د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

روغتیا وزارت د راستنو شویو کډوالو روغتیايي وضعیت څاري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تدابیر یې نیولي چې په سرحدونو کې د راستانه شویو کډوالو روغتیايي وضعیت وڅاري څو هېواد ته د بېلابېلو ساري ناروغیو د لېږد مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو د لړۍ له تېزېدو سره سم، تدابیر نیول شوي چې سرحدونو کې هغه راستانه شوي معاینه او درملنه یې وکړي چې د ناروغیو نښې نښانې په‎کې لیدل کېږي.

د دغه وزارت د انتاني روغتون رئیس زلمي نورزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ننګرهار، مزار، کندهار او هرات کې زموږ ګرځنده روغتیايي ټیمونه، په امبولانسونوکې له درملنو سره ګرځي او کوم کډوال چې له ناروغۍ سره مخ وي، درملنه يې کوي. زموږ ټیمونه تر تورخمه په مسلسله توګه تګ راتګ لري.همدارنګه نور کډوال چې د شمال له لوري راځي، هغوی ته هم ورته روغتیايي تدابیر نیول شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان د راپورله مخې، یاد سازمان په پام کې لري چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه پورې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له ټولې نړۍ څخه ورکه کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې اوس‎مهال یوازې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د ګوزڼ د ناروغۍ شاوخوا ۱۴مثبتې پېښې په‎کې ثبت شوي چې شپږ يې په افغانستان او اته یې پاکستان کې دي.

دغه شان د پولیو ترڅنګ نورې ساري ناروغۍ هم شته چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنېدنې له بهیر سره سم دا وېره پیداکوي چې ګوندې دغه ناروغۍ به په افغانستان کې د یادو کسان خپل، خپلوانو او نېږدې ګاونډیانو ته انتقال شي.

د روغتیايي چارو پوهان وايي، د ساري ناروغیو لېږد، رالېږد، د خلکو په خوځښتونو پورې تړلي او په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه د کډوالو راستنېدل زیات شوي نو د دې لپاره چې په دې برخه کې د خلکو اندیښنې لېرې شي، پکار ده چې د عامې روغتیا وزارت ورته تدابیر جدي کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې واسع سلطاني ازادي راډیو ته وویل:

"اکثره دا کډوال چې راځي، اوس‎مهال په پاکستان کې هوا توده ده او انتاني ناروغۍ لکه زیړۍ، مورقه، ملاریا په کې ډېره ده، نو امکان لري چې د کډوالو سره راولېږدېږي. د عامې روغتیا وزارت ته پکار ده چې دوی واکسین کړي، څو د انتاني ناروغیو د را لېږدېدو مخنیوی شوی وي."

د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي چې د هېواد په اکثرو ولایتونو کې یې د ګوزڼ د ناروغیو د مخینوي واکسینونه پلي کړي او د امکان ترحده یې په ولایتونو او ولسوالیو کې د بېلابېلو نورو ناروغیو د درملنې لپاره هم روغتیايي مرکزونه هم فعال ساتلي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG