د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

ټرمپ بهرنیو مرستو کې د ۲۸ سلنې بودجې کموالي وړاندیز کړی


د امریکا ولسمشر د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د بهرنیو چارو وزارت په لګښتونو او بهرنیو مرستو کې د ۲۸ په سلو کې کموالي وړاندیز کړی دی.

ولسمشر ټرمپ هغو پیسو کې هم کمی راوستی چې امریکا یې ملګرو ملتونو ته ورکوي او د اقلیم د بدلون او فرهنګي تبادلې د پروګرامونو لپاره هم نسبت پخوا ته کمه بودجه په نظر کې نیول شوې ده.

رویټرز خبري اژانس په خپل رپوټ کې وايي، کانګرس چې جمهوري پلوي په‎کې برلاسي دي، کیدای شي بودجه کې دغه کموالی رد کړي.

د امریکا نړیوالې پراختیا اداره یا یو.اس. اېډ بهرنیو هېوادونو کې د بې وزلي د لېرې کولو، د بشري حقوقو د پیاوړتیا او د روغتیايي خدماتو لپاره ټولو ډپلوماټیکو هلو ځلو لګښت ورکوي.

سپینې ماڼۍ راتلونکې بودجه کې د بهرنیو چارو وزارت لپاره ۲۵ میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالر بېل کړي چې اوسنۍ بودجې څخه یې ۲۸ په سلو کې کمه ده.

نوي بودجه کې بهرنیو عملیاتو لپاره ۱۲ میلیارډه ډالر په نظر کې نیول شوي دي چې افغانستان، عراق او سوریه کې نااټکل شوي لګښتونه هم په کې شاملېږي.

دغې بودجه کې اسرائیلو سره د امریکا کلنۍ امنیتي مرسته کې کموالی نه‎دی راغلی او لکه پخوا یو میلیارډ او ۳۰۰ میلیونه ډالر ده.

امریکا غواړي دې مرستې سره اسرائیل د ګواښونو د مقابلې توان ولري او خپلو ګاونډیو عربي هېوادونو چې نفوس يې ډېر دی خپل پوځي برلاسی وساتي.

د رویټرز د خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې نوي بودجه کې د ایډز، توبرکلوز او ملاریا د تداوي په لګښتونو کې کموالی نه‎دی راغلی.

خو د ملګرو ملتونو په کلنیو لګښتونو کې د واشنګټن ونډه ډېره کمه ټاکل شوې ده.

امریکا د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی تمویل کوونکی هېواد دی.

امریکا د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی تمویل کوونکی هېواد دی.
امریکا د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی تمویل کوونکی هېواد دی.

امریکا د دغه سازمان د اساسي بودجې چې پنځه اعشاریه څلور میلیارډ ډالر ده په سلو کې ۲۲ او د سولې د ساتنې د بودجې چې اوه اعشاریه نهه میلیارډه ډالر ده څه دپاسه ۲۸ په سلو کې پرې کوي.

سي ان ان ټلویزیوني شبکې په خپل یو رپوټ کې وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي لګښتونو لپاره په سلو کې د لس زیاتوالي وړاندیز کړی او ۵۴ میلیارډ ډالر یې ورته بیل کړي دي.

د نړیوال بانک د تمویل او د بهرنیو چارو وزارت د ښوونې او فرهنګي تبادلې له پروګرامونو څخه ۶۵۰ ملیونه ډالر سپمول شوي دي.

XS
SM
MD
LG