو خبر ورکړی و او ویلي وو چې دا مرسته د دې سازمان د هغو روانو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د ویجاړونکو سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو ته رسېدل دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG